اړينه ده چې نړيوال دافغان ولس د غميزي حل ته متوجه کړو !

حبیب الله غمخور

0 992

افغان روښنفکرانو!

هرچيري اودنړۍ په هرگوټ کښي چي اوسېږ ی  بايد په خپل  ملي قوت اوتاريخی  رسالت او مصوليت پوه سئ!

دافغانستان دپرمختگ تاريخي بهيرته په کتوسره هر لوستونکی اوڅېړونکیپدې باوري کيږ ي چې  دافغانستان داقتصادي،فرهنگي اوسياسي بهرپرمختگ دنړ يوالو دوزبرځواکو (شوروی اتحاد او امريکا) دنړيوالوگټودخپلولود سياليوقرباني سوو .افغانستان دخپل شتون له لمړۍورځې جيوپوليتيک اودنړيوالي څلورلاري ارزښت لرلوله امله دنړيوالو زبرځواکو دسيمه ايزو سيالو ميدان گرځېدلی،ځکه خودنړی ټول پرمختللیاوداقتصادي سياليوجوگه هيوادو نه غواړي په يوه اوبله پلمه دلته ددې ولساو هيواد سره يوډول اړېکي ولري . په تيرونړيوالوسياليوکي دافغانستان روڼاندي له امانی نهظت نه رانيولې بيا ترنن پوري دغر بی هيوادونودلاس وهنیاومدا خلي قربانی سوی دي .دليل داوو ،چي افغانستان په جغرافياييلحاظ تربل هرغر بی هيواد دهغه وخت پخوانی شوروی اتحادته نږدي پروتوو اوپه رشتياسره دشوروی نظام دسياسي اوټولنيزو تغير تر تاثير لانديراتلۍ اوسياسی خوځښتونه يې هم ترډيره بريده دشوروی نظام دسياسي جوړښت اونړيوالو هڅوتر تاثير لاندي راغلي، ځکه خو دغربی نړۍ پهځانگړې توگه امريکا لپاره دمنلو وړنه وه چي په افغانستان کي داسي مثبتاقتصادي ،فرهنگی اوسياسي بدلونونه راسي په کوم کښي چې دپخوانيشوروی اعتبار لوړه وي . همدا دليل وو چي په افغانستان کي دهرمثبتبدلون پر خلاف حرکت دمذهب ،دينی عقايدو اوافغانی دود اودستورنه پهناوړه سياسی استفادې سره دغربی هيوادوپه نېغه مداخله اولاسوهنه چېهغه دپاکستان اودپهلوی کورنۍ دحاکميت په وخت کي دهغوي لخوا اوبياکله چي ايرانی اخوندانورهبران یې له فرانسي نه ايران ته را صادرکړه دايرانی اخوندانو اوددې هيواددونو ددولتی چارواکو اواستخباراتی ادارو پهمټ پرمخ بېول کېدل اوداپروسه همدا اوس هم په يوه اوبله بڼه روانه ده اودزبرځواکوهيوادونوله گټوسره ددي دوگاونډو هيوادونو دچارواکوگټې  هم ورباندي ايظافه سوی دي .

دبېلگې  په توگه هغه وخت چې غازی امان الله خان په سياسي،اقتصادي،فرهنگي اوپوځی برخوکي دهيوادجوړونې ته لاس ورواچاوه او دافغانستان دنړيوالو اړېکودپراختيا اومرستو ترلاسه کولو اوجلبولو په موخه يې بهرملکونوته خپله سفرونه پيل کړ،هغه دچاخبره ددې سفرولا نه وو راگرځېدلی چې دافغان ولس دبهرنيو دښمنانوپه لمسون دهغوي دروزل سوو نوکرانولخوا دمذهب  نه په  ناوړه سياسی استفاد ېسره،پر هغه دکافر ټاپه ولگول سول  اوددې ناروا اوافغان دښمنه  تبليغاتوپه پايله کي پردې بريالی سول چې دا دافغان ولس اصيل بچی له هيوادنهفرارته مجبور کړ .

هغه عکسونه چې داعلحضرت  امان الله خان  اودده دکورنۍ پرخلاف ورنه په تبليغاتو کي استفاده کېدل په لندن کي چاپ سوی وه اوپه کابل،ننگرهار،کندهار اوپکتيا کي په ځانگړي مهارت اوځانگړي تبليغ وويشل سول  .

داچې تر هغه نه راوروسته  دټولونهظتونواوحرکتونوپرخلاف دهمدېهيوادوداستخباراتی کړيولخوادهمدي مذهبی تبليغاتونه څومره ناوړهاستفاده وسول  اوافغان ولس دبې ځايه اوبې مفهومه غروردېگدان ته ورټېلوهل،دادئ تر نن ورځي دا بېچاره ولس دسياسي واک دترلاسه کولوپه همدي لعنتی ديگدان کي سوځي . دټولنيز ژوندپه يوه برخه کي هم نه يوازي داچې دهمدې گاونډيانوسره سيالی نسي کولاي بلکي دنړۍ ترټولوشاته پاته هيواد بلل کيږي .

داچي په دولتي فساد،بې امنيتی ،دهېرویېنو اوتارياکو په دوليدکي لمړۍ مقام لري داخوپرخپل ځاي پرېږده .

دغوناخوالوته په کتوسره ددې هيواد رښتيانی روڼ اندي اوملي شخصيتونه بايد خپلو ملي مسوليتونوته جدي پام راواړه وئ  . د ملي يووالي اوملي تفاهم په روحيه،په يوه اواز ديوه غښتلی ملي ځواک او قوت په توگه دنړيواليټولنې عام ولس چې بې تاثيره ندی اوهغو چي دلته په افغانستان کي زموږ ولس ته ددموکراسی ،ټولنيز عدالت ،اقتصادي غوړېدو وعدې ورکوي ،پام راواړول سي اوداورته په گوته سې چې پدې دڅولسيزوکي ستاسوناوړه سياست خودادی دبريا په پرتله دناکامی پر لور درومي ؟ دافغان ولس سره لويه جفا خوداده چې دوي زموږ دټولنې دټولنيز او سياسي جوړښت نه درست اوسالم درک نه لري  اوپر هغویې تکيه کول اوتراوسه کړې کوم چې دشوروی نظام دشتون په وخت کښي ئي دشوروی دنفوذ دپراختيا پر خلاف په افغانستان اوسيمه کي روزلي وه .متاسفانه عملأ تراوسه داسي ښکاري چي امريکا اوامريکا پلوو هيوادونو دافغان روښنفکرانوپر وړاندي دپخواني سياسي تعصب پيروی کوي اودهيواد په سياسي بهيرکي یې څنگ ته ساتي . سره له دې چې  نه هغه وخت او نه هم اوس ددوي درک اوفهم د افغان روشنفکرانو غوڅ اکثريت پر وړاندي دقيق اوکره نه وو . که امريکا اونړيواله ټولنه په رښتيا سره غواړي دافغانستان  دې غميزي ته په معقوله بڼه دپاي ټکی کښېږ دي اړينه ده چې د افغان روڼ اندومرستې ته مراجعه وکړي اودهغوي نه دافغانستان  ددې ستونزي دحل لپاره مرسته اوگډه همکاری وغواړي .

ددې ترڅنگ افغان روڼ اندي هم ملي اواسلامي مسوليت لري هرڅومره چي ژر کيږي ټول سليقوی ،غير علمي  او غيرمنطقی اختلافات اوبې گټې نظرې او اړېکي هيرې او دافغانستان دنجات اودې ولس ته دملي چوپړپه خاطرسره يواودنړيوالوسياسي ځواکونودعلمی اوسياسی تجريبونه په استفادې سره دټولواختلافاتو او خپلي گوندي طرحي نه تيرديوې ملي سياسي اجماع ( لوي سياسي کنفرانس ) په جوړېدوسره پداسي روحيه چې يودبل ته دغوږنيولو،طرحو اورېدلو اوسالم مشرتابه اوملي کړنلاري ټاکلو لارخپله کړي . پدې کنفرانس کښي بايد داسي کړنلاره تصويب شي چې دهيواد راتلونکی سياسي او اقتصادي خپلواکي ته درسېدولار لنډه اودبلي خوائې  پلي کول ساده اودټولوملي خوځښتونواو عام ولس دقبول اومنلووړوي .

ضرورنده چي موږ دهرکس اوناکس سره ددې په خاطرچي داهيواد د زبرځواکودسياليودبل سوی اورپه لمبوکي سوځې دملي گټودنندارچي په توگه دقناعت سروښوروو . موږ دخپل سياسي اوټولنيز ژوند رغنده اوسپېڅلیتاريخ لرو .       هغه ولس چې څوک یې ږغ نه اوری چي په سياسي اصطلاح ورته  ملت خاموش ياځوپ ملت وايي که پدې پوه سی چې ژوند ته ی ضرر نه رسېږې  پوښتنه وسی  دحقايقو په پوهېدوسره ستاسو پر بغل درېږي هغوچي ځانته ئې سپېڅلي ويل اوس سرمايداران اولکپتيان دی،پدې ۱۹ کلن دولتي واک کښي يوځل بيا وآزمويل سول،ځکه خوهرڅوک پدې پوهيږي چې ملت ورنه کرکه لري . ټول افغانان ئې دسرپه سترگو گوری يوعادي بيسواد قوماندان چي په پاکستان اوايران کي جوړسووپه اصطلاحتنظيمونوپوري اړه لر ل اوس ميليارډردی ، دخپلو بنگلو حساب نلري،خوچي خبره راسي بيا ځانته مجاهداو دملت خواخوږی وايي .

