د طالبانو له جګړو د بې ځایه شویو خلک وضعیت

سید عبدالله پاچا

0 746

تازه د کندز په امام صاحب او خان اباد ولسوالیو کې طالبانو سختې جګړې پيل کړي چې له کبله یې سلګونه کورنۍ د کورنو پريښودو ته اړ شوي دي.

طالبان چې د خلکو له کورونو د سنګر کار اخلي، ډير کله د جګړې قربانیان ملکي وګړي وي او ملکي وګړي اړ کیږي چې کورونه طالبانو ته پریږدي.

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ یو قومي مشر خبرې مې له رسنیو سره واوریدې چې نږدې هر کور او هر باغ کې طالبانو مورچې جوړې کړي او له دې ځایه پر افغان ځواکونو بریدونه کوي چې مقابل لوري او د طالبانو ډزو کې ملکي وګړي قرباني دي.

دا قومي مشر وایي، د طالبانو جګړې د ټولو خلکو د ژوند ارام اخیستی او  شپه او ورځ ناارامنه او د اولادونو د خوندیتوب په غم کې وي.

د دې سیمې ډيری نارینه، ښځینه او ان ماشومان په رواني ناروغي اخته شوي، ځکه هلته هره ورځ طالبان په بد شکلونو سره ګرځي او هره ورځ ډزې کوي.

د دې سیمې زیات شمېر کورنیو ډک کورونه پريښې او یواځې سر یې خوندي ځای ته رسولی چې اوس په بد وضعیت کې ژوند کوي.

د طالبانو له نورو ولسوالیو چې طالبان پکې جګړې کوي، پخوا خلک د کندز ښار او ان کابل ته کډه شوي او سخت ژوند لري.

اوس چې یو ځل بیا طالبانو جګړې پيل کړي او د دې جګړې رهبري د پآکستان له استخباراتي کسانو سره ده، پلان یې دا دی چې خلک کورونو کې تنګ کړي او له سیمو یې وباسي.

دې سیمو کې خلک فصلونو ته پراته وي چې فصلونه به یې څو افغانۍ وکړي او بیا به پرې ژمی تیر کړي، خو اوس داسې ښکاري چې له دې خلکو فصلونه پاتې او راتلونکی ژمی له لوږې سره مخ دي.

که څه هم افغان دولت او خیریه بنسټونو له دې کورنیو سره لومړنۍ مرستې کړي، خو دا مرستې کفایت نه کوي او لا ډيرو مرستو ته اړتیا لري.

ما لپاره جالبه وه چې هغه ورځ طالبانو میدان وردګ ولایت کې سیلاب ځپلو سره مرستې کولې، خو کندز کې خلک له کورونو وباسي او د مرستي اخیستو لپاره یې محتاجه کوي.

جګړه چې نه وي، هیڅوک مجبور نه دي چې مرستې ته کیني، خو چې جګړه وي، نږدې ۷۰ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

دا نه لومړی او نه وروستی ځل دی چې د طالبانو له جګړو خلک بې ځایه کیږي، طالبان په قصدي ډول باندې کلیو کې جګړه کوي چې خلک په ژوند کې تنګ کړي.

دا د پاکستان د استخباراتو پالیسي ده چې خلک باید سیمو کې نه وي، که وي، باید له دوی سره هر ډول همکاري ولري او که همکاري نه کوي، بیا یې په قصدي ډول له کور باسي، کور څخه یې سنګر جوړوي او د ځمکې حاصلات یې د غنیمت په توګه خوري.

طالب د دې وطن او افغانانو لپاره د سرطان دانه ده او تر څو چې دا دانه وي، تر هغې به افغانان ځوریږي او وطن به پرمختګونه نه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply