ووژل

آصف بهاند

0 902

چــا پــه هــورا، چـا پـه تـکـبـیـر ووژل

ځــیــنــو لا نـــورو پـــه تـقــدیــر ووژل

پــه نـــاپــوهئ کــې بـــایـــد دغـسې وي

ځـیـنــو پـــه زهــرو چـا پـه شیـر ووژل

اِتــبــار یــې وکـړلـو پــه هـــر چا باندې

چــا پــــه پــیــاده چـا پـــه وزیــر ووژل

صـرفه یې ونـکــړه پــر هـیـچا بــانــدې

هــم یــې نـــا پــوه، هــم یې خبیر ووژل

لَــو یــې گـــډ کـړی وي یــوې مـخـې نه

لــږ بــا گـنـاه ډېـر بــې تـقـصـیــر ووژل

ټـــوپـــک او بـــم چـې مـیسر نـه شـولـو

چــا پــه چــړو چــا پــه ځـنـځیـر ووژل

پر قاتل باک نـه شته چې څوک به وژني

دوی بـې تــوپـیـر ځــوانان او پیر ووژل

غــوړې وعــدې د ښـه ژونـدون ورکړې

یـا پــه خـوښـۍ یـــا هــم دلــگـیـر ووژل

قـــاتـــلان هــــر ډول وسـلـــه کــــاروي

اوس پــــه نـشـو، پـــخـــوا په تير ووژل

ربـــه عــالــم، بــیـنـا او هـر ځای ته یې

وژونــکــي عــمــداً پـــه تـدبـیــر ووژل

۱۱/۱۲/۲۰۲۰

هیدرسلیف

ډنمارک

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply