د بلوچ جنګیالیو دفاعي برید؛ پاکستاني پوځیان تېښتې ته اړ کړل

0 1,041

بلوچستان-بولان: د بلوچستان ازادي غوښتونکي پوځ BLA ویاند ازاد بلوچ خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه ۱۲ بجې د دوی د جنګیالیو ډلګی د ټولنیز حفاظت په ګزمه وتلی و، چې د بولان ولسوالي د پیر اسماعیل سیمې په چډي‌اپ کې د پاکستان د یرغلګر پوځ له غلچکي کمین سره مخ شول، بلوچ ازادي غوښتونکو جنګیالیو د دفاعي برید په ترڅ کې؛ له یو ساعت مخامخ جګړې وروسته د پاکستاني پوځیانو کمین مات کړ او پاکستاني ځواکونه له سیمې په تېښته بریالي شول.
ازاد بلوچ زیاتوي، چې نوموړي برید کې د پاکستان پوځیانو ته سخت تلفات اوښتي، جسدونه یې ځان سره وړي؛ خو سیمه د دوی په وینو لړلې.

همدا راز د یادې ډلې د مطبوعاتو مسول جنید بلوچ منلې، چې زرغون سیمه کې د ډبرو سکرو کان او د لیویز ځواکونو باندې د تېرې ورځې خونړی برید هم د دوی ډلې کړی، جنید زیاتوي، چې د ډبرو سکرو قراردادیان د پوځ ملګري دي او د ډبرو سکرو د انتقال موټرو کې یې یادې سیمې ته پاکستاني پوځیان وړي و، یاد برید کې د لیویز ځواکونو قرارګاه د BLA لخوا غنیمت شوې او د ډبرو سکرو د کان د استخراج ټول وسایل او کمپنۍ یې سوځولې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply