خپل فکر مو نامحدود کړئ / شمس الحق حیران

0 1,220

د مسلمان په ژوند کې د کړنو، خبرو اترو، فکر او نورو ټولو چارو لپاره سرې کرښې شته. مانا دا چې اسلام خپلو پیروانو ته اجازه نه ورکوي چې د بشپړ اختیار خاوندان او هر څه د خپل عقل او نفسي غوښتنو په رڼا کې تنظیم کړي؛ بلکې د هغوی په ټولو حواسو، غرایزو ، غوښتنو، زړه او عقل کارولو یې محدودیتونه وضع کړي دي. د بېلګې په ډول: تاسو د یو مسلمان په توګه نه شئ کولای خپل د ذایقې حس د حرامو خوړو د خوړلو لپاره وکاروئ، یا دا چې تاسو کولای شئ د الله د مخلوق طبیعت د ډېرو ښکارندو په هکله فکر وکړئ او د لوی الله د سترو قدرتونو بېلګې پکې وګورئ. خو د دې اجازه نه لرئ چې د الله جل جلاله د ذات په اړه فکر وکړئ.

دلته مو له بې کچې (نامحدود) فکر څخه موخه دا ده چې د ذهن دایره مو تر څو محدودو مسایلو، چاپېریال، ملګرو، شېبو، خېل، قوم، ملت او لارو چارو پورې مه را ټولوئ بلکې لوی فکر ولرئ، له تېر مهال زده کړه وکړئ، نن او راتلونکې مو وسنجوئ. د فاني او باقي ژوند په مفاهیمو ځان وپوهوئ او داسې فکر وکړئ چې ګواکي ستاسو پر وړاندې هېڅ محدودیت یا ټاکلی برید نشته. وانګېرئ چې هېڅ چاره ناشونې نه ده.

(پېټر ډراکر) ویلي:” موږ ټول زیاتره وخت د هغه څه په اړه مبالغه کوو چې د ترسره کولو او یا لاس ته راوړلو وړتیا یې په یوه کال کې لرو، خو هغه لاس ته راوړنې او بریاوې له ریښتینې کچې لږ اټکل کوو چې موږ یې د پنځو کلونو په لړ کې ترلاسه کولای شو.” نو هڅه وکړئ څو داسې ونه اوسئ!

اوس د یوې غوره هیلې شرایط په یوه انګېرل شوې راتلونکې کې په لاندې ډول انځور کړئ:

  • پنځه کاله وروسته به په کومه کچه عاید یا د پیسو لاسته راوړنه ولرئ؟
  • د ژوند سبک به مو څه ډول وي؟
  • ټولنیز موقف به مو څه وي؟
  • علمي رتبه به مو څه وي؟
  • په کومو پوهنتونونو کې به مو تر کومې کچې زده کړې کړې وي؟
  • څو علمي مقالې او کتابونه به مو لیکلي یا ژباړلي وي؟
  • د والدینو، وروڼو، خویندو، دوستانو او ملګرو په ژوند کې به مو څومره مثبت رول لوبولی وي؟
  • په څه ډول کور کې به ژوند کوئ؟
  • ډول موټر به لرئ؟
  • د ژوند او کور لپاره به مو کوم توکي پېرئ؟
  • په میاشتني او کلني ډول به څومره پیسې سپموئ او څومره پانګونه به کوئ؟
  • ایا پنځه کاله وروسته به هم د یوازې کارګرۍ مفکوره لرئ او که یو نوی تشبث به مو ترسره کړی او ډېرو کسانو ته به مو کار پنځولی وي؟
  • د کورنۍ، هېواد او سیمې په کچه کېدونکو پرېکړو کې به څومره رول ولرئ؟

په کور دننه او نړیواله کچه به له څومره غښتلو، نامتو او مخکښو وګړو سره نېکې او اغیزمنې اړیکې ولرئ؟

