یو تریخ سرود

نورمحمد لاهو

217
یو تریخ سرود
مودې وشوې زما هیڅ څوک نه یادیږي
نه می هم د چا تصویر ته
ستړې سترګې چوکاټ کیږي
نه خو هم د چا د سترګو شیرین یاد شي
دباران غوندې شیشه راشرنګولی
او د چا د تریخ سفر غمجن سرود هم
نیمه شپه کې لکه چیغې دشپلیو ژړا نشي راوستلی
پیړۍ وشوې
ږلی اوری
ږلۍ اوري
ږلۍ اوري په ریدیو
په سرو څاڅکو د سپرلیو
تنکۍ شونډې
پیغلې څانګې زخمي کیږي
یو څوک نه شته چې و پوښتی
د دې باغ او بیابان زخمونه ولې نه خوږیږي ؟
او د وخت په سوزیدلو
د چا چیغې لکه اوښکې ولې ولې
په سینه کې تیږه کیږي
نو اې څو پیړۍ ولاړو نا امیدو وچو ونو !
زماهم ستاسو په شانې نور نو هیڅ څوک نه یادیږي
نه مې هم ستاسو په څیر د چا په تلو سترګې لمدیږي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.