د بنده ګانو بنده ګي ګورمه

702
د بنده ګانو بنده ګي ګورمه
دا څه بې خونده زندګي ګورمه
يو خوا مې خپله بې وسي ژړوي
بل خوا د ښکلو بې ننګي ګورمه
نجونې ډوډۍ ته په کتار کې ناستې
ما ويل په سر به يې منګي ګورمه
نه درمسال شته نه ویساک کتی شم
نه د سيکانو چوپ جنګي ګورمه
خدای خبر څه بلا وهلی يمه
خلک د ځان غوندې ګونګي ګورمه
زه د حسينو په مالت کې اوسم
خو هره ورځې بدرنګي ګورمه
ته کله يو څه کله بل څه وايې
دې کې دې ياره دوه رنګي ګورمه
شونډې دې سرې دي تر انار خوږې دي
لږه مزه د اننګي ګورمه
بيا به دې نوم هم په خوله وانخلمه
دولس بجې دې په تندي ګورمه
پيره خوب وينمه لاهو شم په کې
په سېلابونو کې لرګي ګورمه
چې ډېر بې وخته اذانونه نه کړي
کلي کې هاغه کولنګي ګورمه
تنکۍ ځوانۍ کې وژل شوی يمه
اوس انځورونه د مرګي ګورمه
که امريکا ته يا لندن ته لاړم
لور به د کوم يو پيرنګي ګورمه
د تبليغي مخې ته نه ورځمه
يا شرابي او يا بنګي ګورمه
لکه افغان ورسره غېږه نيسم
زور د پنجاب د تور لينګي ګورمه
په مازيګر د شهر نو چکر وي
او په ماښام کوټه سنګي ګورمه
ځوابه تا سره جوړه ګرځېږم
خاني پرېږدمه ملنګي ګورمه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.