د ولسي جرګې ۵۰ غړي د دې جرګې هېڅ غونډې ته نه دي حاضر شوي

0 821

په ولسي جرګې کې يوې سرچينې سيحون نيوز ته ويلي چې د يادې جرګې ۵۰ تنه غړي د جرګې غونډو ته حاضرېږي او په دايمي توګه غير حاضري دي.

وروسته تر هغې چې په ولسي جرګه کې د فارياب د خلکو استازې رنګينې کارګر د ۱۴مياشتنۍ غېر حاضرۍ په اړه چې ټول مالي امتيازونه يې خوندي وو راپورونه خپاره شول، اوس تازه د ۵۰ تنو وکيلانو دايمي غېر حاضرۍ د خلکو غبرګون راپورته کړی دی.

په دې ترڅ کې د ولسي جرګې لومړی مرستيال عباس ابراهيم‌زاده د يادې جرګې رئيس ميرالرحمان رحماني تورنوي چې د نوموړي نږدې خپلوان چې د ولسي جرګې غړي دي، هم له کلونو راهيسې د ولسي جرګې غونډو ته نه دي حاضر شوي.

د ابراهيم‌زاده په خبره، په ولسي جرګه کې د يو شمېر وکيلانو دايمي غير حاضري د دې لامل شوې چې د رايې اچونې پرمهال د جرګې نصاب نيمګړی وي. نوموړی وايي، دا کسان تر ډېره د يادې جرګې رئيس ميرالرحمان رحماني ته له نږدې کسانو څخه دي او ټينګار کوي چې له دې کسانو بايد د يوې دورې لپاره د ولسي جرګې غړيتوب صلب شوي.

ابراهيم‌زاده په دې اړه وايي:

«کالونه کېږي چې نږدې ملګري او خپلوان دې پارلمان ته نه دي راغلي. خو که زه يو يا دوې ورځې نه وم په ټلوېزيون کې راپسې اعلان کوې.اوس دې د خپلو قوم او خپلوانو نومونه تلوېزيون ته ورکړه. دا څه ډول عدالت دی، ولې يې د يوې دورې لپاره نه خارجوئ؟»

په ورته مهال په ولسي جرګه کې يوه سرچينه سيحون نيوز مني چې د يادې جرګې اداري هيئت د حاضرۍ کنټرول په اړه بې تفاوته دي او په دې برخه کې هېڅ ډول اصلاحي اقدام نه کېږي. دغه سرچينه زياتوي، هغو وکيلانو او کارکوونکو ته چې په دايمي توګه غير حاضر دي د ولسي له لوري معاشونه او نور مالي امتيازونه هم اجرا کېږي.

خو د ولسي جرګې د داخلي اصولو په ۱۲۰مه ماده کې راغلي:

«په عمومي ناستو او يا هم د کمېټو په ناستو کې چې د وکيل غير حاضرۍ په صورت کې د نوموړي مياشتنی معاش پر ورځو وېشل کېږي او د هغې ورځې ټاکلې اندازه يې له معاش وضعه کېږي.»

دغه راز د داخلي اصولو ۱۲۳مې مادې لومړۍ فقرې له مخې:

«هر وخت چې د ولسي جرګې غړی په متواتره توګه د يوې مياشت لپاره په عمومي او يا هم د کمېسيون په ناستو کې حاضر نه شي، د يوې مياشتې معاش يې نه اجرا کېږي.»

دغه راز د همدې مادې په دويمه فقره کې راغلي:

«که د وکيل غير حاضري له دوو مياشتو واوړي، نو په جرګه کې به يې د عضويت په اړه پرېکړه د جرګې غړي کوي.»

ولسي جرګه ۲۵۰ غړي لري خو د يادې جرګې ځينو غړيو له سيحون نيوز سره داسې مالومات شريک کړي چې له مخې يې په عمومي جلسو کې يوازې ۸۰تنه غړي ګډون کوي او له ۵۰ زيات هغه يې دايمي غير حاضر دي او له ۸ مياشتو را په دېخوا د جرګې هېڅ غونډې ته نه دي حاضر شوي.

په ولسي جرګه کې د نيمروز د خلکو استازی ګل احمد نورزاده په دې اړه وايي:

«ځيني وکيلان يوازې په هغو ورځو کې چې وزيران د باور رايه اخلي جرګې ته راځي او د دوی دغه راتګ کمپايني بڼه لري. ځيني نور بيا ډېر وخت په خارج کې وي.»

د ولسي جرګې نايب منشي حجت‌الله خردمند هم تائيدوي چې د ولسي جرګې ډېر غړي غير حاضر دي او زياتوي چې د يادو کسانو شمېر ۵۰ تنو ته رسېږي. نوموړی وايي، د يادو دايمي غير حاضرو وکيلان لېست به په راتلونکي کې له رسنيو سره شريک شي.

خردمند که څه هم د غير حاضرو کسانو د معاش او نورو مالي امتيازونو ورکړه ردوي خو يو شمېر نور وکيلان بيا وايي چې د دايمي غير حاضر وکيلانو ټول امتيازونه اجرا کېږي. له دې سره ويل کېږي چې په ولسي جرګه کې د فارياب د خلکو استازې رنګينه کارګر له ۱۴ مياشتو را د زيږون په پلمه دې جرګې ته نه ده ورغلي او امريکا ته تللې.

خو په دې ۱۴مياشتو کې هېڅ غير حاضري نه لري او ټول مالي امتيازونه يې هم اجرا شوي دي. د ولسي جرګې هغه غړي د دايمي غير حاضرانو په ليست کې دي له سيحون نيوز سره خبرو ته حاضر نه شول، خو له ډلې يې يو شمېر د دې خبر په غبرګون کې ويلي، ملي شورا وړکتون نه دی چې ورځنۍ حاضري ولري او يا دې يې هم په ټولو ناستو کې د غړيو حضور الزامي وي.

سيحون خبري اژانس

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply