کابل کې پرلپسې چاودنې

455

عیني شاهدان وايي چي په کابل کې پرلپسې ډول پنځه چاودنې شوي دي چې تر اوسه ترې د مرګ ژوبلې شمېرې نه دي په ډاګه شوي. ویل شوي، دغه چاودنې میرویس میدان ته څېرمه شوي دي.

خو د کابل امنیې قومندانۍ له پاره د طالبانو ویاند خالد ځدران ویلي دي چې د ښار دریېمې حوزې اړوند میرویس میدان سیمې سره نیږدې په یوه دوکان کې د ګازو ډبه چاودلې، چې له امله یې اور هم لګېدلی دی. ده ویلي دي چې سیمې ته اور وژونکې ډلګۍ رسېدلې، څو د اور ډېرېدو مخنیوی وشي.

له کابله د چاودنو رپوټ داسې حال کې ورکول کېږي، چې هلته د علماوو غونډه روانه ده. د دغې غونډې په لومړۍ ورځ هم سیمې ته نیږدې ډزې شوې وې، چې بیا وروسته د طالبانو حکومت وویل څو کسانو چې غوښتل یې امن ګډوډ کړي، د دوی د ځواکونو له لوري په نښه شوي دي.

نن بیا یو شمېر رسنیو د تېرې ورځې د بریدګرو ځینې ویډیوګانې خپرې کړي، چې پکې د داعش او د افغانستان ملي بیرغ سربېره وسلې او مهمات لیدل کېږي او ګومان کېږي، چې دا به هماغه د تېرې ورځو بریدګرو له ځان سره وړي وي.

د تېرې ورځې د بریدونو پړه د ملي آزده ګانو په نوم یوې طالب ضد ډلې منلې وه.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.