د لوړو زده کړو وزارت لا په خوب ويده دى

رئيس ناصر

0 543
نړۍ او افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د ژوند نږدې ټولو چارو ترڅنګ د زده کړې او تعليم ټولې چارې په ټپه درولې دي؛ علمي او تعليمي موسسې او مرکزونه لکه: مدرسې، پوهنتونونه، ښوونځي او روزنتونونه د کورونا د خپريدو له وجې د ناروغۍ تر کنترول پورې په بشپړ ډول بند دي. په افغانستان کې هم دې اصل ته په پام د پوهنې وزارت ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت هم په ټول هيواد کې د روانې حمل مياشت تر اخيره عمومي رخصت اعلان کړى دى خو؛ دا چې هيواد کې د کورونا ناروغي کنترول به شايد لاهم له يوې تر دوو مياشتو وخت وغواړي، داسې نه ښکاري چې پوهنتونونه دې هم د يادې شوې مودې تر اخيره فعاله شي.
تازه لوړو زده کړو وزارت د هغه ترتيب کړې لايحې په اساس چې د کابينې او ولسمشر له لوري ومنل شوه د انلاين زده کړو بديله طرحه جوړه کړه چې په اساس به يې د پوهنتونونو ښوونکي محصلينو ته د روان سمستر پلان درسي مواد او تشريح د انټرنيټ له لارې محصلينو ته وړاندې کوي خو؛ لاهم ددغې بديلې طرحې د عملي کيدو په لاره کې ډير خنډونه پراته دي چې بايد پر خوب ويده لوړو زده کړو وزارت يې له مخې لرې کړي.
په ټول هيواد کې نيم شمير محصلين لاهم انټرنيټي خدماتو ته لاسرسى نه لري دوى يا په داسې کليو او سيمو کې ژوند کوي چې هلته د موبايل عادي انتنونه هم نه ښکاري انټرنيټ خو يې لا لرې او ناممکنه خبره ده، ترڅنګ يې داسې محصلين هم شته چې د انټرنيټي اسماني لوړو بيو له کبله دې سيستم ته لاسرسى نه لري.
د لوړو زده کړو ناکامه مديريت له کبله لاهم د يادې شوې بديلې طرحې د تطبيق لپاره هيڅ هم نه دي شوي، د انلاين زده کړو د پرمخ وړلو لپاره ان ښوونکي هم د انټرنيټي ستونزو له امله ددې سيستم له ايجاد او فعاليت نه دي خبر او تطبيق خو؛ يې بيل اړخ دى.
  اوس چې لوړو زده کړو وزارت د انلاين زده کړو سيستم د زده کړې لپاره منلى نو بايد د مخابراتو وزارت سره يوځاى محصلينو ته د ځانګړي سيستم له لارې د انټرنيټ بيه خورا ټيټه او د امکان تر حده خدمات د محصلينو تر سيمو ورسوي.
 که وضعيت لاهم په دې برخه کې همداسې پيکه او د محصلينو د اړتياوو په پام کې نه نيولو پرمخ ځي وزارت بايد روان سمستر د ژمي د رخصتيو څخه په ګټې اخيستو تعليق او وځنډوي، ځکه تقريباً نيم محصلين دې سيستم ته فعلي شرايطو ته په کتو اسانتيا او لاسرسى نه لري، که داسې ونه شي يواځې دا سمستر به د کاغذ پر مخ بې له موثريته او عملي کيدو د تاريخ په زرينو کرښو کې وليکل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply