د قانون د تطبیق پر وړاندې د وکیلانو مقاومت

ګلرحمن رحماني

0 821

په دا وروستیو کې ګڼ شمېر هیوادوالو په هیواد کې د تورو ښیښو درلودونکو موټرو او غیر قانوني وسلو څخه شکایت کاوه چې په هیواد کې د تورو ښیښو موټرونو والا او د غیر قانوني وسلو درلودونکي کسان په هیواد کې د دولت ضد کارونه کوي په همدې موخه د کورنیو چارو وزارت یوه مسوده ترتیب کړه او  ولسې جرګې ته یې واستوله چې په پایله کې د دواړه جرګو غړي په دې سلا شول چې په هیواد کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو په موخه د تورو ښیښو لرونکي ، بې اسناده موټر او غیر قانوني اسلحه راټوله شي .

کله چې امنیتی او دفاعي ځواکونو د تورو ښیښو لرونکو بې اسناده موټرو او غیر قانوني اسلحو په راټولولو پیل وکړ، نو د جمعې په ماښام یو شمېر وکیلانو نه چې امنیتي او دفاعې ځواکونو د تورو ښیښو د سپینولو غوښتنه وکړه ګاردانو یې مرمۍ ورته کش کړې او پولیسو یې ساتونکي ونیول چې بیا وروسته نور وکیلان هلته تللي او عمومي لاره یې تړلې چې هغه پولیس موږ ته راوسپاري چې د وکیل صیب ګاردان یې بندیان کړي چې په پایله کې په همغه شپه یولس نیمې بجې یې د کورنیو چارو وزیر احضار کړی و چې د وکیلانو په دغه کړنه ټول هیوادوال ناخوښ برېښېدل .

د امنیتي او دفاعي ځواکونو د جدیت او همغږۍ له امله د یو شمېر مافیایي وکیلانو چې نن سبا یې ټولې نامشروع غوښتنې ، د تورو ښیښو موټرې ، غیر مسوله وسله وال او د ځانمرګو د لېږد رالېږد کاروبار مخه نیول شوې ، غوښتنه لري چې جنرال سعادت دې استعفاء ورکړي ، دا چې جنرال سادات په ډیره کمه موده کې د ترهګرو او لنډغرو ملا ماته کړې چې په څو میاشتو کې یې د خپل جدیت او قاطع اجراتو له امله د ټول ولس په زړونو کې ځای موندلی او له بلې خوا په درې واړه ارګانونو کې پر هیواد او خلکو مئین اشخاص مقرر شوي چې موخه او هدف یې یواځې په ټولو یو شان قانون تطبیقول او د امنیت تامین دی په همدې خاطر مافیایي وکیلان غواړي چې دوی ته په مختلفو نومونو دسیسه جوړه کړي تر څو خپلې دندې  ته خاتمه ورکړي چې مافیایي وکیلان خپلې غیر قانونې کړنې له کوم خنډ پرته ترسره کړي .

د غیر قانوني وسلو ، وسایطو او د تورو ښیښو لرونکي موټرو ګرځولو له یوې خوا جرم او له بلې خوا د جرمونو په زیاتولو کې کمک ده ځکه کله چې قانون په ټولو یو شان تطبیق شی او د موټرو ښیښی سپینی وی نو سرتیرو سره د مجرمینو په پیژندلو کې مرسته رامنځ ته کیږی .

امنیتي او دفاعي ځواکونه د خلکو د امنیت ساتنې په برخه کې کلک هوډ لري او تل یې له خلکو څخه غوښتنه کړی چې له امنیتی او دفاعي ځواکونو سره د مجرمینو د پیژندلو په برخه کې همکارې وکړی تر څو خپل امنیت په خپله وساتی .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply