طالبانو اختریز پیغام کې ژر تر ژره د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو غوښتنه کړې

0 831

د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت په خپاره شوي پیغام کې د سولې لپاره د طالب بندیانو خلاصون یو مهم پرمختګ بللی، خو د پاتې طالب بندیانو پر خوشي کیدو یې ټينګار کړی دی.

د طالبانو له لوري په خپاره شوي پیغام کې ویل شوي، د بین الافغاني خبرو د پیلیدو په موخه له ښکېلو خواوو غواړو چې د دې خبرو پر وړاندې پراته خنډونه له مخې لیرې کړي.

نوموړي ویلي، د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره طالبانو خپل مسولیت ادا کړی او له پاتې اړخونو یې غوښتي چې له دغه فرصت ګټه پورته کړي: « له افغانستان څخه د یو شمیر امریکایي سرتیرو پر وتلو خوښ یوو او له تړون سره سم د پاتې امریکایي ځواکونو پر وتلو هم ټينګار کوو.»

تر دې وړاندې حکومت ویلي چې د بندیانو خوشې کول سولې ته زموږ بشپړ نیت ښیي او که طالبان تاوتریخوالی راکم کړي، د سولې پروسې پاتې پرمختګونو ته هم ژمن دي.

No photo description available.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply