د عاشورا مراسم؛ نن بیا د کابل لویدیځ کې چاودنه وشوه

357

د کابل په لویدیځ کې نن یوځل بیا یوه چاودنه وشوه.

د پلازمېنې کابل د لویدیځ په پل سوخته سیمه کې نن په هغه ځای کې چاودنه وشوه چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې خورا زیاته وي.

د طالبانو امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پېښه انساني تلفات لري خو د دوی په وینا هومره نه چې پر ټولنیزو شبکو ښودل کېږي.

په هغو ویډیويي تصاویرو کې چې پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي دي امبولانسونه د یوه بس تمځای ته نژدې په چټکۍ سره د تېرېدو په حال کې لیدل کېږي.

په داسې حال کې چې د کابل د لویدیځ خلک پرون هم یوې چاودنې وېرولي وو، د سیمې اوسېدونکي اندېښمن دي چې د چاودنې د مړو یا زخمیانو شمېر ښايي زیات وي.

د سیمې یوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې یاد شي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې خپل د سترګو لیدل حال داسې بیان کړ: “د ماسپښین په ۳ بجو او ۴۵ دقیقو د کابل ښار په پل سوخته سیمه کې د بیرغ پلورنځیو مخې ته یوه درنه چاودنه وشوه. همدا اوس هم امبولانسونه له ساحې څخه مړي او ټپیان د کابل ښار روغتونونو ته لېږدوي.”

پرون ماښام هم پل سوخته ته نژدې، د کابل ښار د شپږمې ناحیې په سرکاریز سیمه کې چې ډېری شیعه ګان پکې اوسېږي یوه چاودنه وشوه، چې د طالبانو د امنیتي چارواکو په وینا اته ولسي وګړي یې ووژل او ۱۸ نور یې ټپیان کړل.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادۍ راډیو ته وویل، د ځینو ټپیانو حالت نازک دی.

د ښاغلي ځدراڼ په وینا چاودېدونکي مواد پر یوه سړک چې عام خلک تګ راتګ پرې کوي په یوه کراچۍ کې ځای پرځای شوي وو.

دا حملې داسې مهال کېږي، چې په افغانستان کې د محرم د لسمې یا د عاشورا ورځې د نمانځنې لپاره تیارۍ روانې دي.

د افغانستان شیعه وګړي وېره لري چې د دې مراسمو د نمانځنې پرمهال بیا هم په تروریستي حملو کې په نښه نه شي، خو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند ښاغلی ځدراڼ وایي چې د شیعه ټولنو له استازو سره د ګډ کمېسیون د پرېکړې له مخې د محرم د لسمې مراسم باید په تکیه خانو کې دننه ترسره شي.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.