کله چي دپاکستان، ايران اوافغانستان بازارونوته راووزو نودمجاهدينواولادونه اوکونډي یې خيرات ټولوی اويا پرخپل ځاي سنگين ناست دي . خوددې  سوداگريز جهاد مشران چي دپردوپه مټ اوپيسه دپردو دموخو پلي  کولو لپاره پر افغانانوتپل سوی وو اودي،په کابل ،ډوبۍ،قطر،تاجکستان،ترکمنستان ،ازبکستان ،ترکيه ،هندوستان ،لندن اودنړۍ په يوشمېرنوروهيوادونوکي قصرونه لري ،دجمعې شپې  په ډوبۍ اومنځنۍاسياهيوادونوکي تېره وي .داچې دبهرنيانودسرمايې نه  یې دانجوپه نومڅومره استفاده کړې يو خداي پر ې خبردی  .خوروښانه بېلگه یې داده چې دزبرځواکو اونړيوالی ټولنې دحساب له مخې افغانستان ته پدې ۱۹ کاله کي په سوو ترېلونه ډالر راغله خومتاسفانه ددوي اونړيوالو مؤسيسوداحصایو له مخې همدا اوس تر ((اوه )) ميلونه زيات افغانان دلوږ ي  ،غربت او فقر تر کچي کښته په بدترينو شرايطوکي ژوند کوي . دماشومانو د ژغورنې سازمان دمعلوماتو له مخې تر اوسه تر  ۳٫۷میلیونه  زيات افغان ماشومان د ناامنیو له کبله له ښوونځیو اوتعلیمبې برخې دي چې ۶۰ سلنه په کې نجونې دي .

ددې نازولو دنورو عياشيواوکړنو درسواکېدوپه خاطر به دقلم عفت دساتلو اوديوچاپرده کولوداسلامی اصولوله مخې ډډه وکړم .

رښتيا،رښتيادی اوس له نېکه مرغه  هغه بازار چې دشرق اوغرب په سياسي اوسيمه ايزو سياليو کي تود سوی وو او سو يوڅه ړسویاودگټوترلاسه کولو شېوې یې تغېر خوړلی چي دډالروپه مټ   یې افغان وژنې ته  هغه درېگن خبره جهاد ويل کېده .دډالرو ليوال نوکران یې يوېاوبلي خواته لېږل اوس پري پوه سوی چي يو شمېر یې دويته صادق نديهرې خوا لاس اچوي ترڅو پيسې ترلاسه کړي ،دوه لاسه او شل جيبونه لري.

اوس دازبرځواک پدې پوه دی،که دخپلو موخولپاره دغو کسانوته اړتياپيداسول نورانيول ئې ساده خبره ده ،چي ډالر وي دوي ورته دهر ډولخدمت لپاره حاضر دي .ځکه خو یې دتنظيمو پرخلاف طالبان راپورته کړه اوبيا يي طالب گوښه اوخپل پخواني روزل سوويوې بلې حلقې ته دولتي واک پلاس ورکړ اوداسي ښکاري چې بيا طالب  مطرح اوکه سبااړتياوه داعيش اونوري مذهبي ډلی رامنځته کول  یې روښانه بېلگه ده اوراتلونکي پلانونه ښکاري ،خودابه وگورو چې نړيوال اوپه ځانگړې توگه اروپا ته ترکومه بريده نور دسيمه ايزو گټوترلاسه کولو په خاطر د امريکاپلانونه دمنلو وړدي .

ځکه خو بايد تاسو افغان باشهامته اوآزمويل سووته مراجعه وکړم  !

تاسو هغه افغان  رو ڼ اندی اوپر وطن مين ليکوال ،سياستوال  اديباناوشاعران دي تل ژوندی او سرلوړي اوسي،کوم چې په رښتيا سره مو بېلههر ډول سيمه ايز و،قومی اوژبنی اړېکو نه  دې زورېدلي ولس ته دخپلو امکاناتوله مخې خدمت کړی،يونه ميلونر اونه هم دبنگلو خاوندان سواست .

