هېواد کې ۹ ميليونه کسان دندې نه لري

0 549

په افغانستان کې د کار او بې روزګارۍ په اړه وروستي معلومات ښيي چې دا مهال ۹ ميليونه کسان بېکاره دي چې دا د افغانستان د اقتصاد او ټولنيز وضعيت لپاره دردونکی خبر دی.

د کار او دندو په اړه تازه معلومات دا دي چې حکومت په ۲۰۱۹ کال کې ايله ۶۵۰۰ کسان پر دندو ګمارلي او هغه هم په اړيکو او فساد، په داسې حال کې چې هره ورځ شاوخوا دوه دېرش زره کسان له دولتي او خصوصي پوهنتونونو او تحصيلي مؤسساتو فارغېږي او کار ته اړتيا لري.

دغه راز د شویو سروې ګانو پر اساس، د کار شرايطو ته د برابرو کسانو شمیر همدا اوس په هېواد کې له ۴ سوه زرو څخه اوړي.

خو د افغانستان د نفوس د درېیمې برخې بېکاري د افغانستان د راتلونکې لپاره خورا خطرناک خبر دی. د اقليمي بدلون او طبيعي پېښو رامنځته خطرونه او د نړيوالو مرستو کمېدل پر دغو ګواښونو سربېره نور هغه عوامل دي چې ځوانان يې اندېښمن کړي او بېکاري ورسره زياتېږي.

د افغانستان د نصاب او مارکېټ تر منځ د اړيکې نشتوالی، زوړ سيستم او په ګمارنو کې پراخ فساد ټول د دغې بېکارۍ لاملونه دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply