د ګندمک شرمېدلي تړون ځمکه ۱۴۴کلنه شوه

لعل پاچا ازمون

395

د ۱۸۷۹زېږدیز کال د مۍ ۲۶مه او د پسرلي وروستۍ میاشت وه، د وړانګو تود شور د ځمکې په شنو فصلونو پسې د غرمو لرونه رااخستي وو، کلیوالو د شنو دنګو چینارونو سیورو پسې کټونه ګرځول، د چینارونو ډډونو ته چاټۍ او ګړي له سړو اوبو شړپېدل. د سبناري تاو سړو شړومبو، پياڅې، پاستو او یوه غوټه پياز لولپه کاوه. چینار په شنه ګېډي ګېډي کمیس کې د لمر لوڼې نڅولې. سپين ږیرو به دېرې په سړو اوبو سړې کړې. لوګرو به د لمر تر خولو لو ته ملاوې تړلې وې.
توتان پاخه او مماڼې تورې شوې وې، د سپین غره پر سر سپين څادر غوړېدلی و. کله ناکله یې له ډډو نرۍ نرۍ سړه هوا راالوته. د تندي پر راماته خوله یې خپله تنده ماتوله.
د شنو چینارونو ګڼ سیوري د تودو غرمو کوربانه وو، خلک پخپل رزوګار بوخت وو، ستړي ستوړي وو، دوی لا د تندي خولې نه وې وچې کړې چې د اسونو دربی شو، په وسلو سمبالې لښکرې د ګندمک پر پخې چوڼۍ ور ننوتې، د سیمې خلک هک حیران ودرېدل، ټول دې ته لاس په نامه شول چې څه وخت به د غزا نغاره ډنګېږي او دوی به په کورونو سرونه ماتوي، له شلخيو، بوړیو ، ملخیو ټوپکو، تورو او چړو سره به د غزا میدان ته په آتڼ دانګي.
نغاره کڼه شوې وه، د ګندمک ځمکه سور اور وه، خلکو بیا هم څو کاوه چې د پاچاهۍ لښکرې به پر دوی غږ کوي، اوازه شوه چې د امیر شیرعلي خان زوی یعقوب خان، د پلار له اته کلن بنده پرنګي راخلاص کړی، دی پخپله له پرنګي لښکر سره د تیږو پخې کلا ته ننوتی او خبرې ورسره کوي. کلیوال په دې تمه دي چې اوس به د امیر له خولې اوري چې د پرنګي پر لښکر د ګندمک ځمکه سره وګرځوئ، خو له کلا سپڼ هم نه خوت. د ګندمک دښته سور اور وه، ترې وړاندې د تور غر څېره نوره هم تکه توره شوې وه، له شرمه یې کتلای نه شوو، مخ یې په تور شال کې پټ کړی و. کلا د پرنګي د لښکرو شور نیولې وه، له ډېره تاوه د سپین غره پر مخ هم نرۍ نرۍ خوله راماته وه. دا داسې وخت و چې پرنګی له درېو لارو :
۱- دخیبر ددرې له لارې دجنرال براون په مشرۍ د (۵۰۰۰) پنځه زرو پوځونو سره .
۲-دکورمې له لارې خوست ته دجنرال رابرټس په مشرۍ د(۳۲۰۰) تنوپوځونو سره.
۳-دکوئیټې او کوږک له لارې کندهار ته دسټوارټ په مشرۍ (۱۲۰۰۰ ) پوځونو سره
د افغان پر پاکه خاوره خپل ګامونه ایښي وو.
پر دغه ځمکه هم د پرنګي د لښکرو شور ګرځېده، امیر یعقوب خان د تورو تمبو تر شا تورې خونې دومره ځپلی و چې سربداله ناست و، رډ رډ یې کاته، له شوره لوېدلی و، پرنګي یې پر اوږو دا جغ ایښی و چې که هر لور ته یې بیايي، دی به غږ غوږ نه کوي. پر همدې ځمکه چې اوس پرې د زړې کلا یوازې د تیږو نښې نښانې او څو بارې ښکاري، امیر له پرنګي سره پر یو تړون سلا شو.
د پرنګي چونۍ ددغه لس ماده ییز تړون په لاسلیکولو د سیمې خولې ته ولوېده، ګندمک د بې شرمه پاڼې ځمکه شوه. د تیږو دغه بارې او سپېره ځمکه د پرنګي تر پلونو لاندې وسوه. د سیمې خلک دغه کلا کافر کلا او پرنګي باره بولي. له دې کلا نه وړاندې اوس دسیمې خلکو کلاګانې ابادې کړي دي، احمد شاه د همدې سیمې اوسېدونکی دی، شاوخوا پنځه څلوېښت کاله عمر لري، په ږیره کې یې سپین لګېدلي دي، دی وايي چې کافر کلا یا پرنګي بارې په زر دولس سوه جریبه ځمکه کې آباده وه، په دې کلا کې د پرنګیانو پوځي هډه وه. تر دې کلا وړاندې تور غر دی چې دبودايي زمانې نښې پکې موندل شوې دي. د احمد شاه په وینا پر دې ځمکه له پرنګی وړاندې د بودایانو او نورو زبرځواکونو سیوري ګرځېدلي دي چې څه ناڅه نښې ترې پاتې وې. د سیمې خلکو چې به کله ځمکه راسپړله نو د پخوانۍ زمانې شیان به پکې راوتل. سهار به چې دوی کله دغه ځای ته راغله نو ژورې کندې به پکې وې. احمدشاه د پرنګي بارې پر ځمکه ګرځېده او یوه یوه نښه یې راښوده، ویل یې مشرانو ور ته کیسې کړې وې چې دلته د پرنګیانو کوټې وې، خو اوس یې یوازې بارې پاتې دي.
جمیل هم دهمدې سیمې اسېدونکی دی، له ونې او رنګه څلوېښت کلن برېښي، تازه یې پر ږیره سپینو خوله ایښې ده، ده په همدغه ځای کې کلا اباده کړې ده، د تیږو بارو او کندو ته لاس نیسي او وايي چې له نیکونو ور ته دا کیسه را پاتې ده چې په دې ځای کې پرنګیانو ژوند کاوه. وروسته وروسته بیا دا ځای د سیمې قبیلو او خېلونو پخپلو کې ووېشه.
د سیمې خلک وايي: پخوا به پر همدې لارې د روه له څنډو او جلال اباده کابل ته تګ راتګ کېده، د اوړي په سره ګرمۍ کې به د شېرزادو، ماماخېلو، هاشم خېلو، کودیخېلو، مرکي خېلو، توتو، اشپان او ګندمک لمنې د نازولو کوربنې وې، سرکار به هم دلته اړول، په همدې سیمه کې د هندوستان قونسلګري هم وه، دا شاهانه لاره وه، پر دې لاره به پرنګیانو تګ راتګ کاوه، د کندمګ پر همدې سپېره ځمکه یې یوه لویه چوڼۍ اباده کړې وه چې اوس یې ایله یو څه نښې نښانې پاتې دي.
دغه بارې او سپېره ځمکه له پرنګي سره د امیر یعقوب خان د لېونتوب شاهده ده، امیر یې د پلار له له پنجو په دې وژغوره چې دافغانستان په چاروکې دانګریزانو له استازي سر لوئیس کیوناری سره به دګندمک تړون لاسلیکوي، نو په همدغه ځای کې یې د پرنګي تر فشار لاندې دغه تړون لاسلیک کړ.ځکه یې اوس د ګندمک تړون بولي. ځینې سیمه ییز خلک بیا له دې دښتې وړاندې په پخوانۍ آباده سیمه کې یوه څانګور چینار ته لاس نیسي چې پرنګیان له امیر سره د هغه چینار تر سیوري لاندې راټول شوي وو او هلته یې دا تړون لاسلیک کړی دی، د چینار ډډ ته یو قبر هم شته چې د سیمې خلک یې بزرګ بولي او وايي دغه قبر ته به پخوا د بادو رنځوران راتله، محمد حکیم همدې چینار ته څېرمه اړولي دي، د ژوند شاوخوا شپېتو پسرليو ننداره یې په ډزو ډوز کې کړې ده، له جنګونو ستړی ستومانه راوتی، وايي چې ډېرې مشرانو د کندمک د تړون ځمکه هماغه پرنګي باره ښودله خو ځینو به بیا ویل چې ددغه چینار سیوري ته راغلي وو، دا سیمه هغه وخت ټوله د پرنګي تر څار لاندې وه. ممکن کله ناکله د دغه چینار سیوري ته هم راغلي وي، دا چینار د دوی د پلرونو او نیکونو په وینا پخوانی دی، پخوا ډېر څانګور و، خو د جګړې لمبو ورېبه او اوس یو موټی پاتې دی.
