د ازادۍ شپېلۍ
زخم ته شنه مرۍ مې جب نه واخله
توره سره شنه پټۍ مې جب نه واخله
چې ستوماني د هجر ودې باسي
یو څو خوږې لنډۍ مې جب نه واخله
که زما سترګې شوې بچیه پټې
د آزادۍ شپېلۍ مې جب نه واخله
زه در نه ځم او ته دې خپل امانت
سپینه هغه خولګۍ مې جب نه…