مختلط اقتصادي سيستم

عثمان غني زابلي

0 1,028

مختلط اقتصادي سيستم (Mixed economics system)

   مختلط اقتصادي نظام داـسي يو سيستم دي چي د سرمــــايه داري  او سوسيالستي اقتصاد ي نظامونو څخه ترکيب شوي دى.
پدي معني چي په دي نظام کي د سرمايه داري او سوسيالستي اقتصادي نظامونو د ښه والي او برياليتوب د پيداکولو کوښښ کيږي اوهمدارنګه په نوموړي نظام کي د سرمايه داري اوسوسيالستي اقتصادي نظامونو د نيمګړتياوو اوعيبونو څخه مخنيوى کيږي همدارنګه پدي سيستم کي دوه سکتورونه چي عبارت دي له خصوصي سکتور اودولتي سکتور څخه فعاليت کوي
د مختلط اقتصادي سيستم اساسي خصوصيات
د مختلط اقتصادي سيستم اساسي خصوصيات په لاندي ډول دي
(١) دوه ګوني اقتصادي ملکيت : په مختلف اقتصادي سيستم دوه سکتورونه چي يو يي خصوصي سکتور اوبل يي دولتي سکتوريعني فردي ملکيت اوعامه ملکيت موجوددي دادواړه سکتورونه يو دبل سره رابطه لري په مختلط اقتصادي سيستم کي صنعتونه په دوه برخوويشل شوي دي چي يوډول يي اساسي او خاص صنعتونه چي ددولت لخوا تر سره کيږي د مثال په توګه ددفاعي سامان الاتو توليد ، اټومي انرژي ، فولاد ، درانده ماشينونه ، د الوتکو توليد ، د بحري بيړيو جوړول صادرول او واردول او همدارنګه په لويه پيمانه جنګي سامان الات اوداسي نور توليدول اوصادرول ددولت لخوا صورت نيسي ددي څخه علاوه نور صنعتونه او تصديګاني د خصوصي افرادو په واک کي وي لکه د شکري توليد ، غوړيو توليد ، د ټوکرتوليد ، د موټروجوړول فابريکي اوبرقي سامان الاتو توليد او داسي نور .
خوبايد وويل شي چي په مختلط اقتصادي سيستم کي دولت خصوصي تصديګاني په بشپړه توګه ازادي نه پريږدي بلکه په مختلفو ميتودونو سره يي پدي خاطرکنټرولوي چي د تصدي مالک ته د زياتي ګټي په ځاي ټولني ته زياته ګټه ورسيږي .
(٢) دقيمتونو رول :
 پدي سيستم کي د مختلفو طريقو څخه کاراخستل کيږي په دولتي تصديګانو کي داجناسو توليد ، د قيمتونو معيار اود پانګي اچوني لپاره پريکړه ددولت د لارښوونو په اساس صورت نيسي مګرپه خصوصي تصديګانوکي پس انداز، پانګه اچونه توليد اود قيمتونو ټاکل دازادنظام د قيمتونو په اساس صورت نيسي .
د اقتصادي ګډوډي مخنيوي : په سرمايه داري اقتصادي سيستم کي د عايد د غيرعادلانه توزيع په وجه  اقتصادي ګډوډي راپيدا کيږي غريب اوسرمايه دار په دوه طبقو ويشل کيږي غريبي طبقي ته د تعليم او پرمختګ مساوي مواقع نه ورکول کيږي چي پدي وجه د اقتصادي پرمختګ معيار ټيټيږي او په خلکو کي د بدناميۍاو نفرت جذبات راپيدا کيږي .
مګر په مختلط اقتصادي سيستم کي د ګټو او عايد په تو زيع کي ګډوډي نه رامنځته کيږي د اجتماعي عدل  او سو کالۍ غوښتنه پو ره کيږي همدارنګه غريبي اوسرمايه داري طبقي ته د يو نوعه پرمختګ مواقع په لاس ورځي دولت په سرمايه داره طبقه لکه سوداګرو ، متصديانو ، او سرمايه دارانو باندي زيات ټکسونه وضع کوي چي ددغي ټکسونو څخه لاس ته راغلي عوايد دغريبي طبقي دسوکالي لپاره مصرفوي مثلا تعليم  او تربيه طبعي او صحي  چارو کي ورسره په وړيا توګه مرسته کوي .
(٤)- دمارکيټ په انحصاراتو باندي کنترول :
په سرمايه داري اقتصادي سيستم کي عموما لو ي ،لوي اقتصادي فعاليتونه د دمارکيټ د انحصار شکل غوره کوي مګر په مختلط اقتصادي سيستم کي د هغو اجناسو توليد چي ټولني ته ګټور نه وي د هغو ي د توليد مقدار ،قيمت ،ګټه او نور نقاط د اجتماعي مفاد په خاطر کنټروليږي .
(٥) – د ګارګرانو د حقوقو ساتنه :
حکومت دتصديګانودکارګرانو د حقوقواو مفاداتو ساتنه کوي اوددي هدف لپاره قوانين جوړوي ترڅو توليدونکي دکارګرڅخه ناجايزه استفاده ونکړي اودهغوي حق تلف نشي پدي لړ کي حکومت ځيني قوانين جوړوي لکه د مزدورانو دمزد ومعاش ټاکل ، دکار وختونه . دکارکولو ساعتونه ، د هفتي رخصتي او حوادثو په صورت کي معافيه ورکول .
د مختلط اقتصادي سيستم ښيګڼي :
(١) د فردي ملکيت ازادي
(٢) د اقتصادي فعاليت ازادي
(٣) پدي سيستم کي دکوښښ کولو ترغيب صورت نيسي
(٤) اقتصادي پرمختيالپاره صحيح دى
(٥) د توليدعوامل پدي سيستم کي په ښه توګه استعماليږي
(٦) پدي سيستم کي پس انداز او پانګه اچونه پرمختګ کوي
(٧) د اقتصادي پلان جوړوني په واسطه اقتصادي پرمختګ تيزيږي
(٨) د غريبي طبقي مفادات ساتل کيږي
(٩) دولتي تصديګاني ديو څو افرادو اقتصادي پرمختګ پرځاي اجتماعي پرمختګ او انکشاف ته تو جه کوي
(١٠) د ګټو او عايد اتو په ويش کي تفاوت نه پيداکيږي
د مختلط اقتصادي سيستم نيمګړتياوي.
د مختلط سيستم نيمګړتياوي په لاندي ډول دي
۱ پدي نظام کي د مستهلکينوګټي او مفادات نه ساتل کيږي
۲ پدي نظام کي مولدين د خلکو لپاره د اجناسو دمشهورتياپه خاطر ډيري پيسي مصرفوي مستهلکين دوکه کوي او د غيرمعياري اشياوو په خرڅلاو پري کاميابيږي پدي لړکي حکومت مداخله نه کوي  چي پدي ډول په اشتهاراتو باندي د مصرف شوي پيسومقدار د مستهلک څخه اخستل کيږي .
۳ پدي نظام کي طبقاتي سيستم رامنځته کيږي دسرمايه دار او کارګرو دواړو طبقوګټي  په ټکر کي  واقع کيږي اوکلا ناکله په جنګ هم بدليږي
۴ په خصوصي سکتور کي توليدي عوامل د اجتماعي ګټو په نظر کي نيولو سره په کار نه وړل کيږي
۵ شخصي تصدي او فابريکي ډيره ګټه لاسته راوړي او د ډيري پانګي لاسته راوړلو په وجه د مارکيټ په انحصار لاس پوري کوي
پدغه نظام کي نوساني تغيرات رامنځته کيږي چي  دهغي په وجه  په ملي اقتصاد کي توازن له مينځه ځي
د دي څخه مخکي مونږدسرمايه داري  او سوسيالستي نظامونو په هکله په تفصيل سره بحث وکړ اودنوموړو دواړو نظامونو ښه والي او بدوالي مو وڅيړه.
د څيړني څخه معلومه شوه چي دا دواړه سيستمونه د انفرادي او ټولنيز اقتصاداو همدارنګه د ټولني د سو کالۍ او فلاح لپاره کامل او اطمينان بخش نه دي ځکه په دواړو نظامونو کي ډيري نيمګړتياوي موجود دي  په همدي ترتيب مختلط اقتصادي نظام چي نسبت سرمايه داري او سوسيالستي نظامونو ته يو څه ښه والي لري هغه هم نيمګړتياوي لري ددغو نيمګړتياوو دلري کولو په خاطر يو بهترين ، مکمل او انکشاف پذير اقتصادي نظام ته ضرورت محسوسيږي چي دا ضرورت د اسلام د سپيڅلي اقتصادي نظام په خپلولو سره پوره کيږي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply