نیټ ورک مارکټینګ څه شئ دې؟/ ستوری خان

0 2,667

لومړئ خبره خو دا چې که د «نه» اوریدو توان نه لرئ نو نیټ ورک مارکټینګ ته بیخی مه راځئ. بیلا بیل خلک د نیټ ورک مارکټینګ په اړه بیلا بیل نظرونه لری او که له مختلفو اشخاصو وپوښتو چې نیټ ورک مارکټینګ څه شی دې؟ نو مختلف ځوابونه به تر لاسه کړو. هغه کسان چې د نیټ ورک مارکیټنګ له لارې بریا ته رسیدلی دی، هغوئ د اړیکو رغول زده کړی دی، په کار یی لاس پورې کړئ دې، او د یو بریالی کاروبار لټه یې کړې ده چې له دې لارې یې میلونونو ډالرو ګټه تر لاسه کړې ده. دغه کسان به تاسې ته وایی چې نیټ ورک مارکټینګ د انسانی تاریخ یو لوی او غوره فرصت دې، د هغو خلکو د پاره چې ډیرې پیسې نه لری د پیسه داره کیدو یوه ښه زمینه ده او د هغو کسانو د پاره چې غواړی په کمه پانګونه یې پیل کړی کولئ شی ډیرې پیسې تر لاسه کړی.

که چیرې د هغه خلکو سره خبرې وکړئ چې په دغه کار کښې یی ډیر وخت تېر کړئ وی اما بیا هم څه لاس ته نه وی ورغلی نو هغوئ به تاسې ته ووایی: نیټ ورک مارکټینګ هیڅ پایله نه لری یوازې هغه کسان چې په سر کښې دی کولی شی یو څه تر لاسه کړی. نو دې ته په لیدو سره څوک په حقه دی؟ البته که سم فکر ورته وکړو هیڅ یو یی د نیټ ورک مارکټینګ په اړه سم ځواب نه دې وئیلئ چې نیټ ورک مارکټینګ څه شی دې؟ نو نیټ ورک مارکټینګ څه شی دې؟ د ویکیپډیا له مخې، نیټ ورک مارکټینګ هغه کسب دې چې د خرڅلاو د برخې کسان یی پرته له دې چې د تولیداتو او خدماتو د خرڅلاو له لارې د کمیشن په شکل کښې عاید تر لاسه کوی دا کسب د یوې شبکې په شکل هم خپلوی چې له پلورونکو پیلیږی او بیا داسې سلسله په سلسله لاندې اوږدیږی یا پرمخ ځی او د هر کس لاندې چې دا سلسله مخ په وړاندې ځی د عاید خاوند کیږی. راځئ دا به یو څه نوره هم واضحه کړو تر څو د نیټ ورک مارکټینګ په مانا او کار باندې سم وپوهیږو.

تاسو په دې ښه پوهیږئ چې هیڅ کله بل چا ته په کار کولو څوک نه پیسه داره کیږی او په دې هم پوهیږئ چې د یو کاروبار جوړول او د هغې له لارې ښه ګټه تر لاسه کول هم هغه څه دی چې ستاسو په ژوند باندې ژوره اغیزه لری. نو د نیټ ورک مارکټینګ له لارې تاسې کولئ شئ چې حتئ نور کسان هم د ځان سره په کار وګمارئ، کولئ شئ چې له خپل کوره یی پیل کړئ او د خپلې خوښې وخت ورته ورکړئ او دا فرصت لرئ چې د مالی پلوه خپل ځان ازاد کړئ. نو ددغو مواردو له لارې تاسې کولئ شئ په کمه پانګونه او هغه زدکړه او مرسته چې تاسې یی تر لاسه کوئ د یو داسې شرکت سره چې د نیټ ورک مارکټینګ په برخه کښې فعالیت کوی یو ځای شئ او په کار پیل وکړئ. خو خبره دا ده چې تاسو په ریښتیا سره، له څنګه یو تجارت سره یو ځای کیږئ؟ نیټ ورک مارکټینګ په اصل کښې څه شی دې؟ کله چې تاسې له یو شرکت سره چې په نیټ ورک مارکټینګ برخه کښې فعالیت کوی یو ځای کیږئ نو تاسې دې ته چمتوالئ ښایی چې ددغه شرکت تولیدات او خدمات به خلکو ته وړاندې کوئ. تاسو په ډیره لږه پانګونه کولئ شئ چې د نیټ ورک مارکټینګ دغه ډګر ته راشئ. تاسې د یو شرکت د کارکوونکی په توګه نه ګمارل کیږئ بلکې تاسې د یو ازاد کاروبار مالک کیږئ چې د یو پلورونکی په شکل د شرکت سره د یو مشاور په توګه د کار چمتوالی اعلانه وئ او د تولیداتو د خرڅلاو د هغه مقدار له مخې چې تاسې یا ستاسو په نیټ ورک کښې لاندې نورو کسانو کړئ وی کمیشن تر لاسه کوئ.

یا په بله مانا د عاید د تر لاسه کولو د پاره تاسې یا ستاسې په نیټ ورک کښې لاندې نور کسان د شرکت تولیدات یا محصولات باید وپلوری. ځکه چې ددغو تولیدات د پلور د مخې تاسې د عاید تر لاسه کولو لور ته حرکت کوئ. ددې سره چې نیټ ورک مارکټینګ ډیر هڅوونکئ او ګټور مسلک دې ولې همدومره بیا ننګوونکئ هم دې، تر ټولو اړینه یی دا چې که چیرې تاسې د پلور، بازار موندنې، جذب او ټیم ونه لرئ نو شاید ستاسو هڅې ستاسو د پایلو په وړاندې ستاسو په زړه نه وی. که د «نه» اوریدو توان نه لرئ نو نیټ ورک مارکټینګ ته مه راځئ. که له هغو خلکو یاستئ چې د «نه» اوریدو سره خپله انګیزه او هیله له لاسه ورکوئ نو په دې باید پوهه شئ چې دلته د اخیستونکو لخوا ستاسو د وړاندیز په وړاندې د «نه» اوریدو تله ډیره درنده ده. ډیری وخت خلک ستاسو وړاندیز ردوی او دا ددې له کبله چې ډیری وخت اخیستونکی په پلورونکو باور نه لری. او دې ته ترجیح ورکوی چې یا یی له معتبرو نمایندګیو واخلی او یا یی خپله له شرکت نه د خپلې اړتیا شیان واخلی. خو که چیرې حوصله ولرئ نو د دوامداره او لوړ عاید یو ښه مسلک او ښه لاره ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply