د هلک که د نجلۍ زېږېدل؟ دا ټاکنه د پلار جينونه کوي

0 1,153

د نارينه جينونه دا کردار ادا کوي چې زېږېدونکی ماشوم به هلک وي او که نجلۍ. دا دعوه په يوه نوې څېړنه کې شوې ده، چې تر ۵۰۰ زره زياتو کسانو له معلوماتو ترلاسه شوې ده.

دغه څېړنه چې په نيو کيسل پوهنتون کې ترسره شوې ده، پکې ويل شوي دي چې په کورنيو کې د ډېرو نجونو يا هلکانو زېږېدل يو ميراثي خبره ده چې نارينه و ته انتقالېږي او ټول کار يې جينونه ترسره کوي.

په اسانو ټکو کې داسې ويلی شو، چې هغه سړی چې وروڼه يې زيات وي، د هغه به هلکان ډېر پېدا کېږي او که د کوم سړي خويندې ډېرې وي، نو د Image result for boy or girl"هغه به لوڼه ډېرې پېدا کېږي.

په دغه څېړنه کې ويل شوي دي، چې دا يو ميراثي کار دی چې نارينه و ته انتقالېږي.

په دغه څېړنه کې د ۹۲۷ کورنيو د ۵۰۰ زره نه زياتو کسانو شجرې کتل شوي دي او معلومات ترې راټول شوي دي. طبي پوهان وايي، چې دوی په دغه څېړنه کې معلومه کړې ده چې د هلک يا نجلۍ د زېږېدو ټوله خبره ميراثي ده، دوی وايي چې موږ په دې ورسېدو چې د کوم سړي وروڼه ډېر وي، نو هلکان يې ډېر کېږي او که يې خويندې ډېرې وي، نو بيا يې لوڼه ډېرې پېدا کېږي.

د يادولو ده چې د زېږېدونکي ماشوم د جنس ټاکل د نارينه و په سپرم پورې تړلې ده، د نارينه په سپرم کې ايکس او وای کروموسوم دي، که چېرته ايکس کروموسوم د د ښځې له ايکس کروموسوم سره يو ځای شي (دوه اېکس کروموسوم) نو بيا نجلۍ پېدا کېږي، خو که د سړي وای کروموسوم د ښځې له ايکس کروموسوم سره يو ځای شي نو بيا هلک پېدا کېږي.

طبي پوهان وايي، چې دا ټوله خبره په دې پوره تړلې ده، چې د نارينه و په سپرم کې کوم کروموسم ډېر دي او ټوله خبره د نارينه په جينونو پورې تړلې ده.

طبي پوهان وايي چې په نارينه و کې يو جين په دوه برخو وېشلی شوی وي، چې ايليل هم ورته ويل کېږي او دا له مور و پلاره بيل بيل ماشوم ته انتقالېږي.

دوی وايي، چې دا هر څه ميراثي دي، جين له پلار نه بچو ته انتقالېږي، نو همدا لامل دی چې د ځينو کسانو په کور کې هلکان ډېر پېدا کېږي او د ځينو په کور کې بيا نجونه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply