پانګوالي او خاني د فکر تولیدونکي

پوهاند لعل پاچا ازمون

693

پانګوالي او خاني د فکر تولیدونکي(لومړۍ برخه)

پانګوالي او خاني د انسان د ذهني ودې او پیاوړتیا په برخه کې اغېزمنه ده. د فکر تولید ارام ذهن غواړي، ارام ذهن په ځان بسیاینه کې نغښتی. ځان بسیاینه په سوداګرۍ او خانۍ کې نغښتې.

هغه کسان چې د سوداګرۍ او خانۍ په نغري را لوی شوي وي، ژوند یې بسیا او پخپلو پښو ولاړ وي، د هغوی ارام ذهن د فکر د تولید لامل ګرځي.

په اروپايي کې د پانګې او پانګوالۍ د پاتې کېدو یو بنسټ دا و چې: د هرې پانګوالې کورنۍ پانګه به د کورنۍ پر غړو ویشل کېده نه، بلکې د کورنۍ مشر ته پاتې کېده. مور به د کورنۍ کشران غړي له مشر سره د سیالۍ لپاره کسب وکمال ته هڅول. په دې توګه به پانګه سلامته پاتې کېده. پانګوالو به د ادب او علم د غوړېدا لپاره له خپلې پانګې لګښت کاوه. په دې توګه دوی وکولای شول چې د اروپا د خلکو اقتصاد پیاوړی کړي او هم دوی په معنوي لحاظ ورسوي.

د نړۍ زیاتره هېوادونه دا هڅه کوي چې په خپلو پښو درېدا او ځان بسیاینې لپاره  داسې صندوقونه جوړ کړي چې هغه د خپل هېواد د مالي ملاتړ او پر ځان بسیاینې په موخه وي، د هېواد هر وګړی غواړي چې په دې صندوق کې له خپل وس سره سم ونډه واخلي.

د یوه هېواد د مالي وضعیت پیاوړتیا د وګړیو په ګډون کې نغښتې، د مالي وضعیت پراختیا او پیاوړتیا د فرهنګ په ودده او پرمختګ کې بنسټیزه ونډه اخلي.

مالي او اقتصادي پیاوړتیا معنوي دنیا ابادوي. د فکر تولید په ولږه نه په ماړه ژوند کېږي. انسان باید له مالي پلوه له ستونزو سره لاس وګرېوان نه وي، دی باید له دې پلوه غني وي چې ذهن یې کار وکړي او د فکر په تولید بوخت شي. پښتو کې یو متل دی چې: یو له لوږې مړ کېده بل یې تر سر لاندې ډوډۍ لټوله.

تر سر لاندې ډوډۍ لټول د ژوند ، فکر او مانا خبرې دي. ژوند په ولږه نه شي، د ژوند ماشین په خوراک او څښاک چلېږي. کله چې خوراک او څښاک وشي، نو د انسان مغز ارام وي، د ډوډۍ یا لوږې فکر ور سره نه وي، دی په ارامو مغزو فکر تولیدولی شي.

هغه کورنۍ چې له غربته په امان وي، کولای شي چې په مړه خېټه د فکر د تولید جوګه شي.

د دنیا په هر ګوټ کې داسې کورنۍ شته چې هغوی له مالي پلوه شتمن دي، شتو یې دوی ددې جوګه کړي چې د ژوند د رنګنینو او فکر د تولید لپاره کار وکړي. لنډه دا چې په وږي نس فکر نه تولیدېږي. که ددنیا لوی شخصیتونه او مفکرین وګورو نو زیاتره پرته له کومې استثنا مالي شتمن وو، پانګوال او خانان وو. یا په پانګوالې او خانې کورنۍ کې را لوی شوي وو، دوی د مالي شتمنیو په بنست علم او هنر ته کار کړی دی.

بل هغه کورنۍ چې له مالي تنګلاسۍ، فقر او بې وسۍ سره مخ نه وې، هڅه یې کوله چې خپلو بچیانو ته د زده کړې اسانتیاوې برابرې کړي.

په پښتو کې هم یو متل دی چې: یو یې ګټي سل یې څټي. د سلو د څټلو خبره همدا وه چې په کورنۍ کې یو کس چې مشر به و، کار یې کاوه،  ژوند سهولتونه یې برابرول، دده د کار له برکته نورو زده کړله کوله.

له اروپايي ټولنې سره د پښتنو کولتوري توپیر دا دی چې پښتانه د پلار په ژوند خپله د پلار له خوا او یا د پلار له مرګه وروسته د نورو پنځو کسانو له خوا بېلېږي. دا چې د دوی اقتصادي وضعیت هم کمزوری کېږي، یو لامل یې دغه وېش دی، خو یو څه چې په دې وېش کې شته، هغه د مشر برخه تر نورو غوښنه وي. یعنې په وېش کې سربېره پر خپلې برخې مشرانه هم لري، په دې مشرانې بیا هم لکه د اروپا په څېر پانګه په خپل ځای نه پاتې کېږي.

اوس راګرځو دې بحث ته چې: په ټولیزه توګه یو شمېر هغه کسان او کورنۍ چې پانګوال دي او یو شمېر هغه چې ځمکوال یا خانان دي، هغوی د پوهې او هنر په برخه کې اغېزناک او ګټور تمام شوي او که نه؟

زموږ په ټولنه کې یو فکر دا و چې د بې وسه یا غریب اولاد لایق وي. بې وسي او تنګلاسي د فکر کولو جذبه او ځواک اخلي. هغه کسان چې بې وسه او تنګلاسه وي، هغه په دې فکر کې وي چې څنګه یوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړم، په دې برخه کې استثنا شته، خو هغه کسان چې د مړۍ ګټلو فکر یې پانګې اخستی وي، هغه د ژوند له اسانتیاوو برخمن وي، دده ذهن ارامه وي، ارام ذهن ژور فکر تولیدوي، خو تنګلاسي او فقر بدبختي زېږوي.

په دنیا کې د فکر د تولید وتلي خلک د پانګوالۍ او خانۍ له لارې شهرت او دریځ ته رسېدلي دي. بوکاچیو، خوشال خان او د اوسنۍ زمانې عبدالغفار خان ( پاچا خان)، غني خان، محمد صدیق پسرلی، طاهر اثر اپریدی او… یادولی شوو.

په پښتو کې امیر کروړ چې د واکمنۍ خول یې پر سر ګرځاوه، دغه دریځ  ته هم د خپلې هستۍ او شتو له لارې رسېدلی و، په سیمه کې یې زیات شهرت لاره، نو دغسې کس د پښتنو د بیدارۍ او خپلواکۍ لپاره له غوړ ستوني د ننګونې ناره را ویستله. د ده پر سر دبسیا ژوند سیوری ګرځېده، شتو یې خبرې او ننګونې کولې.

زه یم زمری په دې نړۍ له ما اتل نسته     په هندو سیند و په تخار او په کابل نسته

بل په زابل نسته                   له ما اتل نسته

په اروپا کې د بېلګې په توګه د دې خبرې  پخلی او زبات نوموتی جیوواني بوکاچیو( ۱۳۱۳ ـ ۱۳۷۵م) کوي.

دی په پاریس کې وزېږېد، پلار یې د فلورانس و، له دانته سره یې دوستي وه، په څوارلسمه پېړۍ کې د ایټالیا په ادبي کړیو کې یاد شخصیت و.

د بوکاچیو د مطرح کېدو او استعداد په غوړېدو کې دده د سوداګر پلاره ونډه وه. که څه هم له ادب سره یې له ماشومتوبه مینه وه، خو پلار یې دی په ماشومتوب کې د لاتیني ادبیاتو د مطالعې پر ځای سوداګرۍ ته وهڅاوه. په سوداګرۍ ښه پوه شو. په دې پوهه او تجربو  دی د سوداګرۍ په ګټه وټه ښه ورسېده. طبیعي خبره ده چې په لومړیو کې یې تاوانونه هم وکړل خو په تاوان کې یې بیا ګټه هم وکړه. هغه ګټه یې دا وه چې په سوداګرۍ پوه شو.

سوداګرۍ دده د شخصیت په پالنه او روزنه کې کارنده ونډه واخسته، د همدغه ښه ژوند له امله دی په پنځو کې یاد شو. د شتو او سوداګرۍ په برکت چې د نس له زور او د لوږې له اوره په امن کې شو، نو هغه فرهنګي تومنه چې دده په وجود کې وه، را څرګنده شوه او په مړه خېټه یې د ژوند وروستي کلونه په ناپل کې تېر کړل.

بوکاچیو خوشاله او سوکاله ژوند لاره، د خپل خوشاله او بسیا ژوند پر مټ یې نوي باورنه رامنځته کړل، ده دا هم غوښته چې د ولسي اتلانو نکلونه چې په ټولنه کې یې زیات شهرت لاره، وځلوي. په همدې موخه یې د هومر الیاد او ادیسه په لاتیني ژبه کړه، دې سره یې لاتیني ژبه هم پخه کړه، خو خپل افکار یې په ایټالوي ژبه لیکل.

په پښتو کې د خانۍ له نغري را الوتې سپرغۍ خوشال دی، خوشال ( ۱۰۲۲ ـ ۱۱۰۰هـ ق) خانۍ پر چرګۍ را لوی شوی دی، پر سر یې د ملک اکوړي او همداسې د یحیی خان او شهباز خان د میراثي خانۍ سیوری ګرځي، خوشال په مړه خېټه او شتو کې د رزم او بزم خبرې کوي. دده ژوند بسیا دی، ذهن یې د فکر د تولید اوخیال مرکز دی، په سیمه کې یوې لویې خانۍ کورنۍ ته منسوب دی، د دسترخوان او ډوډۍ سړی دی، پښتو او پښتونواله دواړه پالي. د همدې هستۍ له برکته یې ذهن را ټول او فکر یې منظم دی. د ده منظم فکر د پښتو د اب وتاب لپاره کار کوي او په پښتو یې چې د ارام ذهن او فکر له برکته کله شعر بیان کړ، نو دا دعوه یې په ځوکۍ کېنوله چې د پښتو ژبه به اوس په اب و تاب شي، ګنې پښتو خو لا بکره پر ته وه، خو چې دی راغی نو دده فکر یې له مخه پلو واخسته، پښتو ته یې د را ورتي د وینا له مخې شاوخوا ۲۵۰ کتابه په ځولۍ کې واچول. د ژوند له ډېرو کړاوونو سره مخ شوی دی، خو د خېتې تر اغېز لاندې نه دی راغلي. مستي هم په ډکه خېته او شتو کېږي، خوشال شتمن و، سولي یې مړه وه، چرت یې برابر و، برابر چرت یې وجوړ په حرکت او مستۍ را وسته. رزم او بزم یې دواړه د شتو او خانۍ له برکته وو، له همدې کبله یې خبره نېغه کوله، د چا پروا یې نه ساتله، خبره یې هم خبره وه.

تا پخپله سپینه خوله خوشال ته ور کړه

ګنې دی د سروکو شونډو ښکلول څوک

زه خوشال کمزوری نه یم چې به ډار کړم

په ښکاره نارې وهم چې خوله یې را کړه

په ښکاره نارې وهل، د شتمن او هستمن انسان کار دی، دی په هر لحاظ شتمن او هستمن و، د همدې هستۍ او شتمن ژوند په برکت یې دا ناره وهله. له ده سره ددغې نارې هر ډول توان او وس و.

شتمني انسان له ټيټ سرۍ او دبل در ته له لاس اوږدولو ژغوري، هغه کسان چې د خانۍ او سوداګرۍ په غېږ کې را لوی شوي او یا یې خپله دا کار وبار کړی وي، د هغوی سولی او سترګې مړې وي، په رواني لحاظ دغه ډول خلک دنیا په لته وهي، خوی موړ وي او د ماړه خوی له مخې خپله خبره نېغه کوي. دغه ډول خلک په ټوله کې د ملت جوړونې او لویو چارو رهبران وي، غوښتنې او هیلې یې لوړې او د خپلو خلکو دهوساینې او بسیاینې لپاره وي. د خوشال خان فطرت او طبعه مړه وه، د یو مړه خوا انسان په توګه یې ژوند کاوه، سترګې یې مړې وې، هر څه یې د خپل قوم او ملت لپاره غوښته.

مغولي دربار که هر څومره دا وسه وکړه چې د خوشال ګوزګوری کړي، پر دې و نه توانېده. د رنتبهور غوندې شاهانه یې له خپلو خلکو او سیمې نه د لري والي او مغولي دربار ته د سلام اچولو په پار زندان بلله.

خوشال خان د شتمن او په ځان بسیا انسان په توګه په ټولنه کې وږ سترګي، واکمنان، خانان او او کمزوري خلک نقدوي:

ملکان خانان یې کل  واړه خران دي

عالمان شیخان یې واړه جاهلان دي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.