امیر د کندمک د تړون په لمنه کې له پرنګي سره په دې لسو ټکو سلا شوی و چې:
١- ددې تړون دلاسليک له ورځې نه به ددواړو هېوادونو ترمنځ تلپاتې سوله او دوستي ټینګيږي.
٢- ددې تړون تر لاسلیک وروسته به افغان امير د خپلو وګړو هغه ډله چي د جګړې پرمهال یې له انګريز دولت سره اړیکې او دلیکونو راکړه ورکړه درلوده، د رسمي فرمان له مخې بخښي.
٣- دافغانستان امير مجبوردى چي وروسته له دې به له نوروهېوادونو سره خپلې چارې له انګلستان سره د خبرو اترو پر بنسټ او دهغوی په غوښتنه ترسره کوي ، د افغانستان امير حق نه لري له نورو هېوادونو سره مخامخ اړیکې ټینګ کړي او دانګريزانو دولت له سلا او مشورې پرته له کوم بل هېواد سره دجګړې اعلان وکړي، ددې شرط په وړاندې دبريتانيې دولت حاضر دى ، نوموړى امير دپرديو دتېريو پر وړاندې دپیسو، وسلو اوسرتیرو په وسيله او په هر ډول چي دبريتانيا دولت وغواړي ننګه وکړي او هر وخت چي مناسبه وګڼي مرسته ورسره وکړي، که دبريتانيې سرتېري دکومې اړتیا په وخت کې دامنيت دټینګښت او بهرني دفاع په موخه دافغانستان خاورې ته ورننوزي، دسولې او امنيت له ټینګښت وروسته به سملاسي خپل هېواد ته بېرته ستنېږي .
٤- ددې لپاره چي ددواړو هېوادونو تر منځ اړیکي لا ټینګ شي او دافغانستان سرحدونه او پولې دپرديو له تېريو نه خوندي پاتې شی، د انګريزدولت لازمه ګڼي چي دخپل هېواد دايمي استازی افغانستان ته واستوي ، دغه استازی به دخپلي رتبې سره سم يو ډلګی سرتېري هم له ځانه سره ولري او هم د بريتانيې هېواد حق لري چي داړتیا پر مهال خپل ځانګړي استازي له ځانګړو هیئتونو سره افغاني پولو ته واستوي، ددې پر وړاندې د افغانستان امير حق لري خپل استازی دهند دويسراى دربار يا نورو هندي چارواکو ته واستوي.
٥- دافغانستان امير دانګريزانو داستازو د ساتنې لپاره او له دې کبله چي له هغو سره ښه چلند وشي، ځان مسؤل بولي او دبريتانيې دولت سره ژمنه کوي چي هېڅ وخت به دبرتانیي په کورنیو چاروکې لاسوهنه ونه کړي او دهغو د استازو درناوی به ساتې .
٦- د افغانستان امير له خپلي خوا او نورو سردارانو له خوا ژمنه کوي چي له انګريزي استازواو نورو وګړو سره چي دسوداګرۍ لپاره افغانستان ته راځي ، ښه اوغوره چلن وکړي او د هغوی په شخصي چارو کې لاسوهنه و نه کړي.
۷- -اميربه له انګلستان سره سوداګریزې اړیکې ټینګوي او دهېوادونو تر منځ به سړکونه پرانيزي چي دواړه هېوادونه په آزاده توګه سوداګریزه راکړه ورکړه وکړي او هم دواړه هېوادونه ژمنه کوي چې دغه لارې له خطرنه وژغوري.دغه سوداګریز تړون به ددواړو هېوادونو ترمنځ ديوه کال لپاره دترسره کېدو وړ وي او دهېوادونو ترمنځ به آزاد وي .
٨- له کورمې څخه تر کابله د تلګراف مزو دغزولو لګښتونه به دانګريز دولت پر غاړه وي او ساتنه یې د امیر په غاړه ده.
۹-ددې لپاره چې ددواړو هېوادونو ترمنځ دوستي رامنځ ته شي او انګریزي پوځونه په ډاډه زړه دافغانستان له خاورې ووځي ، نو دفوشنج سیمه د کوږک ترغره پورې ، دکورُمې سیمې دځا ځیو ترپولې پورې اوهفت چاه او لنډي کوتل دې انګلیسانو ته پرېښودل شي ، مګر ددریو سیمو (کورم ، پشین ، سیبۍ ) ورکول به په دایمي او قطعي ډول نه وي ، داسیمې به دهغو سیمو په نامه (امانت سپارل شوي دي ) ونوموو چې بېرته به بیا وسپارل شي او دیادو سیمو مالیه به داداري لګښتونو له ورکړې وروسته افغانستان ته ورکول کېږي ، خو ملاتړ او اداره یې یوازې په بریتانیې پورې اړه لري ، سربېره پردې دبرتانیې دولت دخیبر لېږد لارې درې انتظام چې دجلال اباد او پېښور ترمنځ پرته ده، ددغو سیمو له آزادو قبایلو سره دوستانه اړیکي ولري .
١٠- ددې لپاره چي دافغانستان امير وکولاى شي چي خپل ځواک وساتي او هم پورتنى شرطونه په رښتیني توګه ترسره کړي، دبريتانيې دولت ژمنه کوي چي هغه او د هغه ځاى ناستو ته به دهېواد داصلاح لپاره دکال شپږ لکه کلدارې ورکوي.
امیر ددغه تړون په پایله کې د کورمې سیمه ، د خیبر تاریخي دره، لنډی کوتل، سیبۍ ، پښین او کوږک سیمې د پرنګي پنجو ته ورکړې.
کله چې دغه تړون لاسلیک شو نو سرلوئيس کيوناري له امير يعقوب خان سره کابل ته راغى ، دا وخت يعقوب خان له تورې کوټې راوتی د سپینې کوټې بندي و، واک ټول له پرنګي سره و، دی لاس تړلی او د هغوی اوامرو ته لاس په نامه ولاړ و، نورې ټولي چارې سرلوئيس کيوناري تر سره کولې.
په دې باب د تاریخ په پاڼو کې لولو : يعقوب خان چي کله کابل ته ورسېد ، ايوب خان يي دهرات والي وټاکه او له هغه نه يي وغوښتل چي يوپلتن سرتیري ورته ورولېږي، ايوب خان سرتېري ورولېږل، سرتېرو ته په هرات کې ويل شوي وو چي تنخواه به په کابل کې درته درکړل شي ، سرتېري چي کله کابل ته ورسېدل له سرلښکر داود شاه خان نه يي غوښتنه وکړه ، څو تنخواه ورته ورکړي. داودشاه خان ورته وويل:”ستاسو غوښتنې حق دې ، خو اوس ټول اختيار له کيوناري سره دى ، هغه ته ورشئ او معاش ترې وغواړئ.” سرتېرو چي کله د کيوناري کور ته چي د کابل په بالاحصار کې و ورسېدل، نو کيوناري ګومان وکړچي ملت پاڅون کړى او سرتېري غواړي پر ده بریدوکړي، نو هماغه وو چې خپلو ساتندويانو ته يي امر وکړ چي په سرتېرو ډزې وکړي ، سرتېرو هم متقابلي ډزې پيل کړې ، يعقوب خان ډېره هڅه وکړه تر څو ډزې بندي شي، خوسرتېرو يي خبرو ته غوږ و نه نيو، په پايله کې د سرکيوناري په ګډون دسفارت ١٢٣ کسه ووژل شول. دا خبره سمدستې دهند وايسراى لاردليتن او جنرال رابرتس ته ورسېده ، انګريزانو دجنرال رابرتس په مشرۍ يو يوځ د لوګر له لاري افغانستان ته ورولېږه، يعقوب خان چي کله دانګريزي پوځ له برید نه خبر شو ، ځان یې رابرټس ته ورساوه، خو هغه ورسره په ترېو تندي خبري وکړي او بندي يي کړ. يعقوب خان د ١٨٧٩ ددسمبر په دوهمه نیټه له کابل نه هند ته ولېږدول شو او هماغلته دژوند تر پايه پوري استوګن و، ترڅو هلته مړشو او د هند د پنجاب ایالت په سرهند کې د حضرت مجدد الف ثانی د مزار تر څنګ ښخ شو.
د ګندمک ځمکه د امیر د بدرنګه تړون د لاسلیکولو له مخې سپېره خوله پرته ده او پر سر یې د امیر د لاس د شرم تورې جنډې رپېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.