غزل/ثاقب

0 648
نور دې ارمان نه کوم, زړه به مې صبر کړمه
په تا احسان نه کوم, زړه به مې صبر کړمه
هرڅه بايللي دي ما په جوارۍ دميني
بس نور تاوان نه کوم, زړه به مې صبر کړمه
څو ورځې غم به وي خو زړه به مې نه چوي خيردې
بيخي خفګان نه کوم، زړه به مې صبر کړمه
بلها غمونه لرم په زړه يي پټ تيروم
چاته اعلان نه کوم، زړه به مې صبر کړمه
ټوله شپه خوب نه راځي په شوګيرو روږدې شوم
ظلم په ځان نه کوم، زړه به مې صبر کړمه
د لوږې نه مرمه خو دا غلامي مې وژنې
بيګار د خان نه کوم، زړه به مې صبر کړمه
مورې توبه وباسم ته خفه کيږه مه ښه
کارونه وران نه کوم، زړه به مې صبر کړمه
ثاقبه پريږده چې ځم د بې وفا له کلي
دلته ګزران نه کوم، زړه به مې صبر کړمه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply