وسله‌وال طالبان په بشپړه توګه له لښکرګاه په شا وتمبول شول

0 877

د هلمند امنیتي چارواکي وایي، طالب وسله‌وال یې په بشپړه توګه د لښکرګاه له ښار په شا کړي خو زياتوي چې لا هم د ښار په ځينو سيمو کې چاڼيز عمليات دوام لري.

د چارواکو په خبره دامهال د لښکرګاه ښار په بشپړ ډول د امنيتي ځواکونو په واک کې دی او وايي، وسله‌والو طالبانو ته له څو ورځو راهیسې د درنو تلفاتو په اوښتو سره دې ډلې د ښار ټولې برخې پرېښې دي.

دوی وایي، که څه هم وسله‌وال طالبان د لښکرګاه له ښار څخه وتلي خو لا هم د دې ډلې پر وړاندې هوایي او ځمکني علميات روان دي، څو په خبره يې ټولې نیول شوې سیمې تېر پاکې شي. په تېرو څو ورځو کې د امنيتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د نښتو له امله په هلمند کې تر ۵زرو زیاتو کورنیو د جګړو له امله خپلې مېنې پرېښي او امن ځایونو ته کډه شوي دي.

د هلمند ولایت د کډوالو چارو ریاست وایي، تر دې مهاله يې يوازې له ۲۵۰ کورنیو سره نغدي مرستې کړي او اړتيا ده چې له نورو کورنيو سره هم ورته مرستې وشي. ولسمشر غني هم تېر ماښام ټولو اړوندو ادارو ته امر وکړ چې په هلمند کې د وسله‌والو طالبانو لوري د تاوتريخوالي په ترڅ کې بې ځايه شويو کورنيو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply