د طالب مشر(هبت الله اخندزاده) د دوو غوښتنو په مقابل کې د ملت دوه غوښتنې

661
د طالب مشر(هبت الله اخندزاده) د دوو غوښتنو په مقابل کې د ملت دوه غوښتنې:
تاسو په خپل اختریز پیغام کې له ملت څخه دوه غوښتنې کړې دي:
۱- د امارت غېږ د ملت په وړاندې خلاصه ده.
۲- له مونږ سره د حق په لاره کې یوځای شی.
د لومړي غوښتې په مقابل کې باید ووایو چې که ملت له تاسو سره وای او یایې پرېکړه کړي وای چې ستاسو په غېږ کې ځانته ځای ولټوي نو چې کله امریکایانو پرافغانستان یرغل وکړ ملت به له تاسو سره درېدلي وای، ستاسو نه به یې دفاع کړې وه او تاسو ته به یې په خپلو کورونو کې پناه درکړې وه. او داسې ونه شول بلکه ملت تاسو ته شاکړه. داخو لاپرېږده چې له ۲۰۰۱ زېږدیز کال څخه تر ننه پورې ستاسو د نامشروع او ناوړه کړنو او وحشتونو له امله ستاسو پروړاندې د ملت نفرت لانور هم زیات شوی چې حتی نه غواړي د طالب په نامه څه واوري. پردې سربېره ټوله نړۍ که اسلامي هېوادونه دي یا غیر اسلامي هېوادونه کله چې د طالب نوم ورته څوک اخلي نو ټول هغه وحشتونه او ناوړه کړنې یې تر سترګو کېږي چې د دې تېرو شلو کلونو په ترڅ کې طالب د افغانستان له مظلوم او مېړانې ملت سره وکړل او نړۍ یې حیرانه کړه او د وحشت نوم یې حتی وشرماوه.
دغه ملت په تاسوکې څه وویني چې ستاسو غېږې ته راشي……………
د دوه یمې غوښتنې په اړه باید ووایم چې کومه د حق لاره؟
۱ـ آیا د پردیو (عربي او غیر عربي جنګیالیو په واسطه) دبې ګناه افغان مسلمانانو وژل د حق لاره ده؟ څومره امریکایان او څومره افغانان مو ووژل؟ له ځانه پوښتنه وکړی چې د کوم یو شمېر زیات دی؟
۲- آیا د خلکو په منځ کې ځانمرګي بریدونه کول د حق لاره ده؟
۳- آیا په مسجدونو کې د امامانو او خلکو شهیدانول او په خلکو په ډېرې بې رحمی سره ډزې کول د حق لاره ده؟
۴- آیا له محکمې پرته د عامو خلکو له موټره ښکته کول او بیایې شهیدانول د حق لاره ده؟
۵- آیا پر پوهنتونو او ښوونځیو د موټر بم او وحشیانو په واسطه حملې کول د حق لاره ده؟
۶- آیا د پوهانو او حکومتي کارکوونکو ترورول د حق لاره ده؟
۷- آیا په لارو کې د بمونو ځای پرځای کول او پرې د مظلومو او بې ګناه خلکو الوزول د حق لاره ده؟
۸- آیا د عام المنفعه ځایونو لکه سړکونو او پلونو الوزول د حق لاره ده؟
۹- آیا په لارو کې په نامشروع ډول له خلکو څخه پیسې اخیستل د حق لاره ده؟
۱۰- آیا له سولې څخه انکار کول او ورته نه حاضرېدل د حق لاره ده؟
۱۱- آیا له مسجدونو څخه د جنګي سنګر په توګه ګټه اخیستل د حق لاره ده؟
جناب اخند زاده د حق کومه لار ده چې ملت تاسو سره پرې یوځای شي. آیا مناسبه به نه وي چې تاسو هم له ځان سره یوه محاسبه وکړئ چې تاسو خو په ناحقه نه یاست؟
د امریکایانو د وتلو له اعلان څخه وروسته ستاسو جنګ له چاسره دی؟ د څه لپاره دی؟ او حکم یې څه دی؟
آیا د بې ګناه مسلمانانو وژل تاسو ته حق ښکاري؟ آیا تاسو دغه آیتونه او نبوي احادیث نه لولی چې وايي: {وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا (93)} [النساء]، وقال تعالى: {مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا} [المائدة: 32] وعن أبي سعيد الخدري وأبي هريرة عن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: «لو ان أهل السماء وأهل الأرض اشتركوا في دم مؤمن لأكبهم الله في النار» [رواه الترمذي 1398، وصححه الألباني]. وعن عبدالله بن مسعود رضي الله عنه قال: قال النبي صلى الله عليه وسلم: «أول ما يقضى بين الناس في الدماء» [رواه البخاري (6864) ومسلم (1678). وعن أنس بن مالك قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «أبى الله ان يجعل لقاتل المؤمن توبة» [السلسلة الصحيحة (689) صحيح الجامع (23). وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «خمس ليس لهن كفارة: الشرك بالله وقتل النفس بغير حق» [صحيح الجامع (3247)]. وعن عبدالله بن مسعود رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «أول ما يقضى بين الناس بالدماء» [رواه البخاري (6533) وعند مسلم زيادة يوم القيامة (1678)]. وعن عبدالله بن عمر رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «لايزال المؤمن في فسحة من دينه ما لم يصب دماً حراماً» رواه البخاري (6862)]. وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «اجتنبوا السبع الموبقات»، قالوا: يا رسول الله وما هن؟ قال: «الشرك بالله، والسحر، وقتل النفس التي حرم الله الا بالحق، وأكل الربا، وأكل مال اليتيم، والتولي يوم الزحف، وقذف المحصنات المؤمنات الغافلات» [صحيح الجامع (144).
آیا د دولتي ارګانونو له منځه وړل تاسو ته حق ښکاري؟ آیا د زرګونو بې ګناه مسلمانانو له وژلو، د زرګونو خویندو له شهیدانولو او د زرګونو ماشومانو له یتیمولو څخه وروسته د اسلامي نظام قایمول تاسوته حق ښکاري؟
آیا د افغان اردو، پولیس او امنیتي ارګانونو سره جنګ تاسوته ته جهاد او حق ښکاري؟
آیا هغه د حق لاره چې تاسو ورته اشاره کړې ده د پنجاب لاره خو به نه وي چې پنجاب ته مو رسوي.
بهتره به داوي چې سولې ته چې د الله حکم او د پیغمبر (ص) مبارک سنت دی غاړه کېږدئ، له ملت سره روغه وکړئ او له ملت څخه بخښنه وغواړی که رېښتیا هم تاسو په حقه وای نو ملت به نن ستاسو له غوښتنې څخه پرته ستاسو سره وای او په ټول توان سره به یې ستاسو ملاتړ کړي وای.دغه ملت پیاوړی ملت دی مناسبه ده چې تاسو د خپل ملت غېږ ته راشی. ملت خپل غېږ ته مه رابلی.
بیا هم په خپلو تګلارو بیا کتنه وکړای امید لرم چې حق او حقیقت به تاسوته ښکاره او و به یې منی والله علی مانقول وکیل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.