Browsing Tag

زلمی نصرت

ښکلیه

 کوم یو حـسـن چې درکړی خالق زما دی  انـځـور گـر درته لـه ورایه په سودا دی  سـتـا د حسن د زیــارت ملنگان ډیـر دي  کـه په سمه که په غر دی مجنون ستا دی  د جهان بلبلان واړه درته وايي  چې آواز دې او انــداز دې بې هـمـتـا دی  ستا…

در مورد چاپ کتاب٫٫ پند نامه ی فروپاشی٬٬

آگهی بایسته! چاپ کتاب «پندنامه‌ی فروپاشی» که بیش‌ترینه به زاویه‌های تاریک و معمایی سقوط عبرت‌ناک حاکمیت دولتی در ثور سال ۱۳۷۱ خورشیدی پرداخته است در دو بخش جداگانه و دارای پیوند خردورز از خامه‌ی زلمی نصرت و غرزی لایق در حال آماده‌شدن است.…

غزل

ته چې نه یې سخن نه لرم غزل ته سخن پریږده شیمه نه لرم مزل ته  بل دلبر ته مې هوس په سر کې نشته ښه سیرآب شمه چې گورم ستا اوربل ته د ارم باغ که هم څوک راته اعطا کړي بیا به هم اقتدا وکړم ستا درشل ته ته زما د ژوند د لارې رهنما یې په…

غزل

نه ساقي زما په کار دی نه ساغر زما په کار دی زه چې مست یم له ازله بس وزر زما په کار دی ځم د ښار له پیښو لرې بل گذر زما په کار دی چې پر سر یې پرواز وکړم داسې غر زما په کار دی غواړم وگورم اسمان ته سیل د لمر زما په کار دی د…

ټپیزه

که د برلین حصار را لویږي اوبه په ډانگ که نه بیلیږي لر به له بر سره یو کیږي د ډیورنډ لین به هم نړیږي حالات چې گورم د یو والي لور ته ځینه زلمی نصرت دنمارک ـ وایله ۰۵.۰۴.۲۰۲۴

غزل

د مشرق په لورې خیاله په خیال کې مې د یار سره خبرې کوم کله د گل کله د خار سره خبرې کوم د پرون ژوند چې شي را یاد او دا د نن خبرې کله د روغ کله بیمار سره خبرې کوم د سحر باده ما زر یوسه د مشرق په لورې چې په څیله کې د بهار سره خبرې…

د ژوند سلسله

موسم دی تاند بوی د بهار دی دښت او صحرا کړی سینگار دی نه د چا لاس نه د چا کار دی په دې راز پوی پروردگار دی * جنت شي پورته ځمکې سر ته د مشکو بوی سره گلزار دی  د تورو وریځو له دانو نه  ځمکه شینکۍ او چمن زار دی *  بهار د ژوند په فلسفه…

پسرلی او زیړی لمر

پسرلی راشي چې گودر ته ورشم هر مازدیگر بیا زیړی لمر ته ورشم د چنار لاندې د چینې په خوا کې د گلاب گل سره دلبر ته ورشم زلمی نصرت ۱۹.۰۳.۲۰۲۴ --------------------------------------- د پسرلي وږمې د نارنج د گل د عطرو له وږمو نه پسرلي کې…

پر حاکمانو د وخت وایې لعنتونه

پر حاکمانو د وخت وایې لعنتونه د فرخندې د وژلو او سوزولو د ٩ ام تلين د غمجمن یاد او درناوي په پار. ټپیزه پر فرخندې باندې وارونه پر سپين بدن یې پرهارونه مات يې له پښو سره لاسونه د اور لمبو نه یې آهونه پر حاکمانو د وخت وایې لعنتونه…

نیمگړی ایمان

په تا څه شوي وطنه څه خطا درځنې شوې چا ښېرا درپسې کړې تا ته وایه چې ولې سکون نه لرو په ځان کې کله ځان سره په جنگ یوو کله نورو ته غورځنگ یوو کله خپلو ته نهنگ یوو نه رڼا وینو کوم چیرې نه سبا وینو کوم چیرې هرڅه هرڅه که لرو هم…