افغانستان کې د جګړه مارو ډلو، په خاص ډول د طالبانو یو ماموریت دا و/ دی، چې د افغانستان زیربنايي پروژې به له منځه وړي؛ دوی ته د دوی تمویلونکې ډلې په همدې موخه د جګړې مصارف ورکوي، ترڅو د خپلو اهدافو لپاره ورڅخه کار واخلي.

پاکستان یې د کونړ سیند، قیمتي ډبرو قاچاق، لرګیو، نشه يي توکو، وسلو… او نورو لپاره استعمالوي او ایران یې د خپل کلتور، د هلمند سندیزې حوزې وړیا بهېدو لپاره.

که څه هم طالبانو په افغانستان کې د جګړه مارې ډلې په توګه د ایران لپاره د الماسو ارزښت بایللی نه دی؛ خو کمرنګه شوی حتمي دی.

شاوخوا درې میاشتې وړاندې؛ هغه وخت، چې د کمال خان بند چارې ۹۵ سلنه بشپړې وې، طالبانو دوحه کې د خبرو پرځای ایران ته سفر وکړ؛ خو نتیجه دا شوه، چې ایران یې نه یواځې په دې سفر کې ملاتړ ونه کړ؛ بلکې ناهیلې یې کړل او له اسلامي امارت سره یې مخالفت وښود.

هلته خبره دا نه وه، چې افغانستان کې د دیموکراسۍ په دې عروج کې اسلامي امارت د منلو نه دی؛ بلکې خبره دا وه، چې ایران غوټ طالبانو ته دا ځواب ورکړ، چې ولې ورڅخه کمال خان بند جوړ شو؟
ولې د هلمند سیندیزه حوزه مهار شوه؟

په هر صورت، اوس، چې طالبان په خپل منځ کې هم په تت او پرک شکل دي او د خپلې جګړې د تاریخ تر ټولو سختې او بې خوندې دورې ته ورننوتي؛ نو ایران هم خپل پام ورباندې کم کړی او بدیله ډله یې په افغانستان کې پیدا کړې.
له ډېر وخت راهیسې یې په علیپور سرمایه ګذاري وکړه او غوښتل یې، چې د عليپور په مشري د فاطیمون ډله افغانستان کې قوي کړې؛ خو عليپور چې له زیاتې توندۍ کار واخیست او د ایران د تمې خلاف ډېر ژر یې ان د افغان ځواکونو هوايي ځواک وننګاوه؛ نو افغان دولت هم د خپل وقار ساتلو له مخې په نوموړي پسې پایڅې را بډ وهلې، دا چې اوس عليپور چېرته دی؟ ولې لاهم افغان ځواکونو نه دی نیولی؟ دا بېل بحث دی؛ مګر له عليپور سره په خوا کې تازه ایران د ذوالفقار په مشرۍ یوه بله ډله له عجیب شعار سره ایجاد کړه.

له یادې ډلې  څخه د ایران هدف همدا دی، چې له یو لوري د عليپور موضوع له خلکو هېره کړي، له بل طرفه داخلي جګړو ته لار هواره کړي او له دې ټولو ورهاخوا هڅه کوي، چې په منځ مهالي پلان کې کمال خان بند د همدې ډلې په واسطه له منځه یوسي.

ښايي ایران نور په طالبانو ډېرې سرمایه ګذاري ته زړه ښه نه کړي؛ ځکه عليپور او ځېنې نورې جنګي ډلې ورته په ډېرې ارازانه بیه په لاس ورځي.