د زاڼو د سفر سندره

نورمحمد لاهو

233
د زاڼو د سفر سندره
پیړۍ وشوې
چې زه لا هم لکه زوړ ، ریبښې څادر په هغې ستړې تیږې پروت یم
چې یو وخت پرې موږه دواړه ترسهاره خپه ناست وو
پیړۍ وشوې
ستا د خوږ اوربل له مَوجه رالویدلی سور ریدی اوس
د مڼې په یوې ونې بدل شوی
سرو کال یې شیرچايی کمیس په ځان وي
ته یې څانګو کې هروخت کله مڼه بیا شګوفه شې
پیړۍ وشوې
چې زه لا هم هماغه سندره وا یم
چې به تا کله له زاڼو په سفر کې اوریدله
پیړۍ وشوې
زمان نه شته
له ساعته عَقرَبې دې تښتیدلي
ساعت خپله دایره کې نور له شرمه اوبه شوی
خو یو راز باندې پوه نه شوم
زما ږیره داسې ولې سپینه شوې
خو ستا زلفې هماغسې تکې تورې لکه شپې وي
هر قدم ته دې ولاړې سپینې سپینې او خالداره بنفشې وي
‎¬¬ ـ+++++++
هغه پورې دیواله باندې پیړۍ شوه کړکۍ نه شته
خو په ځای یې هر وخت ولې
د چا سترګې تورې تورې رسم کیږي
ورسره په بیابان کې
یو څراغ ناڅاپه بَل شي
په ډبرو یوه لپه وینه لویږي ؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.