برياليتوب

ژباړه: اسماعيل منګل

0 520
د برياليتوب عاميانه معنا هدف ته رسيدل او يا هغه وسوسې يا هدفونه، چې د سمون لپاره ټاکل کېږي او په ټاکلي وخت کې د کار په کولو ترلاسه کيږي برياليتوب دی.
د خلکو برياليتوبونه فرق لري، خو بريالي خلک په عام ډول يو له بل سره ډېر يو شان صفتونه او عادتونه لري. همدارنګه ډول ډول برياليتوبونو ته رسيدل هم فرق لري او خلک مختلفو هدفونو ته د رسېدو او برياليتوب هيلې لري‌.
خو څنګه بريالي شو؟
تل په مثبت او تازه ذهن سره پيل وکړئ. د برياليتوب لپاره موخې وټاکئ. د مهمو کارونو پريښودل او پټول اسان کار دی، خو بريالي خلک يې خپل هدف ګرځوي. لست جوړ کړی وګورئ، اټکل وکړئ چې د کومو خنډونو سره به مخامخ شئ؟ او څنګه يې له منځه يوسئ؟ کومو کارونو ته بايد لومړيتوب ورکړئ؟ هغه غوره کارونه او هنرونه چې تاسو غواړی ترسره یې کړی په خپلو موخو کې ونيسئ.
برياليتوب تصور کړئ. البرت ايسسټين وويل: چې، “تصور د پوهې په پرتله ډېر مهم دی”. په ډيره سمه او روښانه توګه برياليتوب تصور کړئ، دا به تاسو ته د تعقيب لاره اسانه کړي. په ورته ډول انجنيران لومړی په يوه پل تصور کوي او بيا يې جوړوي، تاسو کولای شئ چې ستاسو د برياليتوب انجنيران شئ.
مهارتونه د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره ډېر مهم دي، پر موضوع پوهه، د غږ وضاحت، سمه څيړنه، د وخت ښه اداره کول، د فرصتونو لټول دا ټول د اوږدې مودې موخو د ترلاسه کولو لنډ مهالې موخې دي.
له ويرې او شک ځان وساتئ، فعاليت او مطالعه وکړئ ځکه دا د ځان موندلو لټون دی. ډير بريالي خلک د انديښنو او پوښتنو سره مخ کيږي، خو دوی يې ځواب پيداکوي، ځکه انسانان حيرت لرونکي مخلوقات دي.
د خپلو غلطیو په اړه ډير مه انديښمن کيږئ، ځکه کله چې تاسو غلطي کوئ، نو هغه ستاسو لپاره زده کړه ده، ځکه تاسو به په ورته غلطی کې بيا خپل وخت ضايع نکړئ.
ناکامي د برياليتوب شرط دی. انسانان بريالي نه دي زيږيدلي، خو له ناکامی زده کړه مو بريالي کوي. د مشکلاتو له وجې سټيو (Steve jobs) په ۱۹۸۵ کال د ايپل کمپنۍ څخه ګوښه شو، خو ۱۲ کاله وروسته بيرته راستون شو او ناکام شوی شرکت په بريالي بدل شو.
پر نورو باور وکړئ او هغوی وهڅوئ. که تاسو پر نورو باور وکړئ او هغوی ښو کارونو ته تشويق کړئ دوی اړ کيږي چې ښه کارونه وکړي، ځکه دوی غواړي چې ستاسو باور ته ريښتيني پاتې شي. د خپلو کارونو د ښه دوام لپاره د نورو تشويق ته ضرورت پکار دی او دا يو اړتيا ده، نه يو اختيار.
خپلو موخو ته ژمن اوسئ، ځکه ژمنتيا موخو ته رسېدو کې د پاتې کیدو په معنا ده.
د وخت ښه اداره کولو او د کارونو پر وخت تر سره کولو لپاره مهال ويش جوړ کړئ. مهال ويش تاسو اړ باسي تر څو مو کارونه پر خپل وخت ترسره کړی‌.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply