د طالبانو په لیکو کې د لواطت اندیښنې

نویداحمد څرک

1,000

د طالبانو یو شمېر قومندانانو په یو لیک کې د کویټې شورا ته لیکلي چې ځینو سیمو کې د جګړې لیکو ته کم عمره تنکي ځوانان جذب کیږي او بیا ترې قومندانان او مشران د جنسي غریضې د سړولو لپاره کار اخلي.

د طالبانو په لیکو کې د لواطت اندیښنې له پخوا وې، خو دا ډله نه ده توانیدلې چې د دې اخلاقي فساد مخه ونیسي.

هغه لیک چې کویټې شورا ته لیږل شوی او لیک شوی دی، پکې راغلي چې د لواطت کیسې د طالبانو په لیکو کې اوج ته رسیدلي او پکار ده چې د کویټې شورا له دې وضعیت څخه د وتلو لپاره یو اقدام وکړي.

خو د کویټې شورا د دې لیک په ځواب کې ویلي چې د جګړې لیکو ته د کم عمره ځوانانو جذبول د امارت په ګټه دي او هیڅکله به د دې اخلاقي فساد د مخنیوي لپاره ګام پورته نه شي.

د طالبانو مشران د جګړې په لیکو کې د کم عمره ځوانانو جذبول د امارت په ګټه یادوي او دا اخلاقي فساد په دوه دلایلو توجیه کوي.

لومړی دا چې طالب مشران پوهیږي چې کم عمره ځوانان په اسانۍ سره فریب خوړلی شي او سختو ورځو او سختو جنګونو ته تیاری نیولی شي.

دویم دا چې کله کم عمره ځوانان د جګړې لیکو ته جذب شي، بیا د زیات عمر کسان د جګړې سنګرونو ته ډير ځي او له دې هلکانو سره جنسي غریضه مشبوع کوي.

د دې تر څنګ بل دلیل یې دا یادوي چې د کم عمره ځوانانو حضور د جګړې په لیکو کې دا ګټه کوي چې د دوی د زیات عمر طالبان او قومندانان بیا ژر ژر کورونو ته نه ځي او ډير وخت په جګړه کې پاتې کیږي.

د بشر حقونو کمېسیون او نړیوالو ادارو هم څو څو ځله په دې تړاو اندیښنې ښودلې چې د طالبانو په لیکو کې کم عمره ځوانان جذب کیږي او په دې تړاو مستند عکسونه او ویډیوګانې شته دی.

حتا ځینې داسې موارد هم شته چې د طالبانو په لیکو کې د لواطت ویډیوګانې شوي، عکسونه اخیستل شوي او ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي.

نو هغه کورنۍ چې کم عمره د کورنۍ غړي یې د طالبانو په لیکو کې دي، باید له دې لیکو یې راوګرځوي، ځکه هلته یې د اسلام او جهاد په نوم جذب کړي، خو اصل کې نوره کیسه دا ده چې طالب قومندانان ورسره جنسي اړیکې نیسي.

اوس د کویټې شورا په همدې تصمیم نیولی چې کم عمره ځوانان دې لیکو کې وي او که د جګړې په لیکو کې د دې عمر کسانو مخه ونیول شي، نو بیا یې د جګړې په لیکو کې کسان کمیږي او نه شي کولی چې ډله ییز بریدونه وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.