د هېواد اوبه او د ګاونډي هوایي فضا

0 611

ګلزاده سنګر_

زړه مې ډیر تنګ شوی و په دې خاطر مې وغوښتل چې سیند غاړې ته لاړ شم تر څو یوه شیبه د ارام ساه واخلم، له یوې خوا ورځني کارونه او له بلې خوا هېواد کې شته ناخوالو دومره راتنګ کړی وم چې هیڅ ځای خوند نه راکاوه.

سیند غاړې ته په رسیدو مې د روانو اوبو شور ته پام شو، د پسرلي په رارسیدو سره سیند کې اوبه د پخوا په پرلته ډیرې شوې او ښې په مستۍ له شوره ډکې روانې دي، ځان راته بیوسه ښکاره شو سترګې مې راډکې شوې او بیرته ترې ناهیلی روان شوم.

د ابو په زیاتیدو له زړه خوشاله شوم ځکه د هېواد اتیا سلنه خلک په کرهڼه بوخت دي او د کرهڼې مهم ترینه اړتیا اوبه دي، خو په دې مې زړه خفه شو چې په دې دومره وخت کې موږ سره دا توان پیدا نه شوو چې د هېواد شاړو دښتو ته اوبه ورسو چې هم مو ورسره ځمکه اباده او هم وکولای شو خپلې اوبه مهار کړو. دغه هیله چې زه یې په زړه کې لرم د هر چا ارمان دی خو ستونزه دا ده چې موږ د خپلو ناخوالو نه یو اوزګارنه یو.

سبا سهار مې زړه وکړ چې بیا له کوره ووځم خو له ځان سره مې فکر وکړ چې هسې هم یوځای خوشالې نشته له هغې ښه ده چې د کورنۍ له غړو سره یو څه وخت تیر کړم. دې وخت کې مې راډیو ته پام شو.

د راډیو له چالانیدو سره مې تر غوږ شو چې ”هندي هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې ځنډولې”

 د دې سرټکي په اوریدو د راپو متن ته تم شوم چې په کې راغلي وه:

(د هېواد ملکي هوايي چلند ادارې مسوولین وايي، د هند پلازمېنې ډیلي ته د پاکستان له لارې د الوتنو اجازې نه موندلو له کبله ټولو هندي هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې درولې دي.

د دغې ادارې مشر محمد قاسم وفايي زاده وايي، دا چې لا هم د افغانستان او هند ترمنځ هوایي تګ راتګ لپاره د پاکستان هوایي حریم تړل شوی، نو اوس ټولو هندي هوايي شرکتونو د افغانستان لور ته الوتنې درولې دي.

راپور وړاندې وایې.د دغې ادارې چارواکي وايي، د هند او افغانستان ترمنځ هوایي تګ راتګ لپاره د پاکستان هوايي حریم تړل کېدو له کبله افغانستان ته میلیونونه ډالره زیان رسېدلی دی.

له ځان سره مې وویل چې ګاونډی پاکستان صرف بهانه لټوي چې په کومه طریقه افغانستان ته زیان ورسوي تر څو دغه هېواد په پښو ونه دریږي چې بیا هسې نه خپلې اوبه بندي نه کړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply