ملي امنیت شورأ او ملي مسؤلیتونه/ احمدولي صیاد

0 491
د افغانستان په سیاست کې یو وخت داسې یو فکر حاکم وو، کله چې علي حضرت محمد ظاهرشاه بابا جلا وطنه وو، ټولو وطنوالو نوموړی بابا د مملکت د چارو لپاره مناسب شخص بللو.
کله چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته واګي وسپارل شوې، د هغه دوره چې پای ته ورسیده خلکو بیا د بدیل خبره کوله،  بیا اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني د مملکت واګي په لاس کې واخیسته.
د حامد کرزي او ولسمشر محمد اشرف غني په دوره کې د زړو څهرو تر څنګ نويو او ځوانو څهرو ته هم مسؤلیتونه وسپارل سوه، په دی کې ځینو ځوانانو خپلې وړتیاوې وښودلې، خو ځینو بیا د ګذارې او فقط د خپل موقف د ساتلو ماموریت وکړ.
دا ډېر اوږد بحث دی، زه غواړم چې یواځې د هغه ځوان په مسولیت وږغېږم چې په نوو ځوانو سیاسیونو کې تر هر چا مسولیت ډېر دی، پر ښاغلي حمد الله محب مې خبره  کوله!
چې اوس د افغانستان د ملي امنیت د شورأ ریئس دی، تر دې مخکې یې هم مسولیت لوی وو، د داسې یو هیواد سفیر وو چې د هغه هیواد سره موږ تر ټولو ستراتيژیکه او ګډ مسولیتوته لرو.
زه نه غواړم چې دلته د ښاغلي محب پر بریالي او غیرې بریالي ماموریت وغږیږم ځکه دا هر څه به وخت ثابتوي،  زما اصلي هدف او نوموړي ته مې د ورور په حیث مشوره دا ده چې د ملي امنیت شورأ په هیواد کې ډېر لوی او ملي مسولیت لري، د هیواد سیاست باید د همدغې ادارې څخه رهبري سي.
دلته ځینې خبرې داسې دي چې هغه باید وویل سي، خو ځینې خبرې باید دلته وساتل سي!
زموږ په هیواد کې لویه ستونزه چې هغه ملي ګټو ته نه تعریف دی،  د دې لپاره باید یوه خاصه طرحه جوړه سي او د هیواد ملي ګټې پکې باید تعریف سي.
زه دا نه وایم چې د دې لپاره به کار نه وي سوی، خو که کار سوی دی د پلان او ستراتیژئ له مخې کار نه دی سوی او که هم سوی دی، نو هغه د فردي احساس له مخې سوی دی.
 د دې لپاره باید د علمي، ملي، اکاډمیکو شخصیتونو څخه شورأ رامنځ ته سي.
ټولې هغه کړنې باید وڅارل سي، هر هغه څوک چې د هیواد ملي ګټې تخریبوي هغه هم باید تعریف سي، ولسواکي،  د بیان ازادي، خارجي سیاست د نړې د هیوادونو سره د هغوی ګټې باید د افغانستان په ملي ګټو کې رامنځ ته سي، د بیان ازادۍ او ولسواکۍ د رشد تګلاره جوړه سي!
خو وو د بیان د ازادۍ او مدني فعالیت د مقدس اواز نه باید ناوړه ګټه پورته نسي.
 موږ یې ځیني مثالونه لرو!
مثلاً د قانون شکن، مجرم او غاصب لپاره ځينې مظاهرې وسوې چې دا خپله د دې مانا لري چې دلته موږ تعریف نلرو.
دوهم مثال: د افوزیوسیون لپاره هم تعریف نلرو، ځیني سیاسیون مو چې په واک کې وي د حالاتو څخه یواځې مثبت انعکاس ورکوي، کله چې له واکه لرې سي او یا په حکومت کې دخیل نه وي بیا یې تحلیلونه ټول منفي وي، پر ځينو لاسته راوړنو هم سترګې پټوي او په حکومت کې هم دغه ستونزه سته چې د سالم نقد ویونکي ته هم د مخالف په سترګه ګوري، ځکه چې دا لویه ستونزه.
بل مثال: یو څوک د افغانستان وجود نه مني هغه ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماندوي،  دلته د ملت سره سوالونه راپیدا کیږي،  هغه اداره چې افغانستان د ملي ګټو د دفاع اداره ده ، هغه ولې غلې ده، دا صحیح خبره ده چې په هیواد کې ناخوالې او مشکلات ډير دي، خو تر څو چې مو د هیواد د ملي ګټو د تقویې لپاره هڅه نه وي کړې، موږ به د ناخوالو څخه نه خلاصیږو.
د ملي ګټو تعریف باید د اساسي قانون په رڼا کې جوړ او د دې تر څنګ په سیاسي ګوندونو او په ټولو سیاسي او مدني بنسټونو تصویب سي.
 په پای کې خبره دا ده، هم باید د دې لپاره کار وسي او هم باید د شعار نه رابهر شو او عملي قدمونه پیل کړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply