مهاجر عطرونه

نورمحمد لاهو

265
ته چې کوم پلوبه تللې
طاووسانوبه له ځالودرکتلې
دلمرګل به شو په شک کې
لمرپه ځمکه څنګه ګرځي ؟
اورنګونوبه غبارکې ونیولې
نیلوفربه داوبو په مخ چترۍ شو
ستاښایست به ترې راتاو
کړۍ کړۍ شو
+ + + + + + +
او اوس هم چې کله ګرځې
سپرلی اوس هم درپسې وي ؟
طاوس اوس هم ستادسترګو تصویرونه
خپلوبڼو کې ساتلي ؟
ګلان ځان درباندې شیندي ؟
که باروتو
دوطن واړه عطرونه مهاجرکړل ؟
اوکه جنګ لاهم لګیادې زړونه ریبي
تورې سترګې دې هماسې ښایسته دي ؟
له سروشونډونه دې اوس هم عسل څاڅي ؟
اومچکې یې هماغسې تودې دي ؟
چې مسکۍ شې په سرو شونډودې هوا کې
په سره رنګ لیکې جوړیږي؟
ته اوس هم په شنه پیاله کې دتریخ چای
هغه دوه ډکې قاشُقې د بورې یې ؟
ها سړي چې رسمولې به کوترې
او ویل یې : داوطن ډير ژر جوړیږي
ها ژوندی دی ؟
عسکر اوس هم په خیالوکې
د خپل کوردبام دپاسه
د کارغانو دورې شماري ؟
د طالب چاودلې شونډې
یبلې پښې د وارو منځ کې
د ټوپک د اور تودوخې ته تخنیږي ؟
خوشحال خان دچاپه یاد دی ؟
اشرف خان هجري لاهم هند کې بندي دی ؟
دا سندره اوس هم وايی :
قاصدان له روهه رانغله مدت شو
سلام باد رارسوي منت یې تم دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.