سيل ته ځمه/ عزت الله ځواب

0 945

بيا د خمارو سترګو سيل ته ځمه!
زه د هوښيارو سترګو سيل ته ځمه
دا به جهاد کې حسابېږي که نه؟
چې د کفارو سترګو سيل ته ځمه!
د دوی د مينې ډيوه بله نه شوه!
د ناکرارو سترګو سيل ته ځمه!
ځان په کې ګورم چې مسکۍ شي راته
نور د خونکارو سترګو سيل ته ځمه!
په ميکده کې به مې پام غلط شي!
د مزېدارو سترګو سيل ته ځمه!
تل مې په لاره کې تيندک خوړلی!
خو د بېلارو سترګو سيل ته ځمه!
ځوابه تا نه اجازه اخلمه!
او د اشرارو سترګو سيل ته ځمه!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply