ولسمشر غني وتوانید د عبدالله همه شمول حکومت منحل او د همپالنې د ډلې سرې کرښې دړې وړې کړي

دا د افغانستان په سیاسي ژوند کې خورا مهم پړاو دي چې افغانان په خپل سیاسي درایت سره خپلې سیاسي مسلې حل کوي. ولسمشرغني وتوانیده چې د شړیدلو هیوادونو د رغاونې ستراتیژۍ ته عملي بڼه ورکړي.

هغه وتوانیده چې اساسي قانون خوندي او د عبدالله هغه غوښتنې رد کړي چې ټاکنې دې باطلې او د اساسي قانون خلاف دې یو حکومت رامنځ ته شي. له نژدې یو کلن سیاسي ناندریو وروسته ولسمشر غني وتوانیده چې د اجراییه ریاست کړکیچ ته د پای ټکی کیږدي او د صدارتي نظام د مینه والو پرغوښتنو خاورې ور واړوي. ولسمشر وتوانیده چې د عبدالله د ټاکن ډلې سرې کرښې چې د صدارت رامنځ ته کول وو دړې وړې کړي. ولسمشر وتوانیده، چې په خپل ټول قوت سره د دوه سره حکومت هیله ختمه کړي چې په کور دننه او بهر ځینو ورته پیاز په ګنډه کې وهلي وي. ولسمشر وتوانیده چې د افغانستان یووالی خوندي او هغه خوځښتونه له منځه یوسي چې د احمد او محمود په وجود کې د افغانستان دښمنانو پلان کړي وو. ولسمشر محمد اشرف غني وتوانیده چې ټول افغان سیاسي ډلې په داسې ډول د خپل نظام ترشا ودروي چې څو میاشتې وړاندې یې تصور نه کیده. ولسمشر وتوانیده چې خپل سیاسي مخالفین د خپل حکومت مامورین کړي.

سوله: ولسمشرغني به تردې وروسته د سولې په ډګر کې یوازې نه وي بلکې په دغه ډګر کې ټولو ننګونو ته به د افغانستان ټول سیاسي مشران په ګډه ولاړ وي او د سولې امتیاز او ستونزې به په مشترک ډول ویشل کیږي.

د مصالحې په شورا کې به د ټولو سیاسي مشرانو شتون طالب ته وښيي چې د افغانستان په استازیتوب نه یوازې له دولت، بلکې سیاسي ډلو او ټولنیزو سازمانونو سره مخامخ دي، چې د اوسني نظام د پیاوړتیا په سنګر کې له ملي ګټو او ملي ارزښتونو دفاع کوي. پاکستان، ایران او ځینو نورو افغان دښمنو هیوادونو ته به روښانه شي چې بلاخره افغانان د خپل برخلیک د ټاکلو او په سختو شرایطو کې د یوځای کیدو وړتیا لري. له طالبانو او امریکا سره په معاملو کې به د حکومت دریځ پیاوړی او راتلونکې سوله به له تزلزل څخه وتلې او د دواکم امکان به یې ډیر وي.

په کور دننه به ټولې غاړې دافغانستان په نظام کې ځانونه ښکیل وګڼي او سیاسي مشران او ډلې به له مشورو لیرې نه وي پاتې. بلخوا به سیاسي مشران هم نور دا ګیله نلري، چې له دوی سره مشوره نه کیږي.

طالبانو ته به هم بهانه نه وي ورپاتې چې له دولت سره خبرې نشي کولی، بلکې د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د مصالحې داسې شورا چې حکومت به یې یوه کوچنۍ مهمه برخه  او ټول سیاسي جریانونه به پکې ښکیل وي د یو پیاوړی افغان اړخ په توګه د سولې په بین الافغاني خبرو کې لوبې ته ورمخته شي. افغانستان به په لومړي ځل په کور دننه له خپلو نورو افغانانو سره داسې خبرو اترو کې ورښکیل شي چې د سیمې دهیوادونو دمداخلو لاسونه ور لنډیږي. کیدی شي د پاکستان په ګډون ډیرو ددغه ډول افغانستان او له طالب سره دسولې په خبرو کې دافغانستان ددغه ډول پیاوړې شورا، پلاوي او د نظام ددفاع د ټلوالې تمه نه درلوده.

له ډاکټرعبدالله سره د ولسمشر غني د جوړ جاړي ترټولو مهم اړخ چې ښاغلي غني ته به یوڅه درنه پریوځي هغه دوستم ته له قضايي مصونیت پرته د اعزازي یا افتخاري مارشالۍ د رتبې ورکړه ده چې عام سرنا خلاصي افغانان کیدی شي ورسره مخالف وي. خو د افغانستان د سالمیت او یووالي د ګواښ له منځه وړلو لپاره دغه ډول قربانۍ په نشت حساب بلل کیږي. د افغانستان دښمنانو ولسمشر د زهرو دغه غوړپ ته مجبور کړ. کیدی شي عام افغانان په دې ژر پوه نشي، خو د اتو میاشتو لپاره د ټاکنیز کړکیچ اوږدیدل د همدې فشارونو ښکارندويي کوي چې امریکا یې په لومړۍ کرښه کې ولاړه وه.

پردې سربیره ځینې نور افغانان له عبدالله سره د حکومت پرشریکولو غوصه دي، خو په دې یې سرنه دی خلاص چې ولسمشر واک نه بلکې څوکۍ شریکې کړیدي. د واک شریکیدل دیته وآيي چې عبدالله د تیر په څیرد ولسمشر کړنې ننګولې وای چې دا ځل هسې نه دي شوي. بلکې عبدالله او ملګرو ته یې د یوشمیر وزیرانو او چارواکو د ورمعرفي کولو چانس ورکړی چې ولسمشر د لوړې په ورځ اعلان وکړ، چې ټول شموله حکومت جوړوي او د افغانستان وضیعت ته په کتو به یې طبعا ټولو ډلو ته په یوه ډول واک ورکاوو، چې عبدالله هم پکې راځي. که کیله دا وي چې عبدالله به د وزیرانو په ګډون د حکومتي چارواکو د معرفي امتیاز ولري، دا امتیاز ټولو سیاسي مشرانو لکه سیاف، محقق، خلیلي، حکمتیار او کرزي صاحبانو درلود او هریوه خپل یاران او دوستان ولسمشر ته ور معرفي کول چې په لوړو څوکیو یې وګماري. نو داځل عبدالله ته پکې لږ ډیر امتیازورکړل شوی دی.

خو په ټوله کې د افغانستان د سالمیت او یووالي تیږه کیښودل شوه، پراساسي قانون معامله ونشو، عبدالله غني د ولسمشر په توګه وپیژانده، د دښمنانو د سیسې د اوس لپاه شنډې شوې، حکومت یو لاس شو، د سولې شورا او پلاوي لوری وموند، سیاسي ډلې او جریانونه د نظام ترشا ودرول شول او طالب جمع دوستانو ته یې یو پیاوړی اړخ ورپه ګوته شو چې کیدی شي د سولې خبرې انترې ورسره بریالۍ او ښې پرمخ ولاړې شي. تردې مهمه د طالب او چڼو هغه خوب، خوب پاته شو چې پرکابل یې د فاتحینو په توګه د ورختلو له اړخه دا څومیاشتې په پټو سترګو کې ګرځاوو.