همدا مهال یوازې شئ، د آرام ساه وکاږئ، د یوې شېبې لپاره سترګې پټې کړئ، فکر وکړئ چې ستاسو لاس کې یوه لوحه ده او د دې وړتیا لرئ چې د پورتنیو پوښتنو ځواب کې هر هغه څه چې ستاسو په زړه کې وي د دغې لوحې پر مخ لیکئ. د خپلې راتلونکې هره غوښتنه په انځور بدله او د خپلې لوحې پر مخ یې رسم کړئ. وبه وینئ چې د دغو بېلابېلو انځورونو ښکلی کلیکسون څو ځله ورېځو کې د پټېدونکو رڼو ستورو په څېر ستاسو له سترګو پناه کېږي او د غمیو د شلېدلي امېل غوندې تاسو ته سترګکونه وهي. په پرلپسې ډول هڅه وکړئ چې دا لوبه څو ځلې تکرار کړئ، ستاسو د راتلونکي پنځه کلن ژوند د بریاوو انځورونه به ستاسو د ذهن د لوحې پر مخ بیا، بیا ښکته او پورته شي. خو په هر ځل تکرار سره به دا انځورونه راڼه شي. تاسو به وانګېرئ چې د راتلونکو پنځو کلونو ژوند مو درته د لمس وړ دی او په ډېرې اسانۍ سره د راتلونکي ژوند د انتخابونو تر منځ تسلسل او توازن ساتلی او د لومړیتوب د فورمول له مخې یې تنظیمولای شئ. ځان سره ژمنه وکړئ چې د راتلونکي ژوند د انتخابونو او لاس ته راوړنو دا زرینه تابلو به هر ځل د ناهیلیو او ستومانیو له ګرده څنډئ او د خپل هیله بښونکي ذهن پر دېوال به یې راځوړندوئ.

هېر مو نشي چې ستاسو د فکري ځواک پر وړاندې د الله جل جلاله په ذات کې له سوچ کولو پرته هېڅ ډول محدودیت یا ټاکلی برید نشته نو خپل فکر مو نامحدود کړئ. د خپلې کورنۍ، هېواد او نړۍ وضعیت ته ځیر شئ.

اوس د پنځو راتلونکو کلونو په فکر کې شئ او د راتلونکې په اړه د خپلې زړه راښکونکې خیالي دنیاګۍ د لا روښانتیا په موخه لاندې پوښتنې هم له ځانه وپوښتئ:

– که د کورنۍ ژوند مو په پنځو راتلونکو کلونو کې جوړوئ، نو کومې ځانګړنې به ولري؟

– څه ډول مېرمن یا خاوند به ټاکئ؟ او په دې ټاکنه کې به د ظاهري ښکلا تر څنګ ستاسو دواړو ذهني یووالی او د معنویت خواږه تر کوم بریده مهم وي؟

– راتلونکي پنځه کلن ژوند کې به څوک درسره وي؟ او د چا لپاره ستاسو په ژوند کې ځای نشته؟

– ستاسو د ژوند بڼه به کوم ډول وي؟

– چېرې او څنګه به اوسېږئ؟

– د ژوند اسانتیاوو ته به تر کومه بریده لاسرسی لری؟

– که د پنځو راتلونکو کلونو په لړ کې هر څه په خپل ځای وي، څه ډول ګاونډ به ولرئ؟ ګاونډيانو سره به مو اړیکې‎څه ډول وي؟ تر تاسو کشران وروڼه او خویندې او ستاسو بچیان به په څه ډول وړکتون، ښوونځي، مدرسه او پوهنتون کې زده کړې کوي؟

د خپلو وروڼو، خویندو او ماشومانو د فکري روزنې لارې چارې به مو کومې وي؟

کله چې خپل خیالي ژوند تصور کړئ، پر وړاندې مو یوازې دا پوښتنه لاځوابه پاتې کېږي چې څه ډول؟

دغې پوښتنې ته به په راتلونکې لیکنه (څه ډول خپل خیالونه په حقیقت بدلولای شو؟) کې ځواب وړاندې کړم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply