د مزار شریف ښار په هغو سیمو کې چې ډیری اوسیدونکي یې شیعه ګان دي، نن پنجشنبه اپریل ۲۸ (غوایي۸) دوې چاودنې شوي دي.
د بلخ ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند آصف وزیري مطبوعاتو ته یوه چاودنه تائید کړې ده او ویلي یې دي چې چاودنه د مزار شریف ښار د کانتینرونو تم ځای نومې سیمې کې د سلطان غیاث الدین ښوونځي سره نږدې شوې.
په همدې حال کې سیمه ایزو سرچینو او په ټولنیزو شبکو کې ځینو کسانو د مزار شریف د “سجاده تمځای” نامه ځای کې د یوې بلې چاودنې خبر هم ورکړی.
د طلوع نیوز شبکې د ښاغلي آصف وزیري له قوله په راپور کې ویلي چې پدې چاودنې کې ۹ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۳ نور ټپي شوي.
تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې چاودنې د کولو ادعا نده کړې خو د افغانستان په ډیرو هغو پیښو کې چې قربانیان یې شیعه ګان وي، د کولو ادعا یې د داعش وسله واله ډله کوي.
تیره اونۍ هم د مزار شریف د “سه دکان” په سیمه کې د شیعه ګانو په جومات کې په چاودنې کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي و او ۵۸ نور ټپي شوي و.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.