Browsing Tag

چاودنې

د عاشورا مراسم؛ نن بیا د کابل لویدیځ کې چاودنه وشوه

د کابل په لویدیځ کې نن یوځل بیا یوه چاودنه وشوه. د پلازمېنې کابل د لویدیځ په پل سوخته سیمه کې نن په هغه ځای کې چاودنه وشوه چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې خورا زیاته وي. د طالبانو امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پېښه انساني تلفات لري خو د دوی په وینا…

کابل کې پرلپسې چاودنې

عیني شاهدان وايي چي په کابل کې پرلپسې ډول پنځه چاودنې شوي دي چې تر اوسه ترې د مرګ ژوبلې شمېرې نه دي په ډاګه شوي. ویل شوي، دغه چاودنې میرویس میدان ته څېرمه شوي دي. خو د کابل امنیې قومندانۍ له پاره د طالبانو ویاند خالد ځدران ویلي دي چې د ښار…

داعش په کابل کې پر بس د بريد پړه ومنله

داعش په کابل کې پر بس د بريد پړه ومنله اسلامي دولت يا داعش په نوم ډلې په کابل کې پر يوه کوچني بس باندې د بمي بريد مسئوليت منلی دی. په دغه بريد کې يوه ښځه وژل شوې او درې تنه نور ژوبل شوي ول. په افغانستان کې د روژې مياشتې د پیل راهيسې ډېر…

د کابل دريمه حوزه کې چاودنه

د کابل دريمه حوزه کې پر کاسټر موټر چاودنه شوې د کابل ښار د دريمې حوزې اړوند په ده بوري سيمه کې پر کاسټر موټر چاودنه شوې. د طالبانو حکومت د کابل امنیې قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ مونږ ته وویل، د ښاري سپرلۍ پر کاسټر موټر د چسپکي ماين په…

ننګرهار کې چاودنې ٧ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په ننګرهار کې چاودنې یو ماشوم وژلی او ۶ تنه یې ټپي کړي دي. د طالبانو حکومت د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست په دې اړه په رااستول شویو معلوماتو کې ویلي چې چاودنه نن غرمه مهال د سرخ رود ولسوالۍ په ککړک سیمه کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې…

د کابل علاوالدین سیمې کې چاودنه

د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند علاوالدین څلور لاري ته نیږدې د خلیفه صاحب په نوم یوه جومات کې چاودنه شوې ده. د دارالامان سړک اړوند د علاوالدين سیمه په خليفه صاحب عبادت ځای کې چاودنې د ۱۱ لمونځ کوونکو ژوند واخیست. د کابل امرجینسي روغتون…

د داعش ډلې په مزار کې د چاودنو مسولیت ومانه

د مزار شریف ښار په هغو سیمو کې چې ډیری اوسیدونکي یې شیعه ګان دي، نن پنجشنبه اپریل ۲۸ (غوایي۸) دوې چاودنې شوي دي. د بلخ ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند آصف وزیري مطبوعاتو ته یوه چاودنه تائید کړې ده او ویلي یې دي چې چاودنه د مزار شریف ښار د…

په مزار شریف ښار کې غبرګې چاودنې

په مزار شریف ښار کې غبرګې چاودنې ( دعوت میډیا ۲۴) راپورونه وایې:  مزارشریف کې نن ماښام مهال پر یوه پلانکوچ ډوله موټر چاودنه شوې ده.ویل کېږي پېښه د روژه ماتي پر مهال را منځته او مرګ ژوبله هم لري خو لا یې کره شمیره نده معلومه.

راپورونه: د روژې له پيله تر اوسه تر ١١۵ زیات افغانان وژل شوي

راپورونه: د روژې له پيله تر اوسه تر ١١۵ زیات افغانان وژل شوي د راپورونو له مخې، د روژې میاشتې له پیله تر اوسه په افغانستان کې پر عامو خلکو چاودنو، بریدونو، بمبارۍ او مخامخ ډزو کې، له ۱۱۵ زیات ملکیان وژل شوي او تر ۲۶۸ زیات ټپیان شوي دي.…