له بریا وروسته

دولت وزیري

770
په نړي کې تعامل دا دی چې د یرغلګرو د ماتولو وروسته د هر هیواد خلک د هیواد جوړولو ته ملا تړي او په ګډه خپل هیواد ودانوي. بیلګې يې ډیرې زیاتې دي. ویتنامیانو د امریکایانو له ماتې وروسته د خپل هیواد په ودانولو پیل وکړ.
د دویمې نړیوالې جګړې وروسته جرمني او نورو اروپایی هیوادونو هم د خپلو هیوادونو رغولو ته ملا وتړله. شوروي اتحاد خو له جګړې وروسته ځان سوپر ځواک ته ورساوه. بنګلدیش له جګړې وروسته بې له ځنډه په ابادولو لګیا شو. پاکستان خو له ځانه اتومي ځواک جوړ کړ.
له جګړې وروسته ملتونه سره یو شوي او د جګړې د وخت په پرهرونو يې د مرهم پټۍ لګولي دي.
وايي:
لګیا ده ټوله دنیا کوي دنیا سره خبرې
خو دا یو ته يې چې ته نه کوي ما سره خبرې
نو ګیله مې ځکه وکړه
فکر کوم په نړي کې به یواځې افغانان وي چې د هرې بریا وروسته بیا هم سره نه یو کیږي او په ګډه د هیواد رغولو ته لستوني نه را بډ وهي. له بریا وروسته هم جګړې، جګړې او بیا هم جګړې.
روس او امریکا مات شول ښه کار وشو، روسي او امریکايې ځواکونه وتښتیدل ښه کار وشو، اوس راځي ځانونه نور د روس او امریکا د خندا نه کړو، یو ملت شو او نړي ته وښیو، چې جګړه هم کولای شو او له جګړې وروسته خپل هیواد هم ابادولای شو.
غني خان فلسفي شاعر وايي:
که ژوند نسل زیاتول وي دا خو غويې هم شي کولای او که ژوند فیرني څټل وي دا خو سپي هم شي څټلای.
زه وایم که ژوند یواځې جګړه کول وي دا خو ځناور هم شي کولای او که ژوند د کور ویجاړول وي دا خو مږ او موږک هم شي کولای.
راځئ د یرغلګرو ماتي د هیواد په رغولو ولمانځو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.