وياړپه تاسوچي بيله کوم تعصب اوسمپتۍ نه مو دخپل ولس داقتصادي،سياسی اوفرهنگی حقوقوڅخه دقلم او منطقوپه ژبه ملاتړ اودفاع کړېده.افسوس دهغو پرحال چې ستاسو پر خلاف پرتور دېگ مښل سویتورلاسونه ستاسوپر پاکوجامو موږی،او له امان الله خانه تراوسه ستاسو پرخلاف هغه دنگريزانو زاړه اومنفورتبليغات کوي او په ډيره سپين سترگۍستاسو پرخلاف سياسي سوداگري اوشعارونه ورکوي. جالبه خو داده چې دکافر پېژندل سوی نوکرانو مو په کفرمتهموي .خوله نېکه مرغه اوس افغان ولس ددوي پدې نوکرصفتو هڅو،دروغجن تبليغ اوپردوته دچوپړ په ټول تاکتيک اوموخوپوهېدلي دي .

پدې باوری يم  چې ددې ډلو،ټپلو او اشخاصو په پوره پېژندگلوی سره به يوهورځ ددې هيواد رښتيانۍتاريخ هرڅه رابربنډ اوقضاوت پرې وکړي  .

همدا اوس یې وخت دی،هغه چي په رشتيا نۍ بڼه ولس ته وفاداردي بايددخپل هيواد دکورنيو اوبهرنيو مخالفينوپر وړاندي خپل تاريخي رسالت سرتهرسولو په موخه سره نږدې سي .

که په يوشمېرهيوادونوکي دهمدې زبرځواکو په مټ  د بخملي پسرلی په نومپاځونونه وه ؟ نوولي زموږ په هيوادکي دافغان انسان او انسانيت نه ددفاعپه نوم دملي نجات ،سولي،ثبات اوښېرازي لپاره ددې ملي ارمان سرته رسېدولپاره حرکت پيل نسی؟

تاريخ ثابته کړې چې ددې وطن روښانه راتلونکی ته لوری تل روڼ اندوورکړی،سره له دې چي پخوا دنړيوالوسياليوله مخې ددې لوري ورنکوپرخلاف له بهرنه مخالفت را زېږېده ، اوس اميد واريو چي په نړيواله کچهددغو هیوادونو ملي مترقي سياسي گوندونه اوبشري ټولني انسان او انسانيت ته ددرناوي اودويته دهوسا اوبسيا ژوند ورکولو دحق نه ددفاع پخاطر دخوارو اوشاته پاته هيوادونودهغه جملې زموږ اوستاسو دجگړه ځپلي ولس دملي سياسي حرکتونودهغو هڅوملاتړ وکړی کوم چيددموکراسی اوتمدن سره بي ساري علاقه لر ي اوغواړي چې ولس یې د۲۱ قرب دعلمي غوښتنو اودموکراتيکو اصولوپه بنياد دژوندکولو قانوني حق ولري .

زه اوبېشمېره افغان روڼ اندي پدي باوريو چې دافغانستان دنجات لپارهيوې  ځانگړي ملي پروژ ې طرحه کولوته اړتيا سته ،کوم چې يوازي او يوازيدافغان ټولنې دخصوصياتواوددې هيواد داوسېدونکو دطرزتفکر پربنيادجوړه اوخپل سياسي  کاراوفعاليت  مخته ولاړه سي . پکارده چي هلتهدټولوهغو لاسونه لنډ وي کوم چي په خوله يوڅه اوپه عمل کي بل څه کوياودبلي خوانړيواله ټولنه په افغانستان کي دپرمختگ بهيرنه په عملی بڼه  دفاع اوملاتړ وکړي او د۱۴ پېړۍ په دوداو دستور ژوندکول پر افغان ولس تحميلولواوله اسلام نه په ناروا استفادې او نوم په افغانستان کي دسولي ،دموکراسی اوټولنيزعدالت دپروسې دپلي کولوسره دمخالفت ډلي بې واکه کړی .

ديوه داسي ملی سياسی ځواک دجوړېدو په هيله چې افغان ولس ته  دکورنيواو بهرنيو  زبرځواکوله تورو منگلو نه نجاتوورکړي  اودويته دارام  ،هوسا او بسيا ژوند،کار،تعلم اوروغتيايي امکانوتوزمينه برابره کړي،دسولي اوثبات راوستلودپروسې اواقتصادي پرمختگ سره بېسارې مرسته وکړی .  ومن الله التوفيق

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply