نوې او مهمې لارښوونې له کورونا څخه د ژغورنې لپاره

احمد شیبر

0 664

په نړۍ کې د کورونا ویروس له خپریدو سره په ډيرو هیوادو کې دفترونه تړل شوې دي او خلک له کورونو کار کوي. ځیني موسسې بیا یوه برخه کارکوونکي ورغواړي او یو شمیر یې له کوره کار ورته کوي.

د دې لپاره چې کورونا په خپریدو ده او نه ښکارې چې کله به نړۍ له دې وبا څخه خلاصیږي نو ښایي هغه دفترونه چې بند دي بیرته پرانیستل شي او کومې موسسې چې لږ کسان کار ته ورغواړي مجبوره شي چې خپل ټول کاروونکي وروغواړي.

که چیرته له مامورینو او د موسسو له کارکوونکو د دوی مشران وغواړي چې کار ته خامخا ولاړ شي، دوی به څه کوي؟

لومړی:

د (سي ډي سي) په نوم د امریکا په متحد ایالتونو کې  د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مهم روغتیایي مرکز دا سپارښتنه کوي چې په صابون او تودو اوبو لاسونه د لږ تر لږه ۲۰ ثانیو په مخه وینځئ. که صابون نه وي غوره ده چې کارکوونکي له کورونو له ځانونو سره خپل صابون دفترونو ته یوسي او هره ورځ خپل صابون بدل کړي یا له هغه لانده دستماله استفاده وکړي چې لږ تر لږه ۶۰ فیصده الکحول لري.

دوهم:

د امریکا په متحد ایالتونو کې شوې څیړنې څرګندوي چې د کار پر یوه عادي میز چې څوک  ډوډۍ خوري او د دې میز ترڅنګ له خپلو همکارانو سره هره ورځ ګوري نو په هر اینچ مربع کې شاوخوا ۸۰۰ بکتریاوې راغونډیږي یعني نژدې ۱۴ برابره د کمود د ناستې ترځای ډیرې بکتریاوې پکې وي. همداسې د دفتر نور وسایل له بکتریاوو ډک وي، نو روغتیايي مسوولان لارښوونه کوي چې کارکوونکي دې په منظم او پرله پسې ډول د کار وسایل په تیره بیا ګډ تیلفون بیا بیا په مکروب ضد مایع پاکوي. د مشترک تیلفون په اړه څیړنې څرګندوي چې په هر اینچ مربع کې یې په عادي حالتونو کې تر ۱۶۰۰ ډير بکتریاوې راغونډیږي. البته د بکتریاوو دا شمیرې د یوه امریکایي دفتر په باره کې دي. د افغانستان په دفترونو کې ښکاره ده چې بکتریاوې زیاتې وي.

دریم:

مامورین دې هڅه کوي چې د دفتر د تشناب کمود ته ډير لږ ورشي ځکه چې څیړنې ښیي چې د عام تشناب د کمبود شاوخوا له وایرسونه ډکه وي، خو که چیرته مامور اړتیا پيدا کړه چې تشناب ته ورشي باید هڅه وکړي چې پر څه لاس ونه وهي که یې لاس له څه سره ولګید باید خامخا له ۲۰ نیولې تر ۳۰ ثانیو پورې خپل لاسونه په صابون او تودو اوبو ووینځي. البته تر تشناب وروسته هم خپل لاسونه باید په صابون او تړمو اوبو لږ تر لږه ۲۰ ثانیې ووینځي.

روغتیایي لارښوونکي دا هم وایي چې مامورین دې په کاغذي دستمال لاسونه وچ کړي او که په تشناب کې د ګرمې هوا د وچیدو وسیله وي له هغې دې کار نه اخلي.

څلورم

کوم وسایل چې یو مامور لري هغه دې له نورو سره نه شریکوي، مثلا قلم، دستمال، صابون، پاڼې…او خپل وسایل دې هم په دفتر کې په میکروب ضد مایع بیا بیا پاکوي.

پنځم

له کوره بهر او په دفتر کې هڅه کوئ چې تر وسه وسه څه په لاس لمس نه کړئ. غوره ده چې په کاغذي دستمال یو شی راواخلئ یا یې لمس کړئ، مثلا که چیرته د لفت بټن څوک ټینګوي د ګوتې پرځای دې له کاغذي دستماله کار اخلي، د دفتر دروازې دې هم په لاس نه پرانیزي دستمال دې په لاس کې ونیسي په هغه دې خلاصې کړي.

شپږم

ځیني کسان پلاستیکي دستکش په لاسوي. روغتیایي لارښوونکي وایي چې ممکن دستکش د ناروغۍ د خپریدو باعث شي چې د چا په لاس وي. د دې لپاره چې پام به یې نه وي لاس به پرمخ تیر کړي.

په دې برخه کې انډپنډنټ ورځپاڼه یوه مقاله لرې چې پکې راغلې دي چې هغه کسان چې دستکش په دفتر کې په لاسوي ښایي تر هغو کسانو چې نه یې په لاسوي ډير په کرونا ویروس اخته شي، ځکه چې دستکش چاته ډير ډاډ ورکوي چې لاسونه مې خوندې دي خو دستکش هغو کسانو ته چې په کورونا ویروس اخته دي تر هغو کسانو چې مبتلا نه دي ګټور دي.

اووم

ښایي په دفتر کې تاسو د چا په اړه نه وي اوریدلي چې په کووید ۱۹ ناروغۍ اخته شوی او نور کسان ممکن تاسو ته ډاډ هم درکړي چې زه بیخي روغ رمټ یم نو ښایي دغه خبر او دغه ډاډ تاسو ترغیب کړي چې په لاس روغبړ وکړئ یا غیږ ورکړئ خو روغتیایي لارښوونکي وایي چې دا دواړه ډوله پوښتنې خورا خطرناکه دي او تر اوسه چې په نړۍ کې کوم کسان په کورونا اخته شوې دي اکثر یې د پوښتنې او جسدي تماس له لارې په دې وژونکي او اخیستونکي ویروس اخته شوې دي.

روغتیايي لارښوونکي وایي، له خپلو همکارانو سره په اشاره او په یوه خوله خندا له لرې پوښتنه کوئ او دغه نوی کلتور خپل کړئ.

اتم

د کار په چاپیریال کې یو مامور ممکن مجبوره شي چې له خپل همکاره سره له نژدې کار وکړي یا په غونډه کې برخه واخلي په دې دواړو حالتونو کې باید له یوه بل سره فاصله مراعات شي.  دا فاصله لږ تر لږه یو نیم متر ده خو ډير په دې باور دي چې دوه متره بهتره ده.

د روغتیايي راپورونو له مخې ځیني کسان داسې دي چې ظاهرا بیخي روغ ښکارې، عادي به ګرځي کار به کوي او نه به پوهیږي چې کورونا ویروس یې په تن کې شته خو دغه پټ ناروغان په ډيرې اسانۍ بل ته کورونا لیږدولی شي.

نهم:

روغتیايي لارښوونکي دا توصیه کوي چې مامورین او د موسسو کارکوونکي دې خوله او پوزه پټ کړي، ماسک دې وتړي او که ماسک نه وي په افغانستان کې ډير خلک څادر لري یا په یوه وړوکي تیکه اي دستمال هم خوله او پوزه پټولی شي. روغتیايي کارکوونکي په ځانګړي ډول د غونډې پرمهال او هغه وخت چې دوه یا درې یا ډير کسان سره نژدې دریږي یا کښیني د خولې او پوزې پر پټولو ټینګار کوي. البته نژدې فاصله همهغه تقریبا دوه متره ده.

لسم

پر مخ لاس مه وهئ. په ۲۰۱۵ کال کې د امریکا په متحد ایالتونو کې یوه څیړنه شوې وه چې له مخې یې څرګنده شوه چې انسانان په یوه ساعت کې تر ۲۳ ځله ډير خپل مخ ته لاس وروړي. کله چې څوک کار کوي او د کار تر فشار لاندې وي لا ډير پر مخ لاس وهي.

یولسم:

روغتیايي لارښوونکي وایي چې د ټوځي او پرنجي په وخت کاغذي دستمال په لاس کې ونیسئ او له استعمال سره سم دستي دغه دستمال په کثافت دانۍ کې واچوئ چې د بل چا لاس پرې ونه لګیږي او بیا لاسونه هم په ګرمو اوبو او صابون سم ووینځئ، یعني له ۲۰ تر ۳۰ ثانیو پورې.

دولسم

که چیرته کوم مامور ځانته مشخص ځای په دفتر کې نه لري بهتره ده چې یو ځای ځانته انتخاب کړي داسې ځای چې نورو ته نژدې نه وي.  همدغه ځای باید تر کښیناستو مخکې په مکروب ضد مایع پاک شوی وي یا یې پاک کړي.

دیارلسم:

که چیرته په دفتر کې مامور له ټیلفونه کار اخلي بهتره ده چې خپل ټيلفون استعمال کړي او په هغو ټيلفونونو دې زنګ نه وهي چې څو تنه یا بل څوک هم کار ترې اخلي.

څوارلسم

که چیرته څوک په دفتر کې ټوخی پسې واخلي او تبه یې شي سمدستي باید خپل مشر خبر کړي او کور ته ولاړ شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply