دا روانې ميراثي ستونزې د تاسې قسمت او نصيب نه دي

0 621

اميرخان منگل

خپل تاريخ مطالعه کړئ خپل ګريوان کې وګورئ په دې ښه غور وکړئ چې څه مو کړي ؤ او اوس څه کوئ؟ د خپلو ناسمو ټاکنو پايلې وګورئ او عبرت ترې واخلئ.

دا د تاسې قسمت او نصيب نه دی چې تعصب او کینه لرئ دا د تاسې قسمت او نصيب هم نه دی چې د نورو څخه ځان ته برتري ورکوئ او نور ټيټ وی. دا د تاسې قسمت او نصيب نه دی چې زغم نه لرئ خپل ورور او خور نشئ زغملی د خپل ورور سره جنګ قسمت او نصيب نه دی.

دا بد فکرونه او بدې کړنې تاسې ته چا په قسمت او نصيب نه دي ويشلي، دا هغه څه دي چې خپله يې يو بل ته ورکوی. ځان وژنه او بل وژنه د تاسې قسمت او نصیب نه دی دا د تاسې د خپلو بدو افکارو حاصل دی. که همداسې خپلې روانې ستونزې قسمت او نصيب تعبير وی او د خپل قسمت او نصيب حاصل يې بولی، هيڅکله به له دې حالته ونه وځي بلکې ځان ته دوکه ورکوي. او همدا فکرونه مو له يو نسل څخه بل نسل ته په ميراث پاتې کيږي.

ذهنونه مو د نژادي، قومي او سمتي تعصبونو او نفرتونو، کينو څخه پاک کړی. د يو بل زغمل او منل، اعتراف او بښنه تمرين يا تجربه کړی او خپل عادتونه يې وګرځوی. همدا‌ د سولې او خوشحاله ژوند پيل ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply