خلیلزاد او طالبان ولې په یوه وخت پاکستان ته تللي؟

0 861

محمد شعیب اوریاخېل-

امریکا له طالبانو سره قطر او اماراتو کې ۹ پړاوه مذاکرات ترسره کړل، دې مذاکراتو شاوخوا یو کال  وخت ونیوه، خبره خو تر دې ورسېده چې د یوې پټې معاملې هوکړې لاسلیک ته میاشتې او کلونه نه، بلکې څو ساعته پاتې وو، اما د امریکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټویټ هر څه له منځه لاړل او معامله هم را برسېره شوه.

د هوکړې لاسلیک دومره نږدې شوی و چې چین، روسیې او ایران یې د ضمانت ټټر هم وهلی و، خو پاکستان د قطر مذاکراتو له پیله ځان له دې امله غلی نیولی و چې ګواکې دی بېطرفه دی او د مذاکراتو په ګړندیتوب او سستوب هېڅ رول نه لري، فقط یوه خبره يې تل تکراروله چې د مذاکراتو له پیل سره مونږ مرسته کړې او دا همکاري زیاته ګټوره ده، په همدې اساس يې امریکا ته د ځان صادق ښودلو لپاره ملا برادر هم خوشې کړي،  هغه ملا برادر چې سم د لاسه د مذاکراتي پلاوي مشر وټاکل شو او بشپړ صلاحیت ورکړل شو.

له امریکا سره د طالبانو د توافق بدل کې پاکستان له واشنګټن میلیونونه ډالر وهل، دې پیسو کې خلیلزاد مستقیم ښکېل و، کله چې د افغان سولې په تړاو د امریکا اداره کې اختلافات رامخ ته شول او ځینې معاملې بربنډې شوې، امریکا سم د لاسه مذاکرات ودرول، دا هغه څه و چې پر پاکستان يې نېغ په نېغه  تاثیر وکړ، هم خلیلزاد د دوو پیسو شو هم پاکستان. که څه هم پاکستان د مذاکراتو جریان کې ځان بېطرفه نیولی و، خو کله چې مذاکرات ودرول شول او خپلې تر لاسه کېدونکې ګټې يې له خطر سره مخ شوې، د ګټو تر لاسه کولو لپاره یې یو ځل بیا د مذاکراتو د بیا پیل هڅې پیل کړې، همدې جریان کې عمران خان دوه ځله له ټرمپ سره خبرې وکړې چې مذاکرات بیا پيل کړي، خو ټرمپ دغه وړاندیز رد کړ. د قطر مذاکراتو په څلورم، پنځم، شپږم، اووم، اتم او نهم پړاو خبرو کې نا تایید شوي راپورونه دا و چې د پاکستان د استخباراتي ادارې آس اېس آی لوړ پوړي چاوراکي د طالبانو تر څنګ ناست وي او په  غیر مستقیم ډول د طالبانو پر مټ مذاکرات رهبري کوي، مذاکرات فوق العاده د پاکستان په خوښه روان وو. وروسته وروسته دا نا تایید شوي راپورونه په حقیقت بدل شول، ښکاره بېلګه یې دا وه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، که چېرې مذاکرات بیا پيل نه شي، نو د افغانستان وضعیت به سخت ترینګلی شي. پاکستان له روسیې، چین او ایران سره ښې اړیکې لري، دا چې د مذاکراتو طبیعتوب وښيي نو سم د لاسه یې طالبانو ته وویل چې تاسو همدې هېوادونو ته خپل سفر پیل کړئ چې امریکا اړ شي تر څو مذاکرات بیا پیل کړي، همغسې  وشول. خلیلزاد هم په دې خبر و چې د قطر مذاکراتو تر شاه د پاکستان استازي ناست دي او طالبان يې یوازې د لاسه اله ده. خلیلزاد د نړیوالو له شرمه نه شو کولای چې د مذاکراتو بیا پیل لپاره قطر ته ولاړ شي، ځکه خو يې دا ځل پیل له پاکستان وکړ او طالبان يې هم هلته ور وغوښتل، طالبان به یوازې هلته کتل کوي، خلیلزاد مستقیم له جې اچ کیو سره په مذاکراتو اخته دی، ممکن نور امتیازات هم ورسره ومني.

اوس څرګنده شوه چې د مذاکراتو تر شا د پاکستان لاس دی، ځکه خو يې په یوه وخت طالبان او خلیلزاد خپل هېواد ته ور وغوښتل.

پاکستان کې د مذاکراتو د پيل او هلته د طالبانو سفر یو بل هدف دا هم دی چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې کم رنګه کړي، ممکن مذاکرات د ټاکنو پر پایلو سل سلنه منفي آغېز ونه لري، خو دا امکان شته چې ۵۰ سلنه به دا پایلې زیانمنوي.

د پاکستان په سفر کې خلیلزاد سره یواځې نه دی، نور امریکايي ډیپلماټان هم ورسره دي او پاکستان به همدوی ته دا لابي کوي چې د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري او تاسو اړ یاست چې له طالبانو سره سیاسي خبرو ته کېنئ، هغه خبرې چې ۸۰ سلنه امتیاز او ګټه يې یوازې اسلام آباد ته رسېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply