د ازادۍ شپېلۍ

لعل پاچا ازمون

177

زخم ته شنه مرۍ مې جب نه واخله
توره سره شنه پټۍ مې جب نه واخله

چې ستوماني د هجر ودې باسي
یو څو خوږې لنډۍ مې جب نه واخله

که زما سترګې شوې بچیه پټې
د آزادۍ شپېلۍ مې جب نه واخله

زه در نه ځم او ته دې خپل امانت
سپینه هغه خولګۍ مې جب نه واخله

ما تا ته دا دنیا دنیا نه پرېښوه
همدغه دوه روپۍ مې جب نه واخله

که بله هېڅ توره مې کړې نه ده
د کتابو لړۍ مې جب نه واخله

تا ته مې پرېیښی دا سوغات دی د وخت
د ګلابو کلۍ مې جب نه واخله
چې هنګامه د قربانۍ توده شي
تورو تمبو کړۍ مې جب نه واخله

کړې وعده درنه ناوخته نشي
د پلار د لاس ګړۍ مې جب نه واخله

که زمانې! سر ته مې دار نه لرې
د خوږ اشنا کمڅۍ مې جب نه واخله

ازمونه ټول خواږه په سترګو کې دي
راځه همدا نړۍ مې جب نه واخله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.