زموږ سوله او کرسمس

عبدالروف لیوال

0 825

خدای (ج)بشرته په وروستی رالیږل شوی کتاب (قرآن عظیم الشان) کې فرمایلی :

الآیه : إِنَّمَا المُؤمِنونَ إِخوَةٌ فَأَصلِحوا بَينَ أَخَوَيكُم ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُم تُرحَمونَ *

ترجمه :مومنان سره وروڼه دی ،دوروڼوترمینځ سوله وکړی اوپه پرهیزګاری سره دخدای تابع دارشی.

په پورتنی آیت شریف کې (فَأَصلِحو) دامر صیغه ده ، چې خدای (ج) مسلمانانوته امر کوی .

خوزموږدسولې ددواړواړخومرکچیان دخدای تعالی امرنه راڅرخی اودټرامپ او کرسمس سپارښتنه ورته لومړیتوب لری.

دوی په دریو میاشتو کې د شیخانو د ډالرو د چړچو له برکته ایله وکړای شول چې دسولې د ټیر(ارابې) د کولولو لپاره دکاغذپرمخ دوه ویشت نا څرګند څپرکی وکاږی (لکه چې پرکنګل یې ولیکې او بیایې لمر ته کیږدې) په دې درې میاشتو کې ددې لپاره چې داټیربیرته راشیوه نشی ، څو ځلې امریکې دپمپيو په لاس ډنډه پنج ورته کیښود تر څو په شا نشی.

دلته دننه په هیواد کې جګړه په درز کې روانه ده هره ورځ د بیګناهو مسلمانانو وینې د هوایی بريدونو او مځکنی چاودنوله امله بهیږی – د کونډوُ، بورو میندو، د ځوانيمرګو ځوانانو د سپينرو بوپلرونو دوه سترګې د قطر خواته څلور شوې چې ګنۍ یو زیری به واوری خو تاسې چې په دریو میاشتو کې لکه د سلطان محمود لټان غوندې ستړی شوی یاست– نوبیا مو تابیا ونیوله چې د کرسمس په ویاړبه درویشت ورځې رخصتی وکړی ،ترڅوپه دې درویشتو شپو کې د شیخانو او ډالرو د خوراک ارګمی او ټیغ وباسی.

هو رښتیا ! د کافرانو د جشن (کرسمس) په خاطر د سولې په خبرو  کې ځنډ راولی ،  د روژې د مبارکې میاشتې په اوه ویشتمې دډیر ثواب ګټلو په خاطر د مسلمانانو وینې بهوی – او بیا فتوا چلوی چې جهاد د روژې په میاشت کې لاډیر اجر وثواب لری.

د مسلمانانو اختر  ته هغسې فتوا او د کافرانو اخترته داسې خوشحالی تاسونه دخدای دامر (فاصلحو) تعجیل له یاده ویستلی.

نو مالومه ده چې دا سوله د پردیو په سپارښتنه اوډنډه پنج په پردیوهیوادونو کې دپردیو دموخوبشپړولو لپاره سر ته رسی.

څرګنده خبره خو لادا ده چې هغه چارې چې دیهودونصاراپه نغوته سرته رسی هغه به هیڅکله دمسلمانانو په ګټه نه وی که داسې ونه شول دا کریسمس او دا رخصتی دې نښه وی .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply