تیر ته یوه لنډه کتنه‎‎

لیکوال:  عثمان غني زابلي 

1,366
انتونی سی د امریکا متحده ایالاتو یو قوماندان وو چي د هلمند په سنګین مارجه او لښکرګاه کی یی څلور کاله له طالبانو سره مخامخ جګړه کړي ده.
انتوني ممکن مخکي هم پوهیده چي دافغانستان جګړه زموږ یو ظلم دی، دا خلک د ظلم ندي، ددې خلکو یو ارام نظام وو موږ د ۵۲B  ډولو الوتکو په زور په یوه شپه کي ور وران کړ.
انتوني اوس کله کله په خپلو جرمونو هم اعتراف کوي چي په هلمند کی یی تر سره کړي دي.
خو دا هم کله کله د حقیقت خبره ځیني وشی چي امریکا د اسامه بن لادن په بهانه افغانستان ته راغله.
مګر امریکایان پوهیدل چي  اسامه بن لادن ترورست ندی.
کومه پیښه چی امریکا کي وشوه، هغه خپله امریکایانو وکړه حتی اسامه ورباندی خبر لا هم نه وو.
خیر دا خو هر لوستی ځوان چی مطالعه وکړی ورمعلومیږی.
مګر د  تیر حکومت مشر اشرف غني بیا خپلو جنګیالیو ته په بار بار د اسامه د وژلو او طالبانو د حکومت ړنګولو یادونه کوله.
اشرف غني پوهیده چي دا عسکر دومره مطالعه نلري چي زه ورته ووایم چی ستاسو د شتون له سببه اوس په امریکا حمله نکیږی، مننه له تاسی چي د طالبانو سره جنګیږی مهمه نده چی هغوی پر حق دي که نا حق خو ستاسی قربانی د امریکا لپاره مهمه ده که چیرته تاسی ونه جنګیږی نو په امریکا بیا د برید پیښه رامنځته کیږی.
مګر زه باور لرم چی اشرف غنی حتمی په دې پوهیده چي د امریکا پیښه کله دافغانستان سره تعلق درلود؟
کله اسامه کوله؟
هغه خو خپله د امریکانو تر منځ د ناندریو او خپلو منځی کشمکش پایله وه حتی دا اقرار امریکان هم کوي.
مګر عسکرو ته دا په ذهن ورکول چی هغه پیښه د اسامه کار وو او اسامه په افغانستان کی وو.
خو عسکرو ته یی دا نه ورښودل چی ایا که ریښتیا هم اسامه همدا کار کړی وی نو ایا د یو کس په سر ټول هیواد ورانول جایز دی؟
یوه کس به ۳۰۰۰ کسان وژلی ولی مګر امریکا خو( ۲۰۰۰۰۰۰) شل لکه افغانان ووژل.
که څه هم د( WTO) پر سازمان پیښه چی د ۲۰۰۱ کال دسیپتمبر په ۱۱ ورځ رامنځته شوه نه اسامه ورباندی خبر وو او نه هغه دا کار کړی وو..
که چیرته اسامه غوښتل چی امریکا ته تاوان ورسوی نو بیا د یو صرافی مارکیټ نړول څه ضرور وو؟
بیا خو یی د امریکا پر دفاع وزارت، یا هم سپینه ماڼۍ باندې حمله کوله.
خو لوستونکي پوهیږي چي اصل حقیقت څه دی؟
لوستونکي په دي هم پوهیږي چي یو کس ته نړیوال تروریست څه وخت ویل کیږي.
که موږ فرض کړو چي اسامه پر امریکا حمله کړي وه نو د یوه یوکس پر سر ټول هیواد ورانول خپله شدید تروریستی عمل دی.
ښه نو  ملا محمد عمر نړیوال تروریست معرفی کول ولي؟
 هغه خو  یو خارج ملک په سترګو هم ندی لیدلی حتی نژدی پاکستان ته یو ځل د مجاهدینو په وخت کی تداوی ته تللی دی.
ملا برادر نړیوال تروریست معرفی کول په کوم سبب؟
هغوی خو یوازی دافغانستان خلک له ټوپک سالاری، چور غلا، پاټکونو څخه خلاص کړل.
ایا تاسی وا نه وریدل چي خلک جوش تیلو ته واچول شول؟
ایا تاسی نه دی اوریدلی چی مجاهدینو په اخیری حالاتو کی حتی دوستم هم مجاهد وو د چور مجاهد وو نوم یی اوس هم د ګیلم جم ګټلی، ګیلم جم یعنی چور ،او د خلکو د کورونو ګیلم فرش لوټول.
خو امریکا همدغه طالبان چي د هیواد د هوساینی لپاره یی خلک له چور ظلم،  غلا او تښتونو څخه خلاص کړل همدغه  کسان چی د افغانستان د خلکو د هوساینی لپاره را مخته شول ټوک ټوک کړل او نړیوال تروریست یی معرفی کړل. ګونتانامو ته یی یوړل جیلونه بندیخانی محبسونه یی پری ډک کړل.
پښتانه متل کوي
چې مړ هم زه پړ هم زه.
امریکا بیا تیر افغان حکومت همدغسی غلطوی لکه دوی چی خپل عسکر غلطول.
امریکا یو ستراتیژیک تړون له تیر افغان حکومت سره لاسلیک کړ، د تړون له مخی به امریکا د افغانستان هر ډول دفاع کوي تر ۲۰۲۴ کال پوری او هیڅ نظامی اډه به له افغانستانه نه وځی پنځه لویی لویی اډی به دلته جوړوی.
مګر پاکستان د افغانستان په زرونو کیلو متره خاوره لاندې کړه، په خاوره مینو سرتیرو جګړی باندی وکړی سرونه یی باندی مات کړل ځانونه یی پری قربان کړل، خو نه د حکومت مشر اشرف غني یی پوښتنه وکړه او نه امریکا په خپله وعده ودریده.
پر کنړ ولایت هره ورځ لسګونه راکیټونه د پاکستان لخوا را غورځیدل، خو نه دحکومت مشر یی پوښتنه کوله او نه امریکا د حکومت دفاع وکړه.
د ایران دولت هم لسګونه کیلومتره زموږ خاوره په همدی پنځو کلونو کی لاندی کړه خو هیڅ د دې خاوری ننګ چا ونه کړ.
مګر راځو اوسنیو پیښو ته،
امریکا تر ۲۰۲۴ کال پوری د تیر افغان حکومت سره د پاتی کیدو وعده کړی وه مګر اوس یی نه د افغان حکومت د مشر زاریو ته غوږ ونیوی او نه خپل تعهد ته وفادار شو حتی د شپی وتښتيدل
باګرام هوایی اډه یی د شپی پریښی او حتی افغان حکومت ته یی د تسلیمی لپاره هم حال ندی ورکړی، ځینی لوکس ماشینونه هم د ټیکدارانو لخوا لوټ شوي دي.
د جرمني دولت یوه لوی بیس په مزارشرف کی په داسی حال کی خالی کړ چی نه یی حکومت ورغوښتی وو او نه یی څوک خبر کړي وو. مګر د عطامحمد نور ملیشو پر همدی ماښام په داسی حال کی چور کړ. چي د برق پایی والوزولی تر څو په ښار کی تاریکه راشي او څوک مو مخه ونه نیسی .
تیر افغان حکومت ملت او خپل عسکر ټول وخت پر درواغو و ساتل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.