ایجادي ادبیات د شعور او لا شعور زېږنده دي

ليک: پوهاند دوکتور لعل پاچا ازمون

245

پر ایجادي ادبیاتو بحث تحلیلي او څېړنیز ادبیات دي چې شعور پکې لاس لري. دلته لیکوال په شعوري توګه هڅه کوي چې د ایجادي یا تخلیقي ( تخییلي ـ تصویري) ادب بېلابېلې خواووې را وسپړي او ویې شني. دلته د شعور پر موادو عقل کار کوي، لیکوال د خپلو خبرود زبات او لاسوند لپاره له تعقله کار اخلي.
تخیلقي یا ایجادي ادبیات هغه ادبیات دي چې له ذهنه بهر توکي د ادراک له لارې د لیکوال یا شاعر د خیال، تخیل، صور او تصور دنیا ته سپارل کېږي او هغه پرې خپلې عیني، ذهني او نفسي تجربې تر سره کوي، ددغو تجربو څرګندول او پایله تخیيل او تصویر دی. په تخییل او تصویر کې د لیکوال یا شاعر تفکر او تعقل د لیکنې روح او ژوند برابروي.
تخیلیقي یا ایجادي ادب د لیکوال او شاعر لاشعوري او شعوري هڅه، عینیت او ذهنیت دی. الهام له عیني او ذهني نړۍ سره په رابطه کې په لاشعور او حافظه کې پراته توکي را ژوندي کوي او په حرکت یې راولي، الهام زور نه بلکې خیال دی چې ناببره د لیکوال او شاعر حواس، ذهن او نفس را پاروي چې دې برخې ته د ( امد ) نوم هم ورکړل شوی دی. (امد) هغه خیال دی چې پر ذهن او زړه ناببره راورېږي او حواس را پاروي. که په دې شېبه کې د شاعر او لیکوال حواس بیداره او ویښ وي، اغېز پرې وشي، نو له دغه ورښته یې جام ډکېږي او په مورګو یا څنډو یې اوړي، دغه اوښتل توکیو ته ژبه ورکوي او ځان په لفظونو کې را نغاړي، که حواس بیداره نه وو، اغېز پرې و نه شو، نو په هغه شېبه کې لکه خوب هر څه پوپنا کېږي.
الهام له لاشعوره د لیکوال په ذهن کې واقع وي. تصور او تخیل را پاروي او پر ذهن اغېز ښندي. دغه اغېز ښندنه او پارونه تخیلقي ادبیات دي.
په خوب یا خیال پسې بیا ګرځېدل د شاعر او لیکوال الهامي اغېز او شعوري هڅه ده، دغه هڅه بیا خیال او صور نه دی، بلکې تخیل، تفکر او تصور دی. په تخیل، تصور او تفکر کې د لیکوال شعوري هڅه او الهامي پارونه یا اغېز ښندنه شامله ده. لیکوال غواړي چې پخپل تخیل او تصور د حافظې او عیني نړۍ محسوساتو او توکیو ته ژبه ورکړي. په حرکت یې راولي، تخییل او تصویر یې وړاندې کړي.
په فکر پسې هڅه او ګرځېدل تفکر دی، فکر طبعي او تفکر مصنوعي وي، په هر څه کې فکر موجود دی، لا شعور فکر د الهام له لارې په خیال او صور په طبیعي بڼه وړاندې کوي چې دې ته پخوانیو (امد) هم ویلې. دلته پر لیکوال الهام ورېدلی دی. دغه الهام داسې خوږ انځور شوی لکه په مېوه کې خپله طبعي خوږلني یا غذاییت
راځو په شعوري توګه له هنر او ادبه د وسیلې په توګه کار اخستو ته:
لومړی ـ که لیکوال یا شاعر په ورک خیال او صور پسې خپل تخیل او تصور غځوي او هغه د طبیعت په عیني او حسي توکیو یا ذهني تجربو کې پیدا کوي، دده دغه هڅه شعوري ده، خو پاورنه او اغېز ښندنه یې الهامي ده. دې ته پخوانیو (اورد) هم ویلې. دلته د لیکوال تصور او تخیل په شعوري توګه او هڅه تخییل او تصویر وړاندې کړی دی. په دې انځورونه کې مفکوره په طبعي بڼه په تخیل او تصور کې وړاندې شوې ده. هنریت او ادبیت روغ پاتې شوی دی. لکه د حمزه بابا په دې بیت کې
ځیر دې یم زلفو ته د مخ په تمه
زه له هندوانو نه کشمیر غواړم
دویم ـ د یوې مفکورې د وړاندې کولو لپاره په شعوري توګه له ادبیاتو د وسیلې په توګه ګټه اخستل: ادبیات دلته د مفکورې لپاره یو لوښی دی. مفکرین یا ناظمین په شعوري توګه هڅه کوي چې ادب د مفکورې لپاره وسیله کړي. دغه وسیله د هنر رنګ پیکه کوي، هنریت او ادبیت له منځه وړي. شاوخوا پنځلس کاله وړاندې د سلطاني په نوم یو کس د افغانستان تاریخ په نظم کې لیکلی و، دده دا حرکت شعوري و، د تاریخ پېښې یې د نظم پر ځمکه لیکلې وې. د علومو لپاره له ادب نه د وسیلې په توګه کار اخستل د تخیل او تصور قوه وژني، مصنوعي ادبیات دي خو هنریت اوادبیت نه دی.
پایله دا راوځي چې د تخیلقي ادب په رامنځته کېدو کې لاشعور او شعور دواړه ونډه لري، الهام خیال دی او په خیال پسې ګرځېدل تخیل دی. الهام د لیکوال په ذهن کې له لاشعوره ځای لري او پر ذهن اغېزمن دی.
د لیکوال بهرنۍ دنیا ، عینیت او بیا ادراک چې ذهني او نفسي تجربو ته توکي وړاندې کوي، تخیل او تصور پرې کار کوي، ددغو نفسي او ذهني تجربو وروسته پایله تخیيل او تصویر دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.