راپورونه: د روژې له پيله تر اوسه تر ١١۵ زیات افغانان وژل شوي

638

راپورونه: د روژې له پيله تر اوسه تر ١١۵ زیات افغانان وژل شوي

د راپورونو له مخې، د روژې میاشتې له پیله تر اوسه په افغانستان کې پر عامو خلکو چاودنو، بریدونو، بمبارۍ او مخامخ ډزو کې، له ۱۱۵ زیات ملکیان وژل شوي او تر ۲۶۸ زیات ټپیان شوي دي.

تېره پنجشنبه د غویي میاشتې په لومړۍ نېټه په مزارشریف ښار کې شعیه ګانو په یو جومات کې د لمانځه پر مهال په چاودنه کې د محمد حسین په ګډون د ۳۱ تنه ووژل شول او ۹۰ نور ټپیان شول.

د دې پېښې مسئولیت داعش ډلې منلی.

د دې پېښې په ګډون په روژې میاشتې کې په بېلابېلو نورو پېښو کې هم په ډېر شمېر سره ملکیان وژل شوي او تپیان شوي دي.

مونږ سره د ثبت شویو شمېرو او راپورونو له مخې، د روژې میاشتې له لومړۍ ورځې تر ۲۴ په افغانستان کې پر عامو خلکو چاودنو، بریدونو، بمبارۍ او مخامخ ډزو کې، له ۱۱۵ زیات ملکیان وژل شوي او تر ۲۶۸ زیات ټپیان شوي دي، چې د ځینو مسئولیت د طالبانو بېلابېلو مخالفو منلی خو د ځینو نه دی منل شوی.

په دې شمېر کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دا هغه شمېرې دي چې له هرې پېښې وروسته ازادي راډیو ته د طالبانو د حکومت او د پېښو په سیمو کې رسمي سرچینو ازادي راډیو ته تایید کړي او ازادي راډیو یې په اړه وخت په وخت راپورونه خپاره کړي دي.

له دې شمېر یوازې د تېرې اوونۍ په درې ورځو کې ۶۴ ملکیان ووژل شوي او ۱۶۴ نور ټپیان شوي دي.

د یادونې ده ، چې په دې شمېرو کې پر خوست او کونړ ولایتونو د پاکستان د پوځ له لوري په هوايي بمباریو کې هم تر ۳۶ ملکيان ووژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شول چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وه.

دغه شان هغه پېښې هم په کې شامل دي، چې په خپله د طالبانو له خوا خلک په کې وژل شوي، چې ورسته د دوی د چارواکو له خوا تېروتنه ګڼل شوې، یا یې په اړه د څېړنو ویل شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور مونږ ته وویل، دوی دا تاییدوي چې په بېلابېلو پېښو کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي، خو خلکو ته د دوی د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي.

هغه زیاته کړه: “ولس ته د امنیت د ټینګېدو پوره ډاډ ورکوو، زموږ امنیتي ځواکونه شپه او ورځ زیار کاږي چې د هېوادوالو امنیت خوندي کړي.”

طالبانو وړاندې هم د خپل حکومت د پیل په ورځو کې په ټول افغانستان کې خلکو سره د امنیت د ټینګښت ژمنې کړې وې خو په دې وروستیو کې د تېر جمهوري نظام په شان پر عامه ځایونو بریدونه زیات شوي دي.

چې وروستۍ هغه یې په کابل، کندوز، مزارشریف، ننګرهار، خوست او کونړ کې شوي دي.

د یادونې ده، چې تر دې مخکې هم د دغو خونړیو بریدونو په تړاو د بخښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان، ملګرو ملتونو او بېلابېلو نورو نړیوالو ادارو او چارواکو هم اندېښنې او غبرګونونه ښودلي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.