هیر شوی لاسونه

نورمحمد لاهو

206
زه او لمر
دواړه یوځای دلته د پارک په زنګ وهلې څوکۍ ناست یو
لکه باد دواړه بې کوره
لکه پاڼې پاڼې پاڼې کاغذونه د باد غیږ کې
نه پوهیږو څنګه ځان باندې راټول شو
کله غواړو چیرته لیرې رستورانټ کې یوه لپه زهر وڅښو
رښتیا لیک مې درلیږلی
که دې نه وي لا لوستلی
فقط لیک باندې شیرین لاسونه کیږده
ستا د مستو ګوتو لاندې هر یو توری به وایلون غوندې نارې کا
چې په تا باندې مین یم .
رښتیا ما یې د پاکټ په مخ لیکلي
(( زه به تا ته له ماڼیو رڼا پور کړم
ځکه لمر له غریبۍ نه رڼاګانې خرڅې کړې
نو
ته مې خپله توده غیږه کې له لیرې د ماشوم په څير درټینګ کړه
ځکه مانه پيړۍ وشوې خپل لاسونه
لکه دوه دستې د ګلو
هلته لیرې
د چا غاړې کې هیر شوي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.