Browsing Tag

نورمحمد لاهو

راځه چې په هوا شو

باد یو بې سازه مست عاشق او نڅاګر دی پسرلی دی د مڼو شیرچايي څانګې یې له ګوتو رانیولي چې وناڅي باد له ازله شرابي دې غواړي دا د دنیا خلک سره یوځای ونڅيږي باد د خدای بې تعصبه سپین تخلیق دی باد په هغې موسیقي باندې مین دی چې…

د مني وریځ

د مني وریځ وریځ شوم په تا راغلم خو تا ټولې سرې او سپینې باغیچې وې له خپل ځانه سره وړې چې په ډاګ ووریدم ومې ژړلې + + + + + + ستا په تلو سره فصلونه نارنجي شول تر ابده مې یو ژیړ کمیس په ځان شو پیړۍ وشوې بیا د چا په زرغون…

عذاب

عذاب ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د یوې ډبرې له خولې ووتمه داسې لکه شپه کې د بې موره ماشوم چیغې ! خو د چا لاس مې پرینښود چې مې اوښکوته زرغونه لمن وروړي او زخمونه مې هم بوتلل له درملو نه ډير لیرې یوه ځای ته او…

یو تریخ سرود

یو تریخ سرود مودې وشوې زما هیڅ څوک نه یادیږي نه می هم د چا تصویر ته ستړې سترګې چوکاټ کیږي نه خو هم د چا د سترګو شیرین یاد شي دباران غوندې شیشه راشرنګولی او د چا د تریخ سفر غمجن سرود هم نیمه شپه کې لکه چیغې دشپلیو ژړا…

یو ځنګل مرغۍ

یو ځنګل مرغۍ ته چې ځان سره په ناز سندرې بولې د دریاب وحشي څپې لکه هوسی د ساحل غاړوته په مینه ویدې کیږي او بادونه د دې ونو یوه پاڼه هم نه غواړي چې وښوري ته چې ځان سره په ناز سندرې بولې د بدن شیرچایي رنګ دې د اوبو د شینکي رنګ…

پټ شوی کب

د هغې د مَستو مَستو ګونګروګانو د شرَنګ شاته یوه شنه او شیرچايی باغچه ویده ده چې په کپ یې له خوږو خوږو مڼو څخه ترخې وینې څڅیږي دهغې د نڅا شاته لکه سیوری په یو تک سپین دیواله یوه بله نڅا ناڅي په هر تاو یې له بنګړیو د یو وږي…

مهاجر عطرونه

ته چې کوم پلوبه تللې طاووسانوبه له ځالودرکتلې دلمرګل به شو په شک کې لمرپه ځمکه څنګه ګرځي ؟ اورنګونوبه غبارکې ونیولې نیلوفربه داوبو په مخ چترۍ شو ستاښایست به ترې راتاو کړۍ کړۍ شو + + + + + + + او اوس هم چې کله ګرځې سپرلی…

هیر شوی لاسونه

زه او لمر دواړه یوځای دلته د پارک په زنګ وهلې څوکۍ ناست یو لکه باد دواړه بې کوره لکه پاڼې پاڼې پاڼې کاغذونه د باد غیږ کې نه پوهیږو څنګه ځان باندې راټول شو کله غواړو چیرته لیرې رستورانټ کې یوه لپه زهر وڅښو رښتیا لیک مې…

د زاڼو د سفر سندره

د زاڼو د سفر سندره پیړۍ وشوې چې زه لا هم لکه زوړ ، ریبښې څادر په هغې ستړې تیږې پروت یم چې یو وخت پرې موږه دواړه ترسهاره خپه ناست وو پیړۍ وشوې ستا د خوږ اوربل له مَوجه رالویدلی سور ریدی اوس د مڼې په یوې ونې بدل شوی سرو کال یې…

د توت شیریني

د توت شیریني دا مات زړه ! لکه دا ستا له سره ټيکري نه راپرې شوې ځوان غاټول وایه په کومې غونډۍ کیږدم چې یې ولیدای شې یاره ؟ د جنډې غوندې په کوم زیارت ورَپم چې شمال مې ستا تر خوږ کاکله درشي ؟ او باران لکه د توت شیریني د…