د پښتو پر ضد د شفیع عیار هڅې

عبدالروف لیوال

0 1,223

څه موده وړاندې یوه لامذهبه کس د شفیع عیار په نوم دآغلې فوزیې ناشناس د نازکو عواطفو او احساساتو په راپارونې سره ، بیاهم د صبورالله سیاسنګ په څیر چې د ناشناس له زړښت نه یې ناوړه ګټه پورته کړې وه – د پښتو ژبې او پښتونولي سره خپل ضدیت څرګند کړ- دایوه مرکه وه چې د (یوټیوب او یوه ضد افغانی) ټلویزیون له لارې خپره شوه.

برسره پر دې په هیواد کې د نویو انعطافونواو هیلوپه را جوتیدو سره چې دملی پخلاینې په هکله رازرغون شوی اود افغانستان دیو موټي کیدو نوې وړانګې په راختیدو دی – دې هیلو د ستمیانو ورږ، زیږه کړی اوله وارخطایی سره مخ دی – نو مذبوحانه هلې ځلې کوی ترڅود هیواد میشته قومونو په مينځ کې د پښتون  (مشر ورور) حثیت ته په کرغیړنو لیکنو او خپرونو بدلون ورکړی اودې بهیر ته غوټې ورواچوی.

څرنګه چې پورته عناصرو په دې هم بسیاینه نه ده کړي – داځل غواړی چې دپښتو ژبې بل ستوری وتلی هنرمند او فرهنګی اسطوره (فرهاددریا) دخلکوپه نظر کې خرابه کړی او هغه تردې عنوان لاندې (فرهاددریاعضوبرحال افغان ملت شاخه آلمان نیست؟)یوه تعصبی لیکنه ده چې په انترنیتی پاڼو کې خپره شوې.

پورته کسان غواړی چې ځینې پخوانی پوه او علامه پښتانه د نورو تر نظره له پو ښتنې لاندې راولی، لکه دا جملې :

((به خاطر داشته باشیم که پشتون های فارسی نویس و فارسی سرا ده ها مرتبه بهتر از فارسی زبان های ما می نویسند و می سرآیند، شاد روان ها استاد عبدالحی حبیبی که چند روز قبل من نقد گونه ی تندی را در مورد دیدگاه شان نوشتم، سلیمان لایق، حسن بارق شفیعی، دکتر نجیب الله، و حالا غرزی لایق. دکتر حمید روغ، دکتر صبورالله سیاه سنگ، از هنر مندان عزیز نگار گر ما هژبر شینواری  و فراوان شخصیت های دگر پشتون تبار هزار بار از منی بی سواد و از بسیاری با سوادان تاجیک تبار بهتر و رساتر می نویسند حد اقلی از نوشته های پشتو نه دارند. من که شخصن در نویسنده بودن حتا شاگرد درجه ی بیستم هر یک این ها نیستم. ))

دا پورته کسان چې عثما ن نجیب يې په هکله د یوه تاجک په تو ګه لیکلی، د فوق العاده استعداد لرونکی او پوهان ول چې په دواړو ژبو یې پرته له تعصب نه حماسې زیږولی – دا چې د افغانستان فارسی ویونکی دومره کُند ذهنه او غبی دی چې په پښتو یوه ښکلې ادبی ټوټه نشی لیکلی دا دهغوی مشکل دی نه د ډاکتر ناشناس او فرهاد دریا.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply