په دوحه کې د دوه بې واکو ډلو مذاکرات

0 582

اېمل پیاوړی_

د دوحې راتلونکې غونډې لپاره حکومت کوښښ وکړ چې افغان سیاسیون سره راجرګه کړي. د دوی تر منځ واحد لیدلوری ایجاد کړي. د بحث اجنډا وټاکي. سرې کرښې تشخیص کړي او بیا یې د دولت له استازو سره یو ځای د دوحې غونډې ته واستوي، خو په دغو څو پرلپسې ناستو کې لا هم د نظر او لیدلوري وحدت نه دی ایجاد شوی. دلیل یې دادی چې حکومت په ملي او سیاسیون پر شخصي مسایلو ټینګار کوي.

تر هغو چې سیاسیون خپل شخصي مسایل اوګټې یوې خواته نه کړي او په لویه کې په ملي مسایلو توافق او تمرکز ونه کړي، نو مذاکرات به هیڅ ګټه ونه لري، ځکه سوله قرباني غواړي او قرباني یې همدا ده چې له خپلو شخصي ګټو به تېرېږي او په ملي ګټو به تمرکز کوې، مګر افغان سیاسیون لا هم دېته چمتو نه دي چې خپلې شخصي ګټې هېرې کړي.

داسې اوازې دي چې ممکن افغان سیاسیون د مخکېني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د دوحې غونډې ته لاړ شي. د دولت له همغږۍ پرته به د دوی تګ د مسکو د غوندې غوندې بې ګټې وي، ځکه چې دوی د مذاکراتو لپاره نه مشخصه اجنډا لري. نه واحد نظر لري او نه هم د تصامیمو او پرېکړو اجرائیوي صلاحیت لري، نه یوازې افغان سیاسیون، بلکې د طالبانو مذاکره کوونکی پلاوی هم د دوی غوندې بې واکه او بې ځواکه دی.

د طالبانو د سولې او جګړې واک د پاکستان په لاس کې دی، نو تر هغو چې دوی خپل اختیار ونه لري، د دوی مذاکرات به د وخت له ضایع کولو پرته بله هیڅ پایله هم ونه لري. د امریکا متحده ایالات که په رښتیا هم غواړي چې  د سولې مذاکرات بریالي شي، نو په لومړي ګام کې باید پر وسله والو طالبانو فشار راوړي چې جنګ بند او اوربند اعلان کړي او په دویم قدم کې خپل باصلاحیته استازي د مذاکراتو لپاره معرفي کړي.

افغان سیاسیونو ته ښایي چې په خپلو ځایونو درانده کېني. د دوی ګډون به د افغان دولت او افغانانو دریځ لا کمزوری کړي. دا به د نفاق او شقاق په مانا وي. زموږ ټولو قوت زموږ په وحدت او دولت کې دی. دوی ته ښایي چې د سولې په مذاکراتو کې د دولت ملګرتیا وکړي داسې نه چې دوی له دولته څو ګامه وړاندې وي.

که افغان سیاسیون فکر کوي چې د سولې مذاکراتو کې د دوی ګډون حتمي او ګټور دی، نو مهرباني دې وکړي د مسکو د غونډې لاسته راوړنه دې شریکه کړي. دوی دې ولس ته ځواب ووایي او وضاحت دې ورکړي چې د مسکو په غونډه کې دوی د ملت او دولت لپاره کومه لاسته راوړنه لرله؟ دوی نه یوازې کومه لاسته راوړنه نه لرله، بلکې وسله والو طالبانو استازو دوی ته هیڅ ارزښت ورنه کړ. د مذاکراتو ولکه او د چارو ابتکار هم د وسله والو طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي په لاس کې و او دوی ته یې چندان ارزښت ورنه کړ.

لا هم سر وخت دی او لا هم دغو مذاکراتو ته ورځې پاتې دي، نو افغان سیاسیون دې مسوولانه چلند وکړي او د حکومت له همغږۍ او مشورې پرته دې د دوحې مذاکراتو ته نه ځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply