عثماني: افغانستان کې د کرونا د ټولو پېښو تشخیص یو کال وخت نیسي

0 764

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني وایي، هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې دومره پرېمانه دي، که وغواړو ټولې تشخیص کړو یو کال وخت ونیسي او میلیاردونه ډالر پرې مصرف راځي.

هغه نن یوې خبري غونډې ته ویلي، کرونا تر هر کوره رسېدلې ده؛ خو حقیقت دا دی چې کرونا زښته زیاته ده او د پېښو شمېر هم څو چنده.

د نوموړي په خبره، مونږ اوس د کرونا د مخنیوي لپاره هغه کارونه کوو، چې باید درې میاشتې مخکې ترسره شوي وای.

هغه وايي، چې له کرونا سره مبارزه يې لومړیتوب دی او دې برخه کې به جدي هلې ځلې کوي.

بلخوا، افغانستان کې د روغتیا نړیوال بنسټ استازی، ریک پيپرکورن وايي، تر اوسه افغانستان کې د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې پنځه میلیونه ډالره لګول شوې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply