“رنګونه او اغېز یې”دویمه برخه

لعل پاچا ازمون

562

۲ ـ رنګ د اسطوريي ارزښت په توګه
اسطوره یا سوچه افسانه د لومړنیو یا پخوانیو انسانانو لومړني فکرونه یا کیسې وې چې د یو شي په باب یې څرګندولې او عقیده یې پرې لرله او په طبیعي بڼه یې رامنځته کړې وې. ((… دلته تر ټولو مهمه خبره د انسان عقیده او باور دی، همدغه باور او عقیده د کلمو مفاهیمو ته روح ور کوي، پالي یې او نورو نسلونو ته یې د یو کیفی ارزښت په توګه وړاندې کوي، نو د دغه هر مفهوم او مانا تر شاه یوه کیسه پرته ده، هغه کیسه د خلکو له تجربو، باور او عقیدې را وتې ده، په هغه کې سپېڅلتیا او یو متحرک نقش ښکاري.
دلته یو بنسټز ټکی را څرګندېږي چې هغه کیسه يي توب یا حکایتي بڼه ده، نو: په حکایتي بڼه د خارق العاده بنیادامانو، او مافوق الطبیعي پېښو او د خلکو عقیدې چې د خپل وخت واقعیتونه وو، وړاندې کول اسطوره ده…)) ( ازمون، لعل پاچا، شعرپوهنه، ۱۳۹۹ل، ۳۶۷م)
(( اسطوره د روایت ( نکل، حکایت، متل…) په بڼه کې د خیال او واقعیت هغه ګډوله ده چې د خپلې زمانې پر مهال واقعیت او حقیقت و، یا د تېر مهال د انسان د ژوند ذهني تجربه ده، خو د وخت په تېرېدو سره په تخیل اوړي، دا یو مافوق الطبیعي حرکت دی چې د نوې زمانې د انسان له ذهنه لوړ دی. د نوې زمانې د انسان له ذهنه لوړولی هماغه تخیل دی چې اوس واقعیت او حقیقت نه لري، خو د خپلې زمانې واقعیت و. اسطوره هماغه پخواني واقعي نکلونه دي چې د پېښو کرکټرونه او اتلان یې خدایګوټي او خارق العاده بنیادمان دي.
د اسطورو پېښې او واقعیتونه د خپل مهال مذهبي ارزښت دی. پخوانیو خلکو ته همدغه ارزښتونه د ژوند د تهذیب ا برابرولو بنسټ و، همدا یې قوانین وو. خلکو پرې باور کاوه او د ژوند چارې یې پرې خړوبولې.
د ننني انسان په لاشعور کې دغه ټولې کیسې پرتې دي. هغه کسان چې له لاشعوره دغه مرغلرې را باسي، هغه هنرمندان دي. دغه هنرمن د انسان له پیدایښته یا له ادمه تر دې دمه په دغه اوږده سفر کې ګډ دی او لا مزل کوي. )) ( ازمون لعل پاچا، د ادبیاتو فلسفه، ۱۳۹۹ل، ۳۰۰م)
رنګونه هم پر ښکلاییز ارزښت او جوړښت سربېره اسطوره يي ارزښت هم لري، د هر رنګ په رګونو کې یو اسطوره يي روح پروت دی.
د بېلګې په توګه تاووس په رنګونو ښایسته دی، ددغه مرغه په باب ویل کېږي چې: طاووس –تاووس په سیستان ، مار په اصفهان او… ګوزار شول. د تاږوس پښې سپینې دي، وروسته تورې شوې، اوس چې دی کله ګډېږي پښو ته ګوري، زړه يې را ډک شي او په ژړا شي.
په ځینو اساطیري کیسو کې رنګونه د کیسو یا اساطیرو د رامنځته کېدو بنسټ ږدي، د کیسو روح، ژبه او بڼه رنګونه ځلوي. د بېلګې په توګه ( سور او سپین) دوه رنګونه دي چې د عیني تجربو له مخې د بېلابېلو څیزونو په څېرو کې راښکاره کېږي. دغه رنګونه د انسان د درک او حواسو له مخې پېژندل شوي دي. دغه رنګونه د یونان په اساطیري کیسو کې داسې راپېژندل شوي دي، (( شاتوت هم پخوا توت و، بیا وروسته یو وخت یوه مین چرته خپلې محبوبې ته د توت تر یوې ونې لاندې د لیدو دپاره وخت ورکړی و، کله چې دی په دغه ټاکلي وخت د ملاقات ځای ته راغی، نو هلته د ځینو نخښو په لیدو داسې ور ته ښکاره شوه چې محبوبه یې تر ده مخکې راغلې ده او دلته زمري خوړلې ده، دې خبرې داسې یو حال ورباندې راوست چې د توت تر دغه ونه لاندې یې خپله توره په خپل زړه کې ووهله او د هغې د پورته را ایستلو سره سم یې د وینو داسې فواره له زړه څخه په غورځېدو شوه چې په ونه پورې د توت ټولې سپينې دانې یې تکې سرې کړې ـ په دغه وخت کې یې محبوبه چې مړه نه وه تش د زمري له وېرې په ونو کې پټه شوې وه وه. هم راغله او چې په حال خبره شوه نو دې هم په دغه توګه له خپل مین سره ځان وواژه او ددغه مین د وینو رنګ دومره پوخ وخوت چې بیا ددغه نسل توت د تل دپاره سره شول او د شاتوت په نامه خلکو ونومول. )) ( درانی، دروېش، د پښتني ژوند کړه وړه، ۲۰۱۴ع، ۲۷ ـ ۲۸ م م)
په دې اساطیري کیسه کې د توت رنګ سپين او شاتوت رنګ سور ښودل شوی دی. د سپین او سره رنګ بېلګې په عیني بڼه وړاندې او محسوس شوې. ( سور) رنګ اوس د نورو مفاهیمو تر څنګ د قربانۍ په مفهوم هم کارېږي. د قربانۍ دغه راز د شاتوت په اسطورې کې ګورو. په ادب کې چې کله د قربانۍ خبره راځي نو هلته سور رنګ ذکر کېږي. د څیزونو په څېرو کې د سره رنګ عیني انځور د یو چا د قربانۍ او مینې نښه ده.
د دې بڼ له سرو غونچو پوښتنه وکړئ
چې د ګلو رنګ د چا د وینو رنګ دی
علي ګل پیوند
ستا په اننګو کې د حمزه د وینو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم
حمزه بابا
د اوبو پر ځای د زړه وینې به ورکړم
که محتاجه تراوت ته دا چمن شي
د ( زړه وینې) ذهن ته سور رنګ راولي.
ځینې رنګونه د بوټو، موسمونو او نورو رنګونو له ګډولې را څرګندېږي، په دغو کې یو هم بنفشه دی، د بنفشې پيدایښت هم اسطوره يي روح لري:
بنفشه غوندې مې شنې جامې اغوستې
په ماتم د یار وهم دو دسته مخ
خواجه محمد بنګښ
د بنفشې د پيدایښت په باب دا یو اسطورې روایت داسې دی چې (( کوم ځای د عاطف وینه تویه شوې ده. هغه ځای د بنفشې (بنوشې) بوټی ټوکیدلی و، د بنوشې ګل په سپرلي کې ړومبی ټوکېږي، ورپسې د سنبل او ورپسې د ګلاب ټوکېږي… )) ( فاران، فیصل، اساطیري تلمیحات په پښتو شاعرۍ کښې، ۲۰۱۵م – ۲۱۴ـ ۲۱۵م م)
په اساطیرو کې رنګونه د انسان نفسي تجربې او پوهه ښکاري، دا هغه څه دي چې له عیني واقعیتونو او تجربو وروسته په ذهني او نفسي تجربو بدل شوي دي چې بالاخره په افسانو یا کیسو اوښتي. دغه افسانې د انسان د تاریخ له پیله وړاندې زمانه راښيي. دغه نفسي تجربې له یو نسل نه بل نسل ته په لاشعور کې را پاتې دي او همداسې پسې مزل وهي.
د ژبې تر پیدایښته وړاندې همدا رنګونه وو چې په سېمبولیکه توګه یې د ټولنې او وګړو ترمنځ اړیکه جوړوله او پر دې یې خپل احساسات او جذبات خړوبول. یو بل یې سره پرې پوهاوه، مثلا د ښادۍ، بري، مینې، ویر، ماتم او… لپاره رنګونه علامتونه یا سېمبولونه وو. دغو سېمبولونو په مذهبي، کولتوري او دودیزه بڼه واوښتل.
( سپین آس) یو عیني موجود دی، دغه عیني موجود د بخت، فتحې او بري لپاره استعاره او سېمبول وګرځېد، د سپين آس اساطیري کیسه د خوب په تعبیر کې نغښتې ده.
دل دل سپين اس یا کچر دی چې استوريي کیسه لري (( …دل دل یو سپين کچر و دې سره یو خر یغفور نامي د مصر باچا مقوقص جناب محمد پاک ع ته ډالۍ کړی دی عبدالرحیم مجذوب هم نظم د بادر مرګ کې دل دل راځي ،یاروي چې کله شاه ادین تاترین ته ولوا سره درومي:
چې دل دل د پاسه سور دي شي ادین
دا پلاوين مو دي شي لاړ تر تاترین
د باقر مجلسي کتاب حیات القلوب کې لیک دي چې دغه دل دل د امیر معاویه وختو پورې ژوندی و، خو بل خوا ویلی شي دا د امام حسېن شهادت نه پس د هغه ایرانۍ بي بي شېربانو د ده د پاڅه کښېني او دواړه ورکیږي.
ویلی شي کله نمرود ماتې وخوړه او ترې تم شو نو څو ورځې پس یې اس بېرته راغی، نو د هغه مور سیمې رامس ولس ته وویل چې هغه به بېرته راځي، اریاوو کې دا رسم ډېر لرغونی دی چې څوک شهسوار به یې ووژلی شو، نو د هغه اس به یې سینګار کړو او وسله به یې پرې بار کړه په لویه لار به ورسره روان و او ماتم به یې کولو، د نمرود د تېښتې او ورکې نه پس به هر کال دغه رسم نمانځلی شو په اوسني وخت کې د ذوالجناح دود کې دغه شالید لیدی شي او د دل دل اساطیري حواله هغه دا چې شعر او پګاسس رایادوي.)) ((عطایي، محمد ابراهیم د پښتنې قبیلو اصطلاحي قاموس، ۲۰۱۵، ۱۴۹م)
(سپين پټکی) په پښتنې چاپېریال کې د عزت، روحانیت او درنښت لپاره سېمبول دی، په اساطیرو کې هم په همدغه مفهوم راغلی دی.
( سپین لباس) د معصومیت او پاکۍ نښه ده، په مذهب کې د پرېښتو لباس ښودل شوی دی.
په اساطیرو کې بیا سپینې جامې د عیسویت مذهبي جامه ده : (( هرکله چې یو څوک عیسوي کېږي، نو لومړی ور ته اصطباغ ورکړي، اصطباغ کې هغه مغرب ته مخ وکړي او شیطان نه د ژغورېدو اعلان وکړي، بیا یو یو حوض ته کوز شي هلته په تسلیت د ایمان پخلاوی وکړي، هغې نه پۍ ور ته دم کړي تېلو باندې مالش وکړي او سپینې جامې ور واغوندي، اصطباغ نه بغیر سړی کیټ جومینس ګڼلی شي، لکه څنګه جماعت اسلامي والا رکن جوړېدو نه وړاندې رفیق جوړوي عیسايي نه منلی شي، خو اصطباغ نه پس دویم دود د عشايي رباني وي، ویلی شي چې ښاغلی مسیح کومه وروستۍ ماسخوتنۍ خوړولې وه هغې کې یې حواریانو ته ويلي وو چې وخورئ وخورئ دا ډوډۍ زما بدن دی او دا جام زما د وینې نه ډک دی او دغه لویه قرباني ما د اولس د ګناهونو د بخښنې د پاره ورکړه. )) ( فاران، فیصل، اساطیري تلمیحات په پښتو شاعرۍ کښې، ۲۰۱۵م – ۲۸۳ـ ۲۸۴م م)
( سپين بیرغ) د فتحې او بري لپاره سېمبول دی، دغه د اساطیري شخصیت شاه بهرام په اسطوره کې داسې راڅرګندېږي چې دی به په وروستۍ زمانه کې له سوړې راوځي، دی هغه اسطوره يي شخصیت دی چې د ښکار او شعر هنرونه یې بنیادم ته ښودلي دي: (( … د غار زمانې نه راوتی سړی دی. کلکې او تار چې ددې تصور کلاسیک صورت دی، دا به کل جګ یعنې تیاره دور یا وروستۍ زمانه کې راځي چې ټوله نړۍ له ګناهونو ډکه وي، دی به په سپين اسپ سپور وي، سپین پټکی، سپین لباس، سپين بیرغ به یې وي او یوې داسې تورې سره راوزي چې د لکۍ دارستوري غوندې به پړقېږي. بابلي روایت کښې نمرود امرافیل بادشاه دی چې درې زره اته سوه کاله وړاندې یې په بابل واکمني درلودله، نمرود به یې ورته ځکه ویل چې مجرمان به یې د بابل د منارې نه لاندې اړتاول، کومه چې ده د سېلاب د خطره نه د بچ کېده ځای هم ګڼلو، ګنې هسې خو دا یوه رصد ګاه وه، دغه نامه نبرود ده چې یوناني کښې نمرود شوې ده، دا بادشاه د ایلم سدوم کموده ایډما زېبو ایم بېله بن کوش بن هام هم وايي، ده ته هنګرین اتل منیهر سررد اسن ماتې ورکړې وه، دی دلته نه په تېښته یولات ته لاړه. .. عبدالرحیم مجذوب مجمع الشیطان کې دغسې یوه واقعه د پشامني امریکي د استوګنو په حواله راوړي چې ما زوما نومې یې سردار و او ده ته خومیانو ویلي وو چې یو سپین خدایګوټی به دلته راځي او په موږ به بختور ټایږي
ما زوما ته نجومیانو
کاملانو غلامانو
څه دا شان دي فرمایلي
چې یې زړه کې و ساتلي
سپین دیوتابه اوس رادرومي
برکت به خلق مومي
دا به دوی لره نېک فال وي
خو چې سپین دیوتا خوشحال وي
پيغلې بېرته دي روانې
دي په زړونو کې شادانې
سپين دیوتا زیارت یې کړی
برکت یې دی راوړی
جرنېل نه کښنیژي غلی
مشورت یې دی بللی.)) ( عطایي، محمد ابراهیم د پښتنې قبیلو اصطلاحي قاموس، ۲۰۱۵، ۱۱۵ ـ ۱۱۶ م م)
(سپين سری) د سپين سري په باب یو اسطوره يي روایت دی چې: ذال له پيدایښته سپین سری و، ده ته يې بوډا ویلي، دده روزنه سپيدیو او سیمرغ کوله ، سپيدیو اصل سپين غر دی.
د سیکانو مذهبي مشر ګرو بابانانک په باب هم دا ویل کېږي چې د ی چې کله پيدا شو نو له ژړا سره سم د ښځو سترګې په یو سپین ږيري ماشوم ولګېدي، تعبیر دا و چې دی له ماشومتوبه له عقله پوخ و.
په اساطیريي کیسو کې راغلي کله چې د بنیادم نسل زیات شو، نو یو له بله له وېرې ډلې ډلې شول، دغه ډلې په قبیلې واوښتې. هرې قبیلې بیا ځانته د خپلې پېژندنې لپاره رنګ لاره.
رنګ نژادونه راپېژني، تور پوستي او سپین پوستي د رنګونو په واسطه بېل شوي دي. سپين رنګي، غنم رنګي، تور رنګي او… هغه نومونه دي چې له مخې یې د انسانانو څېرې او نژاد پېژانده شي.
کله چې د ځمکې پرمخ د انسانانو نسل زیاتېږي، نو خورېږي. څه غرونو ته ځي او څه په سمه کې پايي. آب وهوا او موسمونه د دوی پر څېرو اغېز کوي، دغه اغېز د دوی رنګونه ټاکي. رنګ دوی په لویه کچه او کورني لحاظ راپېژني. مثلا د اریایانو په باب مشهوره ده چې دا سره سپین خلک وو.
افریقايي وګړي چې په ځنګلونو کې پاتې شول، نو آب وهوا یې دبدن پوستکی تورشین واړاوه، اوس هغوی په تورپوستکیو پېژندل کېږي. هلته د ښایست معیار زیات توروالی او د غاښونو سپینوالی دی.
د دروېش د ( نسلي کرکه) تر نامه لاندې په یوه شاعرانه نظم کې د نژاد د توپیر انځور داسې وړاندې کړی دی:
په ښوونځي کې هغه وخت د دې تور پوستي هلک
سترګې په اوښکو تش له دې کبله نه وې ډکې
چې څه سیايي پر خبل لباس چرته له ده شوه تویه
او په لیدو یې اوس استاذ ور ته غصه وکړله
بلکې پر ده باندې چې کوم شي اغېزه وکړله

هغه و دا چې له سپین پوستو یو هلک ولاړ شو
هغه استاذ ته ویل: ده ته غصه نه ده پکار
چې په کوم شي یې دغه هسې دی لباس تور شوی
هغه سیایي نه ده د ده دخپل بدن خوله ده
باید دی و نه ګڼې ګرم، دا یې د تن خوله ده

لکه دا پوست چې یې تک تور دی، موږ هر یو یې وینو
تر دغه پوست لاندې یې غوښه ده کټ مټ دغسې
نه پکې سور رنګ شته نه سپین، نو له همدې کبله
چې یې له غوښې زېږي وینه تر سیايي توره وي
خوله یې نه شي کېدای سپينه، تر سیايي توره وي. ( درانی، دروېش، څراغ پسې څراغ، ۲۰۱۸ع، ۷۳ ـ ۷۴ م م)
تور رنګ دلته د خوارۍ او ځپلو دی، سور او سپين د تازګۍ، انرژۍ او خوښۍ رنګونه دي چې د بدن پوستکی سپین مست او خوشاله ساتي. تور پوستي د سره او سپین رنګ څکه نه ده کړې.
رنګونو د انسان په خوی او خبرو هم اغېز کوي، هغه وینا چې وروستي حد ته رسي، هغه رښتیني وي. رښتینې وینا سپینه وي. د وینا یا خبرې لپاره د سپينې ستاینوم تر تجربو وروسته ټاکل شوی دی، دغه تجربې د انسان د عمر زیاتېده او پخېده ښيي. د ژوند مزل راښيي چې له ګڼو تودو سړو سره مخ شوی دی.
سپينه خبره هم تر ډېرو خبرو وروسته راڅرګندېږي. پر مخ سپين ډکي د ژوند د تجربو یوه پخه دوره یا پړاو ښيي. سپينه خبره له هر فرېب او دوکې پاکه وي.
په اساطیرو کې سپين د بري او تور د غم ویر او پرځېدنې په مفاهیمو کارېدلی دی، یوه اسطوره ده چې : ((…پر یوه خطرناکه سفر د روانېدو په وخت د اتن نامتو اتل تېسي ټس پر جهاز باندې تور بیرغ رپېږي او پلار یې چې ددغه ځای پاچا دی، یو سپين بیرغ هم ورکوي او ور ته وايي چې که په خپل مرام کې بریالی شوې، نو د بېرته را روانېدو په وخت به تور بیرغ له جهازه لرې کوې او دغه سپين به ورباندې څړوې ـ خو دی چې بری مومي نو د بېرته را روانېدو په وخت یې د خپلې لا پرواهۍ له کبله د بیرغ بدلولو ته پام ور وانه وړي ـ کله چې خپل بندر ته را نږدې شي نو پلار یې چې د هرې ورځې په شان نن هم د یوې هسکې پرښې له سره د هغه د راتګ لاره څاري، پر جهاز باندې تور بیرغ په رپېدو ویني او دا یې یقین کېږي چې زوی یې سر خوړلی دی ـ دغه غم د هغه د پاره داسې تر زغم وتلی یو ناورین وي چې سمدلاسه د ځان وژلو په نیت ځان سمندر ته غورځوي او د اتل لا پرواهي دارنګه یوه لویه غمیزه رامنځته کوي.)) ( درانی، دروېش، د پښتني ژوند کړه وړه، ۲۰۱۴ع، ۳۹م)
(توره اوږده شپه) توره اوږده شپه پر نورو تعبیرونو او ځیرونو سربېره یو اسطوره يي روح لري، دغه اسطوره یي روح د تورې شپې کیفیت راسپړي:(( په هندي اساطېرو کې یو دود دی چې پنځه ورځې وي، لومړۍ شپې ته کرشنا یکشا ، یعني توره شپه او وروستۍ ته شکلا پکشا یعني روڼه شپه وايې. د پکشا اړیکه د پښتو له شپې سره ده. شکلا راڼه راځي، روڼ نه مطلب سپین دی. له پښتانه سره د ښکلا یو معیار هم سپین رنګ دی. شکلا په اوسنیو پښتو کې ښکلا شوې ده ، دغه دود له اره د سپوږمۍ سره تړلی دی ، د سمیري تهذیب کې ( موږ د سوایل لا رسم کې وینو چې هغې به د سپوږمۍ د بیا راختلو او رڼا خپرولو دعاګانې پّ اوچت لاس غوښتی شوې
قطارونه قطارونه مومبتۍ دي چراغونه
په محل کې بلیدلي دیوالي معلومیدلې)) ( فاران، فیصل، اساطیري تلمیحات په پښتو شاعرۍ کښې، ۲۰۱۵م، ۲۰۲م)
په اساطیرو کې خضر یاد شوی دی، خضرپه لغوي ژبه شین رنګ ته وايي. خضر په آب حیات پسې ورک و.
( چندڼ) هغه بوټی دی چې د ادب په دنیا کې په تشبیهي او استعاري بڼه انځور شوی دی، چندڼ یو اسطوره کیفیت او روح هم لري:
(( د چنډن په باب دوه تصوره دي( یو دا چې کله د شیوې ونه سل کاله شي، نو منځ کې يې یو خاښ تک سپین راوځي چې خوشبو به وي، دا ځنډن وي او بله دا چې کله د ملیې ونه سله کلنه شي، نو دا په چنډن بدله شي او یو قسمه خوشبويې داسې خپروي چې شیشنا ورته راوځي، شیشناګ هغه مار دی چې سل کالو وي او دی هم خپل شکل بدلوی شي، دغه هندي اسطوره عربي ته هم تللې ده، هلته دا تصور دی چې پيری د مار په شکل راځي.
تورې زلفې دې په سپینو لیڅو زانګې
ښآماران دې د چنډنو په ښاخونه
که موندی شوې خوشبوي په خوش بولي کې
پروت به نه و په چنډن باندې ښامار
عبدالرحمن مومند …)) (فاران، فیصل، اساطیري تلمیحات په پښتو شاعرۍ کښې، ۲۰۱۵م، ۱۷۲م)
خوشال بابا هم چندڼ په تشبیهي بڼه ذکر کړی دی:
تورې زلفې دې په لېچو باندې زانګي
ښه ماران دي د چندڼو په ښاخونه/کلیات، ۱۹۰
كښېنه په انګړ كې مخامخ چې درته ګورم
تور لونګين، دواړه چندڼ هار په سينه ټال كړه/کلیات، ۲۱۵
(نرګس) نرګس سپین او زیړ رنګونه لري، د دغه ګل په باب یوه اسطوره ده چې ( دلته د بنوشې شنې جامې او ماتم دغه فریبجنه اسطوره خپل شالید کې لري، فریبجنې اسطورې اغیزې په بنی اسرایل هم پریوتي . څنګه چې به د هاتف منونکو ګلانیانو د هغه ماتم کې کال په کال ځان په زنځیرانو او چاقو ګانو وهلو، سمېري ښار انګاش هم دغه قسمه رسم کې د هیجړا توب ښکاره کیدونکي ګلایبانو لوی مرکز و، چې کله به داسې بېل منوونکو دې ماتم کې د ځان نه شي پرې کړه نو دا به لوی کار ګڼلی شو او دا سې خلک به د دیبدي د ډیورۍ بت وینځی شو دا ځکه چې د واړه په وخت کې د ایټیس د پلار ایګیټیس نه صوفی پریکړې شوې وه او ایټیس هم ځان نه سوځوي. دغسې خسقل نبي په دور کې به د اسرایلو ښځو هم د هغه ماتم کولو ، دغسې یوه ډله اوس هم دغسې ماتم کال په کال د شهرانو یاد کې کوي. په چړو ، زنځیرانو ځان وهي، او ځان ژوبل کوي. لرغونې زمانه کې به د اشتر منونکو هم د ځان نشي پری کړه او بره به يې لړه کړه . د دوی ته به ښځو کپړې جامې واچولی شي او منظر کې به يې بیا ژوند کولو . د هیجړا د تقدس خبره ددغه مخه تر اوسه را روانه ده او د دوی ښېرو نه هم خلک ويرېږي…
نرګس ستا د سترګو هسې شو ناتوانه
چې له ډېرې عاجزۍ په امسا ګرځي
کامګار خټک
نرګس یوناني اساطېرو کې د مرګ او فنا علامه ده ، لرغونو یونانیانو په اوبو کې عکس لیدل، سپیره ګڼل. ایرانی روایت کې هم سپین نرګس د رنځورۍ نښه کڼلی شي، نرګس دوه قسمه دي، سپین او ژیړ. سپین داسې وي لکه چې انساني صفره پکې جوړه شوې وي…کله زیوس نارسیس او پخپل عکس يې مین کړو نو دې چې یوه ورځ د خپل عکس د ښکلولو هڅه کې ژورې چینې ته وغورځېد او بیا د سپین نرګس په صورت را ټوکېده…)) ( فاران، فیصل، اساطیري تلمیحات په پښتو شاعرۍ کښې، ۲۰۱۵م، ۲۰۱۵ ـ ۲۱۸ م م)
(تور عنبر) تور عنبر یو خوږلن لرګی دی، په اساطیرو کې داسې ذکر شوی چې دا به يې سپوږمۍ ته لوګی کاوه ، باور دا و چې د ده لوګی له زیانه بچېدل وو.
(سنګ پاریس) یو قیمتي کاڼی دی چې اساطیري روح لري، دغه کاڼی په ادب کې په بېلابېلو تخیلي او تصویري بڼو راغلی دی.
دغه کاڼی هم له رنګه پيژندل کېږي. رنګ يې سور یا قرمزي دی، د ښيښې په څېر روڼ ، د زرو هومره درون دی. (( مایعې کې نه ډوبېږي. اور کې نه سوځي، دا کاڼي په تصوف کې د شعور بدلون د فن معنویت او د شخصي تکمیل نښه ده . ددې موندنې نه لویه کارنامه Majnum ophus وايې : ویلی شي چې سنګ پارس چې څه سره وموږلی شي، نو هغه څېز نه هم سره زر جوړ شي، ګویا د کمیسټري له رویه ددې کاڼې مثال د کټلسټ دی. د نورو دهاتونو نه د سره زر جوړیدو تصور د بابلي دور نه هم د وړاندې د یادګار اسطوره ښکاري چې کله د تانبح سره ګډون کانسي جوړه شوې او بیا کانسې بزرګ دهات ومنلی شو او دې نه پس دا خیال عام شو چې دغسې سره زرهم جوړیدی شي…
لغوی مانا يې توره ځمکه ده ، دا به لرغونو کیمیا ګرو خپله اصطلاح کې د مصر هېواد ته ویل ، ځکه چې نیل دریا په توره لحه جوړوله )) ( فاران، فیصل، اساطیري تلمیحات په پښتو شاعرۍ کښې، ۲۰۱۵م، ۱۷۹م)
( سور هندي او سپین پوستی ): دلته سور هندو او سپين پوستی دوه بېلابېل شخصیتونه دي چې رنګ یې راپېژني، په تاریخي روایاتو کې هغه مهال چې امریکا لاندې کوله نو سره هندیان د امریکا اصلي اوسېدونکي وو، اروپایانو دا ټول ورک کړل، سپین پوستي همدا اروپایان وو، دروېش دراني د عیسوي مبلغ لاس کیس له خاطرو نه لیکي : (( (( عیسايي مبلغ لاس کیس له کولمبس سره دهغه په لومړي سفر کې امریکا ته تللی و، هلته چې سپین پوستو اروپایانو د دغې خاورې د لاندې کولو په وخت، د هغې په اصلي اوسېدونکو( سرو هندیانو) څنګه لوبې کړي وې، ده یې ځینې په خپلو خاطراتو کې خوندي کړی دي…)) ( درانی، دروېش، څراغ پسې څراغ، ۲۰۱۹ع، ۱۴۶ـ ۱۴۷ م م)
ده له سره هندیانو سره د سپین پوستو دغه چلن نظم کړی دی:
(( یو سور هندی چې به یې ولید را روان پرلاره
یوه سپین پوستي به دا بل ته ویل شرط لګوو
د دې دپاره چې څرګند کړم زور د خپلو مټو
زه ستا په مخکې یو دروند کار په خپله توره کوم
پر دې سړي یکې یو وار په خپله توره کوم

په دغه وار که هغه داسې شو پر منځ دوه ځایه
چې یوه برخه یې یو مخ شو له دا بلې بېله
بیا نو دا لوبه ما ګټلې ده پکار ده چې ته
د لوبې دا رنګه ګټل زما کمال وګڼې
ورباندې ایښی مال هغه دم زما مال وګڼې

خو که دا وار یې وجود دارنګه دوه ځایه نه کړې
د تن یوه خوا یې پوره له بلې بېله نه شي
په یو څه غوښه لاوي دواړې پر له پورې پاته
بیا به نو ستا مخته ځان نه بولم ښاغلی دلته
تا به رښتیا وي دغه شرط له ما ګټلی دلته

په دغه رنګ چې به دا سره هندیان پر خپله مځکه
تل پر یوه یا بله لار وهل کېدل په تورو
نو د چا تن به شو دوه ځایه، خو د چا هغه به
نیم پرله پورې و او نیم به ځله پرې پاته شو
دی به د خوږو په ګرداب کې بې اسرې پاته شو)) ( درانی، دروېش، څراغ پسې څراغ، ۲۰۱۹ع، ۱۴۶ـ ۱۴۷ م م)
دغه موضوع یې په یوه بله لوبه کې هم وړاندې کړې ده:
)) چې ترې سپین پوستو انسانانو مځکه ونیوله
نو سره هندیان ددغو نویو بادرانو له خوا
شول مخامخ د ډول ډول عذابونو سره
دا عذابونه اسمان بل چېرته لیدلي نه و
په تمام عمر يې یو ځل چېرته لیدلي نه و

شو به حیران چې دوی سپین پوستو به کړل سپی ورخوشې
د سرو هندیانو په یوه یا بله ډله پسې
لکه لیوان چې د څارویو په رمه ورګډ شي
داسې به دغه سپی هم زغرده په خپل کار لګیا شول
خلکو به چیغې کړې چې دوی به يې په ښکار لګیا شول

په دغه وخت کې چې به کوم سپی تر دا نورو سپیو
ددې سپین پوستو نندارچیانو د ټولی په مخکې
دغه په سرو وینو لړلې چار کړه ښه ترسره
نو به هغه د دوی په خیال و د انعام حقداره
خو چې کوم سپی به دا مهال و د انعام حقداره

هغه ته دوی انعام له خپله ځانه نه ورکاوه
ددغه کار لپاره وه د سرو هندیانو غوښه
او دغه غوښه به د لوی وګړي غوښه نه وه
دوی به د تي یو ماشوم وکوت چې دا سپی يې وخوري
چا به ور وغورځاوه داسې چې ژوندی يې وخوري)) ( درانی، دروېش، څراغ پسې څراغ، ۲۰۱۸ع، ۱۶۹ ـ ۱۷۰ م م)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.